د رڼا او تیارو جګړه
عبدالملک پرهیز
یو زړه مې په سینه دی په سینه کې نه ځایږي
له هر هوسه پاک دی، هیڅ هوس کې نه ځاېږي
ستا زړه کې د ګناه او د هوس د اور لمبې دي
ګناه ته دې زړه کېږي، بند ورونه د توبې دي
ته مسته د سرو شونډو د مچکو له باران یې
تل ډوب د هوس کار کې بې خبر له خپل ایمان یې
زه وینم ژبې ژبې ستا د سترګو هوسو کې
راګیر یم د مرموز ژبې عجیبه کرشمو کې
محفل کې د ساقي راته د جام زنګونه ښکاري
په عشق کې دې تر اوسه د لیمو دردونه ښکاري
تر څو د سوزیدلي زړه لوګی عیانوم به
د زړه ماتم خانه کې، اور لمبې بیانوم به
د هیلو ارزوګانو سپړېدو شېبې ته ناست یم
د تللو ښه وختونو بیا راتلو شېبې ته ناست یم
زما مینه ده ښکلې، د سپوږمۍ د مخ رڼا ده
خوریږی هرې خوا ته، آینې غوندې صفا ده
باران په شان وریږي د زړه وچ ډاګونه لوند کړي
د زړه په ګنهکاره کاڼو، ورښت د شبنم وکړي
ته شپه د تورتمونو د رڼا او ورځ دښمن یې
زه لمر یم راختلی ، ته د شپو تور اهريمن یې