ولي الله ملکزی

زموږ په نړیوال سرای کې داسې برېښېدونکي ښارونه هم شته چې توره شپه یې د ټکنده غرمې په څېر ځلېږي؛ له همدې ډول ښارونو څخه یو هم لاس‌ وېګاس دی. دا د ښاپېریو، هوس‌ پالو او مینه‌ ناکو خلکو لپاره د ساعت‌ تېرۍ، رنګونو، خوندونو او قمار یوه پرانیستې ننداره ده. داسې ښار چې د مېکدو جامونه، د خرابات ځل‌ بل او د ځوانۍ شور په کې څنګ په څنګ موجونه وهي.
دلته نه یوازې ځوانان او پېغلې راځي، بلکې بوډاګان او د سپینو کمڅیو مېرمنې هم د خپلو دردونو د کمولو په لټه کې ډوب لیدل کېږي. مګر په همدې غُولغُلې او مستۍ کې داسې کسان هم شته چې د ایمان ساحل ته د رسېدو تکل لري. د ګیلاسونو د شرنګا په ټېل ماټېل کې، په خاموشۍ او تواضع سره د الله تعالی د لویۍ غږ او د اذان انګازې هم اورېدل کېږي. زما دا لیکنه د همدې وچې دښتې یوه لنډه بنډه کیسه او د سرکښۍ په منځ کې د ایماني څرکونو او سپېڅلو هیلو یو تت غوندې انځور دی.
لاس‌ وېګاس/ Las Vegas د امریکا د متحدو ایالتونو په سوېل‌ لوېدیځ کې، د نیواډا ایالت د پراخې صحراء په زړه کې پروت دی. دا ښار د مرګ درې / Death Valley له سیمې سره ګډه پوله لري؛ هغه سیمه چې د نړۍ له تر ټولو تودو ځایونو څخه ګڼل کېږي. د لاس وېګاس نوم په هسپانوي ژبې کې د څړځایونو یا شنو چمنونو معنا لري؛ خو نن ورځ دا ښار د نړۍ د تفریح، مجللو هوټلونو، رڼاګانو او نندارتونونو  ستر مرکز دی. 
د ښار خپل نفوس اووه لکه دی؛ خو که د شاو خوا میټرو پالیټن ناحیې ورسره حساب شي، نو د آدم زادو شمېر به په دوه میلیونو پښه واړوي. په ۱۹۰۵م کال کې د اورګاډي لومړني کارګران دلته مېشت شول، په ۱۹۱۱م کې د ښار په توګه اعلان شو او اصلي بدلون په ۱۹۳۱م کال کې پیل شو. دغه مهال چې د هوور بند / Hoover Dam د جوړولو لپاره زرګونه کارګران دلته راغلل، نو د ایالتي حکومت له خوا قمار، الکولو او ځینې نورو تفریحي فعالیتونو قانوني بڼه خپله کړه.
نن لاس وېګاس نژدې د ۱۱۰ لویو قمارخانو/ Casino او بې‌ شمېره پنځه ستوریزو هوټلونو کور دی چې د ودانیو بڼه یې د ایټالیا له وینس، د مصر له اهرامونو، د فرانسې له ایفل او د نیویارک د آزادۍ له مجسمې څخه کاپي شوې ده. د کلارک ولسوالۍ کلنۍ بودېجه چې دا ښار یې مرکز دی، دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره ده او هر کال د نژدې ۴۰ میلیونه سیلانیانو کوربه توب کوي. دا ولسوالي هرکال د قمار له صنعت څخه لس میلیارده، له هوټلونو څخه اته میلیارده او له شرابو څخه دوه میلیارده ډالره عاید ترلاسه کوي. ترټولو لویه کزینو یې MGM Grand نومیږي چې د یو میلیارد ډالرو په لګښت په ۱۹۹۳م کال کې جوړه شوې او پنځه زره کوټي او تالارونه لري.
د هېري ریډ / Harry Reid په نړیوال هوایی ډګر کې هره ورځ په منځني ډول له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې الوتنې ترسره کېږي. د The Sphere په نوم سپورتي او تفریحي مرکز چې د پینډوس په بڼې ۲۰۲۳م کال کې د دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوې، د ۱۸ زره څوکیو په درلودلو سره هره ورځ په اوسط ډول دوه میلیونه اووه لکه ډالره ګټه لري. همدا شان د Allegiant سپورتي سټډیوم په ۲۰۲۰م کې په دوه ملیارده ډالره جوړ شوی ۶۵ زره خلک په کې ځاییږي او د نړۍ په کچه کمساری دی.
لاس وېګاس د ګناهونو ښار/ Sin City په نوم سره شهرت لري،‌ ځکه دلته جوارګري او د الکولو څښل قانوني اجازه لري، خو شرط دا دې چې د هلک یا جینۍ عمر به له ۲۱ کالو څخه لوړ وي. د بدلمنۍ په اړه په خلکو کې یو ناسم باور شته؛ خو واقعیت دا دی چې په لاس وېګاس کې د پیسو په بدل کې ځان خرڅول منع او د قانون له مخې مجازات لري. بله په زړه پورې خبره دا ده چې دا ښار د امریکا په کچه د واده او طلاق د اسانو او چټکو اداري مراحلو له امله هم پېژندل کېږي. 
د ارواپوهنې او ټولنیزو څېړنو مرکز (CPSR) پخپل راپور کې لیکي: «په لاس وېګاس کې د ځان‌ وژنې کچه د امریکا د نورو ښارونو په پرتله دوه چنده لوړه ده». ډاکټر مایکل مورفي وايي: «زیاتره قربانیان یوازې د دې لپاره دا ښار غوره کوي ترڅو د خپلو کورنیو له سترګو لېرې خپل ژوند پای ته ورسوي». په لاس وېګاس کې نژاد پالنه او ټولنیز تبعیض د نورو امریکايي ښارونو په پرتله خورا کم دی. له اقتصادي پلوه، دلته د ژوند ښې اسانتیاوې شته؛ آن د ټکسي یو چلوونکی یا د کازینو یو کارکوونکی کولای شي په کال کې شاوخوا ۶۰ زره ډالره عاید ولري او د خپلې کورنۍ لپاره نسبي رفاه برابره کړي.
د ډېرو خلکو لپاره دا ناشونې برېښي چې د نړۍ د قمار او اخلاقي بېلاریتوب د مرکز په غېږ کې دې یوه منظمه او په دین ولاړه ټولنه هم شتون ولري. دلته یوه ژوندۍ،‌ باورمنده او متحده موازي نړۍ هم شته چې شمېر یې له ۱۸ تر ۲۲ زرو رسي. دوئ اته جامع جوماتونه او څو واړه دیني مرکزونه لري چې تر ټولو مشهور یې مسجد التوحید دی. دا جامع جومات د یوه افغان کډوال، احمدالله روکي یوسفزي له خوا ۲۶ کاله وړاندې جوړ شوی دی. 
لندنۍ ورځپاڼه، ګارډین په خپلې څېړنیزې مقالې کې د لاس وېګاس د مسلمانې ټولنې انځور کاږلی داسې لیکي: «ښاغلی یوسفزی او د دغې ټولنې نور مشران وايي سره له دې چې د ښار عمومي چاپېریال مادي لېوالتیا او نفسي غرائزو ته لاره هواروي، خو دوه نوي نسلونه بیا هم هڅه کوي خپل اولادونه پر اخلاقو، وطنپالنې او دیندارۍ وروزي». 
د ډېرو له نظره، لاس وېګاس د نه ختمېدونکو رڼاګانو او غفلتونو ښار دی؛ خو په عین وخت کې د حې علی الفلاح ملکوتي غږونه هم په کې انګازې کوي. د مادي طغیان او معنوي ارامۍ دا متضاد ترکیب ثابتوي چې ايمان د هغې روزنې نوم دی چې د شهواتو په سمندر کې هم د خپلو پلویانو کښتۍ تر ساحله رسولای شي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!
—---------------------------------
په مننې سره، ما په دې لیکنې کې د ويکیبېډیا، الجزیرې ټلویزیون، ګوګل، AI او The Guardian ورځپاڼې څخه استفاده کړېده.

 نور محمد غفوری

محمد امین واکمن؛      

نن مې د انټرنیټی رسنیو له لارې د محمد امین واکمن د مړينې خبر ولوست، چې ډیر ورباندې غمجن شوم. 

د افغانستان په معاصر سیاسي او فکري تاریخ کې داسې شخصیتونه شته چې د هغوی د ژوند ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږي چې کوم مقام یې درلود، کوم ګوند یې رهبري کړ او یا په کومه رسنۍ کې یې کار کاوه؛ بلکې د هغوی ارزښت په دې کې وي چې د خپل عصر له فکري، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو سره یې څنګه مخامخ ژوند کړی، څه یې ویلي، څه یې لیکلي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې څه میراث پرې ایښی دی.

ځینې انسانان چې له دې نړۍ سترګې پټې کړي، داسې احساس درکوي لکه یوازې یو انسان نه، بلکې د ژوند یوه برخه مو له لاسه ورکړې وي. د هغوی د نشتوالي تشه په الفاظو نه ډکېږي، ځکه هغوی یوازې په خپل نوم نه، بلکې په خپل حضور، اخلاقو او خاطرو کې زموږ په ژوند کې ځای نیولی وي. د ډاکټر محمد امین واکمن مړینه زما لپاره همداسې یوه شېبه ده.

ما مرحوم واکمن له نږدې لیدلی و. له هغه سره د ناستې، خبرو او لیدلو خاطرې مې لا هم په ذهن کې ژوندۍ دي. کله چې نن د هغه د وفات خبر اورم، نه یوازې چې د یوه پخواني سیاستوال او ژورنالیست د مړینې خبر یې بولم؛ بلکې د ټولنیز پرمختګ د زړور مبارز او د یوه درانه انسان د نشتوالي درد راسره دی.

زما په یاد کې واکمن تر هر څه وړاندې یو باوقاره، متین او د کمینه‌خوی څښتن انسان و. د هغه په خبرو کې دروندوالی و، خو په چلند کې ډیر متواضع انسان و. هغه له هغو کسانو څخه و چې د شخصیت د ثابتولو لپاره یې لوړې خبرې او لویې دعوې ته اړتیا نه لرله. د هغه سکون، متانت او د خلکو سره د چلند توګه پخپله د هغه د شخصیت پېژندپاڼه وه.

واكمن د افغانستان د یوه له سختو او له بدلونونو ډک عصر شاهد و. سیاست یې وکړ، مبارزې یې وکړې، اختلافات یې تجربه کړل، مهاجرت یې ولید او د ژورنالیزم له لارې یې د خپل ولس له حالاتو سره اړیکه وساتله. د افغان ملت له سیاسي جریان سره یې اوږده اړیکه درلوده او د سیاست، ژورنالیزم، لیکوالۍ او ملي فکر په ډګرونو کې یې خپل نوم پرېښود. زه د هغه له سیاسي دریځونو سره د موافقې یا اختلاف خبره نه کوم؛ زما لپاره د هغه تر ټولو لوی میراث د انسان پاتې کېدو هنر و. 

د واکمن مړینه یوازې د یوه فرد د ژوند پای نه دی؛ دا د هغه نسل د یوې بلې څېرې د خاموشېدو معنا هم لري چې د افغانستان د شلمې پېړۍ له لویو سیاسي بدلونونو سره یې ژوند کړی و. محمد امین واکمن د افغانستان د معاصر سیاسي او فرهنګي تاریخ له هغو څېرو څخه و چې نوم یې د یوه بشپړ عصر له سیاسي تجربو سره تړلی پاتې شو. 

محمد امین واکمن به زما په یاد کې یو دروند انسان، د کمینه اخلاقو چښتن، یو روڼ فکر او یو نه هېرېدونکی یاد وي.  

خدای یې دې وبخښي، روح یې دې ښاد وي؛ کورنۍ او دوستانو ته یې د زړونو صبر او ددې لوی غم د زغملو حوصله غواړم. 

نور محمد غفوری

31.08.2026

 


ولي الله ملکزی

د «جدال رأی و روایت» کتاب چې ډاکټر خواجه بشیر احمد انصاري لیکلی، د عقلانیت او مذهب محوره فکر د ارزونې او د حدیثو او روایت د تاریخ په ډګر کې یوه پراخه، علمي او ژوره څېړنه ده. دا اثر د «اهل رأی» او «اهل حدیث» یا په بل عبارت د عقل او نقل د پېروانو ترمنځ د مهمې مذهبي لانجې مختلف اړخونه راسپړي. دلته د امام اعظم ابوحنیفه او امام بخاري اړوند، له معتبرو سرچینو څخه په استفادې هڅه شوې چې اجتهادي اختلاف له تنګو قضاوتونو او دودیزو قالبونو څخه راوباسي او په بې طرفۍ سره یې په اکاډمیکې بڼې وڅېړي. د لیکوال موخه نه د کوم ځانګړي مسلک متعصبانه دفاع ده او نه هم مذهبي سپرغیو ته لمن وهل؛ بلکې غواړي د دغه تفکر یوه برخه په مستندو شواهدو بیا ولولي، روایتونه په انتقادي ډول وارزوي او د پیروانو ترمنځ د علمي بحث او تفاهم زمینه پیاوړې کړي. 
ډاکټر انصاري خپله ځنځیري څېړنه له لومړیو پېړیو څخه پیلوي؛ هغه مهال چې د اسلامي قلمرو د پراخېدو سره مسلمانان له داسې نوو مسئلو سره مخ شول چې د ډېرو په اړه یې په قرآن کریم او نبوي سنتو کې څرګند نص موجود نه وو. نو ځکه په تدریج سره د شرعي احکامو د استنباط په ډګر کې دوه جلا جلا تګلارې او مسلکونه رامنځته او د تقلید لمن سوکه سوکه وغوړېدله. په حجاز (مکې او مدینې) کې د صحابه کرامو (رض) پراخه حضور او د روایتونو د پرېمانۍ له وجې پر نقل ټینګار غالب وو او همدا فکري بهیر وروسته د «اهل حدیث» په نوم مشهور شو. برعکس، په ځانګړې توګه د عراق په کوفې کې د ټولنیزو شرایطو او د معتبرو روایتونو د محدودیت له امله فقهاوو د قرآن او سنت ترڅنګ له قیاس، اجتهاد او رأی څخه هم کار واخیست او د مذهبونو لړۍ پېل شوه. 
دغه فکري بهیر د «اهل رأی» په نوم وپېژندل شو او امام ابوحنیفه یې بېساری سالار ګڼل کېږي. مؤلف ټینګار کوي چې دا دواړه جریانونه د عقیدې په اصولو کې دوه متضاد مکتبونه نه وو، بلکې د شریعت د فهم او د احکامو د لټون دوه بېلابېل علمي منهجونه وو. د کتاب یوه مهمه برخه د امام اعظم په ژوند، فقهي تګلارې او علمي مقام باندې لنګر اچوي او څرګندوي چې له احادیثو سره د امام صیب مخالفت له تاریخي شواهدو سره هېڅ سمون نه لري. هغه د رسول الله ﷺ صحیح سنت قطعي حجت ګڼي؛ خو د روایتونو د منلو لپاره یې ځانګړي علمي معیارونه درلودل او هرهغه ځای کې چې څرګند نص نه وو، له قیاس او اجتهاد څخه یې ګټه اخیستې ده. له همدې امله، د هغه او ځینو محدثینو ترمنځ اختلاف د استنباط او ارزونې په منهج کې وو، نه د سنتو د حجیت په اصل کې.
د کتاب بله مهمه برخه د هغو روایتونو کره کول دي چې د حدیث، راویانو او تاریخ په سرچینو کې د امام ابوحنیفه په اړه نقل شوي دي. د سند اعتبار، د رجالو علمي مقام او د زمان د سیاسي او ټولنیزو شرایطو چاڼول، د دې کتاب بله ځانګړتیا ده. د همدې تحلیل پربنسټ، خواجه انصاري دې پایلې ته رسېږي چې ځینې تاریخي نیوکې د منلو وړ علمي بنسټ لري، خو ځینې نورې ښايي د علمي سیالیو او مذهبي منازعو په فضا کې رامنځته شوې وي او یا هم د وخت په تېرېدو سره په کې مبالغه او مذهبي لېوالتیا ورګډه شوی وي.
لیکوال دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا امام بخاري ته منسوبې نیوکې د امام ابوحنیفه علمي شخصیت ته متوجې وې؛ که د شرعي احکامو له استنباط سره یې تړاو درلود؟ ښايی عامه انګېرنه همدا وي چې د دغه اختلاف ډېره برخه فقهي او منهجي بڼه ولري او نه باید د دواړو سترو امامانو ترمنځ شخصي تقابل یا د یو بل د علمي مقام څخه انکار وګڼل شي. کتاب یوازې د روایتونو په راټولولو بسنه نه کوې، بلکې د متعارضو روایتونو په بهیر کې د مذهبي تعصب د اغېزو په اړه هم بحث کوي. ځکه هېڅ تاریخي روایت له علمي نقد څخه بې‌ نیازه نه دی؛ څېړونکی باید هر روایت په خپلواکه توګه د علمي معیارونو له مخې وارزوي او د بې پرېتوب لمن پرېنږدي.
زما په آند، د کتاب بنسټیز پیغام دا دی چې د اسلامي مذاهبو ترمنځ د نن ورځې زیاتره اختلافات د تاریخي برداشتونو او کله ناکله د متعارضو روایتونو پایله ده. له همدې امله، د تاریخ انتقادي بیا کتنه، اصلي سرچینو ته مستقیمه مراجعه او علمي بحثونه کولای شي د مذهبي سوء تفاهم په کمولو کې مهم رول ولوبوي. که څه هم په ټولیز ډول، کتاب د امام اعظم په اړه نسبتا د خواخوږئ ژبه کارولې، خو لیکوال هڅه کړې چې دغه دریځ د تاریخي تحلیل، د اسنادو د نقد او د سرچینو د علمي میتود پربنسټ ولاړ وساتي، نه د مذهبي تعصب په هندارې کې. پرته له کومې مبالغې، دا اثر د اسلامي فقهې د تاریخ د یوې برخلیک ټاکونکې مسئلې په بیا ارزونې کې یوه ارزښتمنه هڅه شمیرل کېدای شي.
ډاکټر انصاري زموږ د هېواد له وتلو لیکوالانو او شنونکو څخه شمېرل کېږي او ګڼ شمېر کتابونو یې له چاپخانو څخه کتابخانو ته ځانونه رسولي چې وروستنی یې همدا څېړنیز اثر دی. «جدال رأی و روایت» څلور فصلونه لري او په ۶۸۲ مخونو کې د روان کال په پېل کې چاپ او خپور شوی دی. دا کتاب د کلاسیکو اسلامي سرچینو د پراخې استفادې او د تخصصي موضوعاتو د تحلیلي څېړنې له امله، په ځانګړي ډول د اسلامي تاریخ، فقهې، حدیثو او اسلامي فکر د څېړونکو، د پوهنتون د استاذانو او محصلینو لپاره خورا ګټور او د مطالعې وړ دی. 
په پای کې، قدرمند دوست ښاغلي انصاري ته مبارکي وایم او د لا زیاتو ارزښتمنو علمي او څېړنیزو اثارو د پنځونو او څېړنو هیله کوم؛ ترڅو دا هڅې د نوې بېدارۍ، فکري ودې او ذهني بیارغونې په برخه کې اغېزمنې تمامې شي. زموږ مذهبي ټولنه د قومي، ژبني او سمتي تعصباتو له زیانونو څخه د ساتنې او مخنیوي په موخه د داسې اثارو تالیف او مطالعې ته سخته اړتیا لري، ترڅو د تاوتریخوالي پرځای د فکر او قلم دود پیاوړی شي.
یار زنده ، صحبت باقي
—--------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

نور محمد غفوری

ټولنې تل د بدلون او پرمختګ په حال کې دي. هېڅ ټولنه په یوه ټاکلي حالت کې د تل لپاره نه پاتې کېږي. اقتصادي شرایط، د تولید وسایل او د تولید طرز، د خلکو د ژوند اړتیاوې، علم او پوهه، کلتور، دودونه، سیاسي جوړښتونه او د انسانانو ترمنځ اړیکې په دوامداره توګه د ټولنیز تکامل د عیني قوانینو له مخې بدلېږي. له همدې امله، که موږ غواړو د یوې ټولنې د پرمختګ او بدلون په اړه جدي او علمي فکر وکړو، باید لومړی د ټولنیز تکامل عمومي او ځانګړي قوانین وپېژنو او د ټولنیز بدلون په بهیر کې یې په پام کې ونیسو.
د ټولنیز ژوند بدلون تصادفي او بې قاعدې بهیر نه دی. هره ټولنه د خپلو عیني شرایطو، د تولید د کچې، اقتصادي اړیکو، علمي او تخنیکي پرمختګ او د خلکو د اړتیاوو له مخې د پرمختګ ځانګړی مسیر وهي. البته، د ټولنو ترمنځ ژور توپیرونه شته او هره ټولنه خپلې تاریخي، جغرافیایي او فرهنګي ځانګړتیاوې لري؛ خو له دې توپیرونو سره سره، په ټولنیز تکامل کې ځینې عمومي اصول هم شته چې له هغو څخه سترګې پټول کولای شي د ټولنیز بدلون بهیر له ستونزو، ټکرونو او ناکامیو سره مخ کړي.
اقتصادي بنسټ او ټولنیز بدلون
د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ او بدلون په بحث کې د اقتصادي بنسټ، یا ټولنیزې زیربنا، مسئله ځانګړی اهمیت لري. انسانان د ژوند د دوام او اړتیاوو د پوره کولو لپاره تولید کوي، کار کوي او له یو بل سره د تولید، وېش، تبادلې او مصرف په بهیرونو کې اقتصادي اړیکې جوړوي. د تولید د وسایلو پرمختګ، د کار د ټولنیز وېش پراختیا، د تولید د کچې لوړوالی او په ټوله کې د اقتصادي اړیکو بدلون، په تدریج سره د ټولنیز ژوند پر نورو برخو هم اغېز کوي.
حکومت، حقوقي جوړښتونه، کلتور، دودونه، ټولنیز ارزښتونه او نورې روبنايي پدیدې له اقتصادي او ټولنیزو شرایطو څخه جلا نه دي. کله چې د ټولنې اقتصادي بنسټونه بدلېږي، د خلکو د ژوند اړتیاوې، اړیکې او ټولنیز مناسبات هم بدلېږي؛ له دې سره په تدریج د سیاسي، حقوقي، فرهنګي او نورو روبنايي جوړښتونو د بدلون اړتیا او زمینه هم رامنځته کېږي.
البته، د اقتصادي بنسټ او روبنا اړیکه یو اړخیزه او میخانیکي اړیکه نه ده. روبنايي پدیدې هم بېرته پر اقتصادي ژوند، ټولنیزو اړیکو او د بدلون پر بهیر اغېز کوي. خو د ټولنې د اوږدمهاله تحول په درک کې د اقتصادي بنسټ او د تولید د پراختیا اساسي رول له پامه نه شي غورځول کېدای.
له همدې امله، که زموږ هدف د ټولنې دوامدار او ژور بدلون وي، باید یوازې د روبنايي پدیدو پر ظاهري بڼه تمرکز ونه کړو. د اقتصادي بنسټ د پیاوړتیا، د تولید د زیاتوالي، د کار د فرصتونو د رامنځته کولو، د علم او تخنیک د ودې، د انساني پانګې د پیاوړتیا او د خلکو د اقتصادي ژوند د ښه کېدو لپاره باید بنسټیز او دوامدار کار وشي.
ولې تحمیلي او تاوتریخجن بدلون مطلوبه پایله نه لري؟
کله ناکله داسې تصور کېږي چې د ټولنې د ژر بدلون لپاره باید موجود سیاسي، فرهنګي او ټولنیز جوړښتونه په زور مات او پر ځای یې نوي جوړښتونه راوستل شي. د تاریخ په اوږدو کې داسې هڅې ډېرې شوې دي. خو ستونزه دا ده چې د ټولنې ژورې اړیکې او جوړښتونه یوازې په سیاسي فرمان، زور او یا ناڅاپي انقلاب سره په دوامدار ډول نه بدلېږي.
که د یوې ټولنې اقتصادي، علمي، فرهنګي او ټولنیز بنسټ د نوي جوړښت د منلو لپاره لازم شرایط ونه لري، یوازې په زور د ظاهري جوړښتونو بدلول کولای شي ټولنه له نوو او لا پېچلو ستونزو سره مخ کړي. کله چې د تحمیلي بدلون او د ټولنې د واقعي ظرفیت ترمنځ لوی واټن موجود وي، پایله یې کېدای شي بې ثباتي، مقاومت، تاوتریخوالی، اقتصادي وراني او د خلکو د ژوند خرابېدل وي.
جګړه او تاوتریخوالی په ځانګړې توګه د ټولنیز پرمختګ لپاره دروند قیمت لري. جګړه د تولید بنسټونه ویجاړوي، انساني او مالي منابع له منځه وړي، د خلکو ترمنځ بې باوري او وېش زیاتوي او د پرمختګ پر ځای د بقا مسئله تر ټولو مهمه ګرځوي. هغه ټولنه چې باید ښوونځي، روغتونونه، فابریکې، کرنیزې او صنعتي بنسټونه، پوهنتونونه او نورې زیربناوې جوړې کړي، د جګړې په شرایطو کې خپل امکانات د ورانۍ، دفاع او بقا لپاره مصرفوي.
له همدې امله، د ټولنیز بدلون هدف باید د خلکو د ژوند ښه کول، د ټولنې د تولیدي ځواک پیاوړتیا او د انساني ظرفیتونو پراخول وي؛ نه دا چې د بدلون په نوم د خلکو ژوند لا سخت، ناامنه او له جګړو سره مخ شي.
د تدریجي اصلاحاتو فلسفه
د دې پر ځای چې د ټولنې د بدلون لپاره تل د چټک او تحمیلي بدلون په لټه کې شو، باید د پرله‌پسې اصلاحاتو، دوامدار کار او د ټولنیز تکامل د تسلسل فرهنګ پیاوړی کړو.
تدریجي بدلون په دې معنا نه دی چې ټولنه باید له خپلو ستونزو سره روغه جوړه وکړي او د اصلاح هڅه ونه شي. برعکس، تدریجي اصلاحات دا معنا لري چې هره ستونزه باید د هغې له ریښو، شرایطو، امکاناتو او ټولنیزو پایلو سره په اړیکه کې وڅېړل شي. هغه اصلاحات باید عملي شي چې د ټولنې د واقعي ظرفیت له مخې د دوام امکان ولري، د خلکو د اقناع او ملاتړ زمینه ورته برابره وي او د راتلونکو اصلاحاتو لپاره لا پیاوړی بنسټ جوړ کړي.
په دې لاره کې هر پرمختګ ارزښت لري: د زده‌کړې د کچې لوړول، د تولید پراخول، د کرنې او صنعت عصري کول، د کاري فرصتونو زیاتول، د قانون حاکمیت پیاوړی کول، د ادارو اصلاح، د خلکو د پوهاوي لوړول، د ښځو او نارینه وو د اقتصادي او ټولنیز مشارکت پراخول، د علم او تخنیک وده او د انساني ظرفیتونو پیاوړتیا. دا ټول هغه عناصر دي چې په ګډه د ټولنې د دوامدار بدلون بنسټ جوړوي.
د پر له پسې اصلاحاتو موخه باید دا وي چې هره نوې مرحله د تېرې مرحلې پر لاسته راوړنو ولاړه وي، نه دا چې هر ځل ټولنیز بهیر له صفر څخه پیل شي.
د بدلون لپاره حوصله او تسلسل
ټولنیز پرمختګ یوه اوږده او پېچلې پروسه ده چې زغم، حوصله او دوام غواړي. ځینې بدلونونه په څو کلونو کې څرګندېږي، خو ځینې نور نسلونه وخت غواړي. که موږ د هرې ستونزې د فوري او انقلابي حل له لارې د پای ته رسولو هڅه وکړو، ښايي د ټولنیز تکامل له عیني بهیر او واقعي شرایطو سره په ټکر کې شو.
ټولنیز پرمختګ باید د یوې اوږدې تاریخي پروسې په توګه وکتل شي. یو نسل بنسټ ږدي، بل نسل هغه پیاوړی کوي او راتلونکی نسل یې لا بشپړوي. په دې معنا، د ټولنې اصلاح باید د یوه نسل شخصي پروژه نه، بلکې د نسلونو پرله‌پسې او ګډ عمل وي.
موږ باید هڅه وکړو چې د ټولنیز تکامل او بدلون د عیني بهیر تسلسل ونه شلېږي او جګړې، تاوتریخوالی، سیاسي بې‌ثباتي او ورانوونکي ټکرونه د ټولنې د پرمختګ مخه ونه نیسي. د یوه سالم بدلون لپاره یوازې د بدلون غوښتنه کافي نه ده؛ د بدلون د دوام لپاره مناسب شرایط، بنسټونه او ټولنیز توافق هم اړین دي.
د دې لیدلوري له مخې، د ټولنې د بدلون لپاره تر ټولو مهمه پوښتنه دا نه ده چې: «څنګه کولای شو هر څه په یوه شپه کې بدل کړو؟» بلکې دا ده چې: «څنګه داسې بنسټونه جوړ کړو چې ټولنه هر کال د تېر کال په پرتله لږه ښه شي او راتلونکی نسل له اوسني نسل څخه په ښه وضعیت کې ژوند وکړي؟»
د ټولنې بدلون؛ له خلکو سره، نه د خلکو پر وړاندې
د ټولنیز بدلون په هره پروسه کې د خلکو رول بنسټیز دی. هېڅ دوامدار بدلون له خلکو، د هغوی له اړتیاوو، تجربو، پوهې او رضایت څخه په جلا توګه نه شي رامنځته کېدای. هغه بدلون چې پر خلکو تحمیل شي، ښايي په لنډ مهال کې ځینې ظاهري پایلې ولري؛ خو که له ټولنیز واقعیت، د خلکو له اړتیاوو او د هغوی له مشارکت سره همغږی نه وي، د دوام له ستونزې سره مخ کېږي.
له همدې امله، د اصلاحاتو او بدلون لپاره باید د خلکو د پوهاوي، اقناع او مشارکت زمینه پراخه شي. ټولنیز بدلون هغه وخت ژور او دوامدار کېږي چې خلک یې یوازې نندارچیان نه، بلکې فعال ګډونوال وي.
پایله
د ټولنې هر اړخیز او دوامدار پرمختګ هغه وخت شونی دی چې د ټولنیز تکامل عیني شرایط او قوانین په پام کې ونیول شي. اقتصادي بنسټونه، د تولید وده، علم او تخنیک، د خلکو د ژوند ښه والی او د ټولنیزو اړیکو تحول د دې بهیر مهم عناصر دي. د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو له بدلون سره، د حکومت، قانون، کلتور، دودونو او نورو روبنايي پدیدو د بدلون اړتیا او زمینه هم په تدریج سره رامنځته کېږي.
له همدې امله، د ټولنې د اصلاح لپاره باید د زور، جګړې، بهرنۍ مداخلې او ویجاړونکو ټکرونو پر ځای د علم، تولید، تعلیم، اقتصادي ودې، ادارې اصلاح، د قانون حاکمیت، د خلکو مشارکت او تدریجي بدلون پر لاره ټینګار وشي.
دا په دې معنا نه ده چې هر بدلون باید ورو وي او یا هر موجود وضعیت باید ومنل شي. اصلي خبره دا ده چې اصلاح باید د ټولنې له واقعي شرایطو سره متناسبه، د خلکو په مشارکت ولاړه او د دوام وړ وي.  ژور بدلون هغه وخت ارزښت لري چې د انسانانو ژوند ښه کړي، د ټولنې د تولیدي او انساني ظرفیتونو د پراختیا سبب شي او د راتلونکو پرمختګونو لپاره لا پیاوړی بنسټ کېږدي.
په پای کې، اصلي خبره دا ده: ټولنیز بدلون باید له ټولنې سره یو ځای، د ټولنې د عیني اړتیاوو او امکاناتو پر بنسټ، او نه د ټولنې پر وړاندې ترسره شي.
که موږ د اصلاحاتو لپاره حوصله، د پرمختګ لپاره تسلسل، د واقعي شرایطو د درک لپاره علمي لید او د خلکو د مشارکت لپاره پراخه زمینه ولرو، نو ټولنه کولای شي په تدریج سره له یوه حالت څخه بل، له کمزورۍ څخه ځواکمنتیا او له وروسته پاتې والي څخه پرمختګ ته حرکت وکړي.
دا ښايي د یوه ناڅاپي او تحمیلي بدلون په پرتله ورو لاره وي؛ خو د دوامدار، انساني، باثباته او واقعي پرمختګ لپاره تر ټولو باوري پانګه همدا تسلسل، اصلاح او تدریجي تکامل دی.
 نور محمد غفوري
27.08.2026


سید عبید الله نادر

                           
جهان د معرفت کهکشانونو ته لار پرانیزي او ورځ تر بله حیرت انګیزه کشفیات کوی.هغوي چې د علم او فن عاشقان او طرفداران دي د دي کشفیاتو پایلي او نتیجي په ډیر شوق سره تعقیبوي.                                      

مصنوعی بیړۍ په ستورو کښي خپل ورکړل شوي ماموریتونه تر سره کوی جهان د معرفت په ډیر بیړه د علم او معرفت نهایی هدف خواته روان دی.بشر یې هم دي ته هڅولي دي چې نور هم پسي وړاندی لاړ شي .او د عالم  هستي پر اسرارو ځانونه خبر کړي .نو د علم او پوهی خاوندان ټول د مصنوعی سپوږمۍ د علمی کشف او نتایجو او پایلو ته ناست وي او له نوي کشفیاتو او څیړنو نه ځانونه خبروي .د بیدارۍ وخت دی ښايي په دي ډګر کښي ټول د علم او فن دنیا سره یو ځای شو .او د وحد ت لاسونه ورکړو او د دي شي د تحقق له پاره باید زده کړه وکړو. تر څو د علم او فن دنیا سره سیالان شو،په دي لار کې باید خپل هوش او فکرونه په کار واچوو ننۍ نړۍ په کهکشانونو کښي د بشر د راتلونکي له پاره د نوی دنیا ګانو څیړنې کوي او د بشر د راتلونکي ژوند او د ژوند د دوام له پاره په ستورو کښي د ژوند امکانات لټوي .مونږ ته هم څه په کار دي چې د راتلونکو له پاره یو څه خدمت وکړو.زمونږ زړونه د جهل، نادانۍ حسادت او تکبر په لومه کښي بند دي . دومره یې له علم او معرفته لیري کړي یو چې له ځانه هم خبر نه یو. یواځي دوي یاني غرب دنیا په دي اخرو څلور کالو کښي د دوي څیړنې دومره په زړه پوري دي چې حد نه لري ،چې ټول د علم او فن مینه وال یې په حیرت کښی پری ایښي او ډیر په زړه پوري دي .نړۍ په ډیر یو سر سام آور تګ سره د علم او معرفت خواته په حرکت کښي دی او مخ په وړاندی ځي. څلور کاله د مخه د بشر د لا زیاتو معلو ماتو له پاره د کهکشانونو په هکله یو حیرت انګیزه او پرمختللی او غښتلی تلسکوپ د جیمز وب په نامه فضا ته ولیږدول شو .چې د ځمکي نه لیري د ۲۴۰ ملیونه کیلومتره په اندازه یو داسی ځای کښی چې د ستورو د جاذبی د قدرت څخه په امان کښي وي ودرول شو. چې په دي باندی د لس ملیاده ډالرو څخه زیات مصرف ولګید چې د ۲۰۲۱ کال کښي دا د نړۍ په سطحه لوی مصرف وو .او دا ډیر په غټه پیمانه پیسي دي او یو حیرانوکی مصرف دی چې په دي تلسکوپ باندی وشو. چې د ۲۰۲۱ کال نه تر اوسه چې د نړۍ دا حیرانونکی تلسکوپ فضا ته لیږل شوی.حیرت انګیزه څیړنې یې کړي په همدغه زمان او عصر کښی د همدي عظیم بدلون اوتحول په وخت او زمان کښي ډیره د شرم خبر ده چې زمونږ د انجونو مکتبونه د طالبانو له خوا په افغانستان کښي بند شوي او انجونې د تعلیم او زده کړې څخه محروم شوي په انجونو باندی لوړ تعلیمات ، د بیان آزادی،د تګ او راتګ آزادی دا ټوله بند شوي د بشر د دومر عظیم تحول او پرمختګ سره مونږ هم یو عظیم په شاه تګ وکړ.


دودیال


( د ارواښاد دوفات د دوه شپېتم کال په مناسبت)

لنډه پیژندنه
له نن څخه ۶۲کاله مخکې محمد ګل خان مومند کابل کې وفات شو. نوموړی د محمد خورشید خان زوی،د مومن خان لمسی په ۱۳۰۳ هجري قمري کال د کابل د اندرابیو په کوڅه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړه یې په خصوصي ډول تر سره او په ۱۳۲۷ ل. کې  په حربي ښوونځي کې شامل شو.  پنځه کاله  یې عسکري تعلیم سرته ورساوه او د اردلیانو په غونډ کې د قومندان په صفت وټاکل شو. په دغه وخت یې هم شاهي ټولګي ته درس ورکاوه او هم یې د حربي ښوونځي د ښوونکي په توګه دنده لرله. د دغه خدمت په نتیجه کي د سپه سالار صالح محمد خان د یاور په توګه وټاکل شو او بیا د شاهي ګارډ قومندان شو، یو څه وخت یې په ترکیه کې د افغاني سفارت د نظامي آتشې په توګه کار کړې دی.مومند څه موده د(مجموعه عسکري)د مجلې مسئول مدیر و چي د حرب د وزارت له خوا خپرېدله . محمد ګل خان مومند دسیاستوال، یو فعال وزیر ، ادیب او لیکوال، ولسي مشر او د  ملی نامتو څیرې په توګه پېژندل کیږي. 
د محمدګل خان مومند د رسمی اجرااءتو ارزونه:
ملتونه د خپل تاریخ په اوږدو کې د سیاستوالو او نورو اغیزمنو کرکترونو او نامتو څېرو کړنې د خپلو ملي ارزښتونو او د هغه مهال له شرایطو سره سمې او د نړویوال حالت له مخې ارزوي. وزیر محمد ګل خان د افغانستان ډېرو نازکو حالاتو کې لویو مسئولیتونو سره مخ شو.
د اتلسمې پیړۍ پای او د شلمې پیړۍ پیل د افغانستان لپاره ډېره حساس وخت و.  ختیځ کې د خپلواکۍ غوښتنو جذبه پیاوړې او د ملی حاکمیت لرلو تفکر پیاوړی شوی و. د دغو کلونو شاخص ټکي؛ د امیر شیرعلیخان د صنعتی کولو ریفورم، د شاه زمان خپلواکي پالونکی فکر، دسید جمال الدین افغان اصلاحی پروګرام، افغانستان کې د مطبوعاتو د لومړني ستوري ځلېدل، د مشروطیت غورځنګ، په هېواد کې لومړنی مکتب جوړېدل وو. د نړۍ په کچه لومړۍ نړیواله جګړه پای ته رسېدلې وه پرله پسې نوي بدلونونه روان وو. ۱۹۱۹م.کال کې د امان الله خان په درایت او لارښوونه د افغانستان له داخلي او بهرنيو چارو د انګریز لاس لنډ او  سیاسي استقلال څخه وروسته ګړندي مترقي ګامونه اوچت شول. اقتصادی او فکري استقلال ته رسېدل یوه آرمانی خبره وه، چې پاچا دغې موخې ته د رسېدو لپاره ګړندي ګامونه اوچتول.  له بده مرغه د زوړ استعمار په پټ لمسون دغه ریفورمونه وځپل شول. افغانستان یوه  نهه میاشتنۍ تیاره دوره تېره کړه، خو بېرته د ثبات په لاره شم شو. په دغو ټولو کلونو کې زړورو افغانانو خپل رشادت ثابت کړ.
د دغې دورې په سیاسي او اداري چارواکو کې یو وزیرمحمد ګل مومند و. هغه تر ډېره یو نظامي رسمي چارواکی و، ترهرڅه مخکې هغه ته د شرایطو د غوښتنې له مخې د نظام مستحکم کول او سراسري امن مهم و. د نظامي او ملکي دندو په ترڅ کې په ۱۳۰۳ هجري شمسي کې د پکتیا  عسکري قومندان او اعلی حاکم  او بیا د مزار شریف د ملکي پلټني رئیس و. پر کابل د حبیب الله کلکانی د حاکم کېدو په وخت کي یې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بیا یې په پکتیا کې له سردار محمد نادرشاه سره ملا وتړله . دا ځکه هغه وخت د امانی نهضت او وطنپاله مترقی ریفورمونو په پرتله دسقوی ناقص حکومت تدابیر او برنامه ډېره وروسته پاتې او د وطن د ځوان نسل په زیان وه.  له سقوی دورې څخه د افغانستان له خلاصون  وروسته محمد ګل خان د سردار محمد هاشم خان په کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو، بیا ورپسې په ننګرهار او بیا  پروان کې د تنظیمه رئیس په توګه مقرر شو.په دغو ولایتو کې یې چې پوره کراري راوستله نو بیا په ۱۳۱۱ شمسي کال کې د کندهار او فراه د ولایتونو د تنظیم لپاره ولېږل شو. 
په شمال او شمال غرب سرحداتو کې د هغه وخت نظامی او دفاعي رجالو ته یوه ډېره ترخه تجربه پاتې وه؛ هغه  د جنرال غوث الدین خان دوره وه، چې د وطن د یوه صادق سرباز په توګه یې د پنجده په ساتنه کې رول ولوباو. 
غوث الدین خان ته څه ورپېښ شوي وو؟
دغه پېښه د ارواښاد غبار څو لیکنو او له هغې جملې د( افغانستان در مسیر تاریخ) کتاب کی په تفصیل راغلی ده: غوث الدین خان د لوګر او په قوم (اورمړ) و، په ۱۸۸۵ل. وضعیت داسې پېښ شو چې هرات ته نږدې، د روسیې او ایران ترمنځ  باید کرښه په ښکاره نښو ښودل شوې وای. دا وخت انګریزان ایران کې وو. د  روسيې له لورې (الیخانوف) او د انګریز له خوا ډګروال ریجوی د پولو ټاکلو ته ګومارل شوی وو. دغو ورځو کې امیرعبدالرحمن خان هندد ته په سفر وتلی و، ډېره حساسه موقع وه. انګریزانو(ریجوی) د کرښې کښلو کې تیری کاو او غوث الدین خان یې د روسی هیئت په وړاندې تحریک کړ، چې د اقتیپې سیمه کې د افغانستان یوه اندازه زمکه تر تیری لاندې راغله. غوث الدین خان په عالی مهارت سره دوی سره لومړی دیپلوماتیک چلند  او کله چې جګړې ته مجبور شو، په مېړانه یې دفاع وکړه. انګریز نه یواځې روسی سرحدی ځواکونو سره د خبرو پر مهال، بلکې د جګړې په ترڅ کې هم له دوکې او دوه مخۍ کار واخیست، جنرال غوث الدین خان یې یو بد موقعیت کی راوست. افغانی پوله ساتو سره وسله کمه او سپاهیان یې هم لږ و. انګریز غوث الدین خان سره وعده وکړه چې روسانو سره جنګ شروع کړي، وسله به دوی ورکړي، خو کله چې جګړه ونښته غوث الدین خان په میړانه وجنګېد، وسله او کارتوس یې خلاص شول، له انګریز څخه یې د وسلې مرسته وغوښته، خو هغوی مرسته ونه کړه. غوث الدین خان په تش لاس تراخره د کرښې او د آقتیپې دفاع وکړه، سرتیری یې شهیدان شول، خو په شا نشو. بالامرغاب کې یې هم د دواړو دښمنانو په وړاندې میړانه څرګنده کړې وه. کله چې امیر له هند څخه راستون شو او د پېښې بشپړ راپور یې واورېد، د غوث الدین خان د دغی میړانې په بدل کې یې ورته د جنرالی رتبه منظور کړه. نوموړې هغه وروستی سرتیری و چې د هېواد د شمال او شمال غرب پوله لوېشت په لوېشت ورته معلومه وه. داسې ویل کیږی چې، ایران هم په ډېرو سیمو کی د هغه وخت نښې له منځه وړي دي. ایرانیانو آن هغه د ریجوی له اصلی کرښې هم نیری کړی دی. د غوث الدین خان وروستۍ خبره دا وه: تا که من زنده ام احدی از اجنبی به این زمین پاک قدم نخواهد گذاشت، ولی اګر زنده نبودم ...
د غوث الدین خان دغه درس افغانستان ته یو عبرت و، نو ځکه یې د شمال پولو ته کلک پام کاو. کله چې محمدګل مومند دغو ولایتو کی موظف و نو د پنجده پېښو او د ایران، انګلیس او روسیې مکر او فریب دی اړ کړ، چې د هېواد د پولو د ساتنې لپاره د حفظ ماتقدم تدابیر ولري، لکه مارچیچلی چې له پړي هم وېره ولري.
 هرهېواد کې؛ په تېره بیا هغه ټولنه چې نوې له هرج - مرج وتلي وي، دسپلین او امنیت راوستل لومړیتوب دی. محمد ګل خان همدغې موخې ته وفادار پاتې شو. په ۱۳۱۳ل. کې یې د قطغن، بدخشان، مزارشریف او میمنې ولایتونو د تنظیمه رئیس په توګه د دغو ولایتونو چارې سمبال کړې. هغه وخت دغه سیمې د اقتصاد، تعلیم او مواصلاتو له پلوه ډېرې وروسته پاتې وې، خو تنظیمیه رئیس هر ځای کې خپله اسلامي او رسمي دنده په پوره ایماندارۍ سرته ورسوله او د خپلو ښو خدمتونو په خاطر یې د(لمراعلی)لوړ نښان واخیست. کوم وخت چي په کندهار کې تنظیمه رئیس و، نو هلته یې په ۱۳۱۱ل. کال یو ادبی انجمن جوړ کړ چي بیا همدغه انجمن کابل ته راوغوښتل شو او د کابل له ادبي انجمن سره یو ځای او بالاخره په ۱۳۱۶ ل. کي د افغانستان د اوسنۍ دعلومو اکاډمی لپاره یو بنسټ شو. په کندهار کې یې ډېر ځلمیان وروزل او د وطن د خدمت میدان ته را ووتل. د کندهار طلوع افغان هم د ده په امر فعال شو او د محمديه مدرسه یې تاسيس کړه، د ښوونځيو ودانول یې بشپړ، د ځوانو ليكوالو روزنه یې وکړه ، د ميرويس نيكه د مزار ودانۍ یې جوړه او د سړكونو او لارو سیستم یې عصري کړ. ورپسې په ۱۳۱۹ کي د دولت د وزیر په توګه مقرر شو. تر ۱۳۲۷ل. پورې د هېواد دشمال ولایتو اوپه تېره سمنگان كې اوسېده، له دغو ولایتونو او د هغو له آبادي او ثبات سره یې ډېره مینه وه. بيا په دغه كال د غازي شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى او پاتې عمر يې په كابل، ننگرهار او د كونړ په نرنگ کې تېر کړل.  وزیرمحمد ګل مومند په ۱۳۳۴ل. كال د یو مجرب سپینږیري په توګه د لويى جرگې د رييس په توگه غوره شو او خپله ملي دنده يې په ښه ډول ترسره كړه. دا زموږ په تاریخ کې یوه نیکنامه لویه جرګه وه. همدا وخت د افغانستان د عصری کولو پینځه کلن لومړني علمی اقتصادی اجتماعی پلانونه جوړول پیل شول او لومړنی پلان په ۱۳۳۵ل. کال تر اجرا لاندی راغی چې دا اوسني ټول زیربنایي تاسیسات د هماغه وخت دي. تر ټولو مهمه دا چې دا وخت د معارف یوه ځلانده دوره پیل شوه. د دې رڼې او له ستونزو ډکې دورې نور نومونه؛ عبدالمجید زابلی، عبدالهادی داوی، م.غ.م. غبار او د ویښ زلمیانو دغورځنګ نامتو څېرې وې. دا وخت د هغه وخت د شرایطو مطابق متخصص تکنوکراتان لکه ملک عبدالرحیم زی او نور د کار په ډګر کې وځلېدل د وخت د صدراعظم محمد داوود خان تر لارښوونې لاندې پینځه کلن اقتصادی پلانونه پیل شول.  دا ټول دهغه انضباط او ثبات پایله وه چې په ډېرو خواریو ترلاسه او د اقتصادی پرمختیا د ګامونو د اوچتېدو امکان برابر شو. افغانستان د درې ګونو قواوو په تفکیک د یوه ډېر ښه اساسي قانون خاوند شو.
په دې توګه د اقتصادی برنامو د تطبیق لپاره د دسپلین د حاکمولو په لړ کې زغرد ګامونه اوچتول په کار و. ډېر ژر په کندز کې د پُنبې کښت او زراعت ته دزمکو چمتو کول پیل شول، مالداری او لاسی صنعت وده وکړه، شرکتونه تاسیس او د (لندنی) په نوم یوې سوداګرې کورنۍ  تجارت ته رونق ورکړ، د شیرخان او عبدالمجید زابلی اقتصادی ریفورمونه همدا وخت عملی شول.  د محمد ګل خان مومند رول د هېواد د ترقی، استحکام او د وخت له غوښتنو سره سم د ملی- دولت او منضبط نظام د راوستلو او د خاوری د تمامیت د ډاډمنتیا برخه کې په پوره صداقت و. د مسلک او د هغه وخت د شرایطو له اقتضا سره سم؛ د ده په وجود كي عسكريت، سياسي پوهه، ملی احساس او ادب ټول را يو ځاى شوي وو، دعمل سړی او د سختیو زغمونکی، د انضباط لرونکی، قاطع او ترلاس لاندې کسانو څخه یې کار غوښت، لټي یې نه خوښېده، نه یې غوښتل هیڅ افغان د نورو د اوږو بار یا نورو ته سترګې او تمه ولري، همتناک خلک یې خوښ وو. 
دغو اوصافو نوموړی ظاهراً د یوه کلک دریځي آمر(اوتوکرات) په توګه وښود، خو دا دهغه وخت دشرایطو حکم و.   خپل ژوند یې هم ډېر فعال او ستومانه و او فکر یې داو چې د د پيسو پر ځاى كيسې وګټې. دنه ستومانه کیدونکي کار ترڅنګ، اغییزمن خطيب او ويناوال هم و، په ويناوو كي يې پوره فصاحت و،  ښه لیکوال و چې نثر یې هم د مانا او هم د عبارت له مخې خورا ځواكمن نثر دى، دا اوس هم د ده نثر د ځوانانو لپاره د بیلګې حیثیت لري. خبرو او وینا کې یې زيات جرئت او ځواكمن منطق و. هر مهال او هر ځاى به يې له اخلاقي زړورتيا څخه كار اخيست، او هيڅكله يې له رښتيا وينا څخه ډډه نه کوله. که به یو حقیقت څومره تریخ هم و، ده یې له ویلو مخ نه اړاو. 
د ده رول د وخت او شرایطو د حکم له مخې  په نظم او استحکام کې مهم ثابت شو. پرته له دې بله لار نه وه. هغه د خپل رسمي ماموریت په پای کې نه ارګاه وبارګاه، نه سره او سپین، نه کلاوی او باغونه او نه هم جایدادونه لرل. هغه د وخت او شرایطو سره سم، خپل رول بریالی ترسره کړ. د خپل ستومانه ژوند وروستي کلونه یې یوه عادي کورکې په عزت سره تېر کړل. ارواښاد د ۱۳۴۳ شمسي کال د زمري د میاشتې پر ۲۷مه نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجو د اتیا کالو په عمر د کابل ښار د بریکوټ په سیمه کې یوه کرایي کور کې د اتیا کالو په عمر وفات شو.

د ارواښاد محمد ګل مومند فاتحه د پوهني د وزارت له خوا د اسد پر ۲۸مه نېټه دشېرپور په لوی جومات کې واخیستله شوه.د ده د فاتحې مراسمو ته د ظاهرشاه په ګډون ډېر لوړ پوړي چارواکي راغلي وو.محمد ګل خان مومند نارینه اولاد نه درلود یوازي یوه لور یې درلوده چي په خپل ژوندون یې د ننګرهار د صالح محمد خان زوی ته واده کړې وه. ارواښاد مومند پر سیاسي او عسکري خدمتونو سربېره په علمي او ادبي برخو کي هم پاخه ګامونه اخیستي وو. د تقاعد پر مهال یې یو قاموس ترتیب کړ چې د لیکلو لپاره یې د ډېرو کلونو په ترڅ کې د لغاتو په را غونډولو لاس پوري کړی و، خو د کتاب په شکل په ۱۳۱۶ شمسي کال کي د کابل په عمومي مطبعه کي چاپ شو. اوس یې اته ناچاپه کتابونه سته چې کېدای شي نشر شي. 
لکه چې مخکې وویل شول، ارواښاد مومند په داسې وخت کې ژوند کاو چې د ملی نهضتونو دوران او نړۍ کې دملتپالنې د روحیې دوران و، نو ځکه ده خپل یو کتاب کې داسې لیکلي و: "هر څه چي دي، د ملت سعادت، سلامتيا، عافيت، راحت، عزت، ملي شتوالى، سره ژوندون، په عزت سره مړينه او له نړۍ څخه په ښه نامه تگ دا ټول د ملي يووالي، ملته پورې او ملت او يووالي د ملي فکر پورې اړه لري، كه ملي فکر خلل مينده كړ، دغه ټول خلل مينده كوي او كه محو شو، نو ټول محو كيږي او د دغه ملت نوم او نښه د نړۍ له مخ څخه وركيږي".  د ارواښاد دا فکر نه تعصب و، نه قوم پرستي، بلکې د ده د دوران  د هغه ملتپاله تفکرانعکاس و، چې هغه وخت دا ډول فکر له اروپا تر مصر او هند پورې مسلط، معقول او مقبول طرز تفکر و. 


د پروفیسور مایکل سیمپل لیکنه

د ‌ذ. آسمایی ژباړه
    

څلورمه او وروستۍ برخه

۶ - د هزاره ګانو په شا تمبولو شواهد
داسی شواهد شته چې د هزاره ګانو پرمختګ د نورو قومی ډلو په منځ کې یو ډول نارضایتې راپارولې ده. هغه نوی قومي نظم چې هزاره ګانو پکې واک او امتیازاتو ونډه ترلاسه کړیده ، په نړیواله کچه د طبیعې یا دایمي په توګه د منولو وړ نده. په مستقیمه توګه د فشار راوړلو مثالونه تراوسه پورې نسبتا لږ او د هزارګانو د دریز د ګواښلو لپاره کافی ندي. خو د ملي سیاست قطبي کول او د پښتنو د شکایتونو کیسې اوریدل ، دا په ګوته کوي چې د هزاره ګانو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي.
د شیعه ګانو د سخت دریزې ټولنې پر وړاندې د غبرګون تر ټولو سخته بیلګه هاغه وه چې د کال ۲۰۱۱ د محرم په مراسمو کې د ځو بمي بریدونو په بڼه راغله. د طالبانو غورځنګ په چټکۍ سره د بریدونو غندنه وکړه او داسی ښکاریده چې دا کومې افراطي ډلې کار وي. د محرم په هکله د هزاره ګانو ډیر څرګند چلند د غیر شیعه ګانو لخوا شکایتونه رامنځنه کړل چې دوی فکر کوي هزاره ګان په کابل کې د ځواک په توګه د ښودلو لپاره له دغو مراسمو څخه ګټه پورته کوي. یولړ شکایت کوونکو په دغو مراسمو کې د ایران سپانسر رول په هکله تاکید کاوه چې له یوی بلې خبرې سره هم مطابقت کوي. کله چې هزاره ګان هرات ته مهاجر شول ، په چټکۍ سره داسې اوازی ګډې وې چې ایرانی اجنټان هزاره ګانو ته د څمکې پیرودلو تمویل له لیارې په سیمه کې ستراتیژیک شتون رامینځته کوي. دا اوازې او وړاندیزونه ځکه د منلو وړ نه وو ، چې ګواکې د ایران حکومت راستنیدونکو ته سخاوتمندانه مرستې کوی ، مګر دا خبره د کډوالو راستنیدونکو سره د سخت چلند راپورونو سره مستقیم توپیر لري. داسې مالومیده چې د هزاره ضد دا آوازې په ښار کې د یو ډول قومی سیالیو سره تړاو درلود.
داسې شواهد هم شته چې هزاره ګانو د نورو ډلو په پرتله د سیاسي غنیمتونو ترلاسه کول ، کوم چې دوی یې په لټه کې وو ، ډیر ستوځمن موندلي. پارلیمان باید د ولسمشر لخوا غوره شویو وزیرانو ته د تایید رایه ورکړي ، ځکه چې په دې پروسه که د قدرت معامله وه. په لومړي سر کې د قومی قدرت دلالانو به له ولسمشر سره د خپلو نوماندو د وزیر په توګه د وړاندیز لپاره خپله معامله سرته رسوله ، خو ورسته به نوماندان باید پارلیمان ته مخامخ شي او اکثریت ترلاسه کړي. کله چې رییس جمهور کرزی په کال ۲۰۰۹ انتخاباتو وروسته کې خپله کابینه وړاندې کړه ، هزاره دلالانو ته ناممکنه شوه چې د پارلیمان له لیاری خپل نوماند تثبیت کړی. د اییتلاف معامله چې په بریالیتوب سره یې د نورو ډلو نوماندان وټاکل ، ظاهرا هغه وخت مات شو چې د هزاره ګانو وار راورسید. د هغه اوږد مهاله سیاسی بحران په زړه کې چې د ۲۰۱۰ کال د پارلیمانی ټاکنو وروسته را منځته شو ، د غزنې په ګډ ولایت کې د هزاره ګانو د بریا پر وړاندې د پښتنو پاڅون وو. ولسمشر کرزی لومړی دریځ چې د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو لپاره د قضایې اقداماتو ملاتړ ، له دې مفکورې څخه الهام اخیستۍ وه چې هغه ټاکنې چې هزاره ګانو ته د غزني د کنټرول ورکوي ، حتی که په قانوني توګه هم د اعتبار پایله ولړي ، بیا هم د پښتنو د حقدارۍ احساس به زیانمن کړي. دې شخړې له اجرایوي واک او ټاکنیزی دیموکراسۍ د کارکوونکو تر منځ د پام وړ توپیر را منځته کړ. په کوچنۍ کچه ، د اروزګان څخه مخکښ هزاره نوماند ، له پراخو شواهدو سره ادعا وکړه چې د ټاکنو چارواکو په خپل سر ده هغه رایې لغوه کړې ، ځکه چې هغوی له دې احتمال سره مخ وو چې د هزاره ټولنې لوړ ګډون کولای شي په دې پښتون اکثریت ولایت کې څوکۍ وګټي.
د مخالف وسله والو کمپاین د هزاره ګانو ضد هر هغه احساساتو لپاره چې د ټولنې د ودې له امله راپاریدلي دي ، یوه څرګنده لیاره برابروی. په دې لړ کې ، کله نا کله د سخت تاوتریخوالي پیښي شوي چې پکې هزاره ګانو داسې شکایت کړی چې دوی په ځانګري ډول په نښه شوي دي. ترټولو زیات زیان منونکي هغه هزاره ګان دي چې د پښتنو سیمو په شاوخوا کې او یا د قومي لومړۍ کرښې په اوږدو کې ، چیرې چې طالبان فعال دي ، ژوند کوی. ډیري یې هغه اعدامونه دي ، کوم چې طالبانو په لویو لیارو کې چې هزاره ګانو پرې تګ راتګ کاوه ، دوی یې په نښه کول. د یوې بیلګې په توګه په ۲۰۱۱ کال کې د بامیانو ولایتي شورا د هزاره غړی تښتول او وژنه ده ، چې د کابل او بامیان تر منځ په لیاره کې یې له پروان ولایت څخه سفر کاوو. په ورته ډول ، د ترانزیت لویې لیاره او هزارجات تر منځ د قره باغ ولسوالۍ ته تلونکي هزاره مسافر هم وخت په وخت تر بریدونو لاندي راغلي دي. د تاوتریخوالي نمونې د تیرو دورو یادونه کوي چې پکې هزاره جات ددې لارو په اوږدو کې محاصره شوی وو.
په عین حال کې ، د یاغیانو پروپاګندې او تبلیغ کوونکو داسی کیسه جوړه کړې چې د کابل رسمی دریز ته انعکاس ورکوي او هغه دا چې قومي مسایل غندی او پرځای یې ملی دریز غوره کوي. د موادو لویه برخه په پښتو ژبه ده او کلتوري مسایلو ګټه اخلي ، کوم چې پښتنو ته معنی لری. خو دوی پشتانه د بهرنیو پوځونو او فاسد حکومت پر وراندی ، پرته له دې چې کوم ځانګړی قومي دښمن په ګوته کړی ، راټولوی. په ګرافیک اسنادو کې له رژیم سره تړلي ټولو پخوانیو مجاهیدینو مشرانو ته پکې اشاره کوي ، چې په قصدي ډول د ټولو قومي ډلو مشران پکې شامل دي. شواهد ښیي چې د طالبانو د هزاره ضد احساساتو ډیرې کیسې دی ، چې د هزاره ګانو له راپورته کیدو څخه رضایت نلری او ژمنه کوي چې ژر تر ژره به یې له منځه یوسي.
کابل میشتو څارونکو یادونه کړې چې د ۲۰۰۹ کال شاوخوا وروسته سیاسي بحثونه او ورته اعمال د قومي قطبي کیدو له لیاری تیر شوي وه او په ټولو څلورو لویو قومي ډلو په ډله ایز شعور سره سیاسی مشران چمتو وه چې قومي شکایتونه بیان کړي. خو داسې کوم شۍ نشته چې د قصبي کیدو عوامل په اسانۍ سره مشخص کړي ، خو د قومي سیاست د بیا را ژوندي کیدو تمایل په عامه خبرو اترو کې د قومی پلوه تورنو مسالو د ننوتلو په لیاری په اسانۍ سره څرګند شوی دی. د ژبې مساله له اوږدې مودې راپدیخوا د قومي تاوتریخوالي په لیاره کې یوه وسیله وه. د خبرو په وخت کې د هزاره ګانو پلویان داسې ادعا کوي چې پښتانه شیوونستان د ولسمشرۍ مانۍ څخه په ګټې اخیستو سره غواړی د افغانستان د څوکلتوری هویت د له منځه وړلو په لیاره کې خپل ماموریت تعقیب کړي او د پښتو ژبه او کلتور د نورو په پرتله مخکې کړي ، نو ځکه چې ډیر وخت قومي شکایتونه یو بل ته ورته دی. هزاره ګان او تر یوې اندازې پوری اوزبیکان و تاجیکانو شکایت دادی چې اجراییه قوه د پښتنو شوونستانو په لاس کې ده ، چې د هیواد ثبات له خطر سره مواجه کوي او د نورو ډلو په پرتله ، د پښتنو ګټو ته وده ورکوی. په همدې ډول پښتانه د نورو ګروپونو رهبران ملامتوی چې د فدرالیزم رواجولو له لیارې د هیواد ویشلو لپاره کارکوي.

۷ - پایله
د افغان د لاسته راوړنو او پلورالیزم دوام
د هزاره ګانو پرمختګ وروسته له کال ۲۰۰۱څخه د پام وړ ده. هغه ټولنه چې د مشرانو یې په یاد ده ، د پښتنو د شاهي کوره نی لپاره یې د غلامانو په توګه خدمت کاوه ، اوس اوس یې ځان په ملي سیاست کې د مهم رول لوبولو او د اقتصادی ودې څخه د لومړي ځل لپاره د ګټې اخیستونګي په توګه ځای پر ځای کړی دی.
خو د ۲۰۰۲ کال څخه وروسته لسیزه کې ترلاسه شوي ډیر پرمختګونه کوم قانوني یا اداري بنسټ نلری او په سیاسي عمل ولاړ دي چې د هغو شرایط له امله را منځته کیږي چې احتمالا لنډ مهال وی. دا د یوه لیواله اقلیت د ستونځې جوهر دی. هزاره ګانو له طالبانو وروسته په سیاسي او ټولنیز پرمختیایي پروسو کې د نورو ډلو په پرتله هغه وخت پرمختګ وکړ ، چې په لیوالتیا سره یې پکې ګډون وکړ ، په داسې حال کې چې تر ټولو لویه قومي ډله ، پښتانه ، ددې پروسو په اړه په زیاته توګه نرمښت وښود. په داسې حال کې نړیواله مداخله چې د لسیږی اوږد سیاسي نظم ملاتړ یې کاوه ، پای ته رسیږي ، هزاره ګان دې ته اړ دي چې په پام کې ونیسې تر څو دوی کومې لاسته راوړنې کولای شي و ساتي او کومي لنډ مهاله دي. داهم باید وویل شي ، هغه نړیواله مداخله چې د کال ۲۰۰۱ څخه وروسته نظم پرې ولاړ دی ، بالاخره د وخت محدودیت لري.
په هغه سیاسی مسایلو چې هزاره ګان خوشالیدل ، د ولسمشر ماڼۍ له خوا ، د ملاتړ په توګه هزاره اشرافو ته ورکړل شول. په دې کې شک ده چې دغه قراردادونه به ترڅه وخته پورې دوام پیدا کړي. که چیرې په سیاسی منظره کې بدلون راشي او د بغاوت پای ته له رسیدو سره د پښتنو د ګډون زیاتوالي ته لیاره هواره شي ، نو ښایي چې دا قراردادونه به په خپل ځای پاته نشي.
ددغو ټولو پرمختګونو سره سره ، بیا هم هزازه ګان د هیواد بیوزله ټولنې دي او د تبعیضی کړنو د بیرته راستنیدو د مخنیوي په برخه کې ونډه لري. نو له همدې امله ، یوه هغه اساسي لیاره داده چې هزاره ګان که غواړي د خپلو لاسته راوړلو د ساتنې لپاره هڅه وکړی ، باید چې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د قومی اړخونو په اړه د عقلي بحث او څیړنو لپاره ځای پرانیزي. په ټولنیزو او اقتصادي لاسته راوړنو کې د پاته قومي تشو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول ، کولای شي د مثبت عمل یا تبعیض ضد اقداماتو لپاره د پالیسي جوړولو یو اساس چمتو کړي. یو له دغو اقداماتو څخه به دا وي چې ملي سرشمیرنه تر سره شي. د هزاره ګانو او نورو توکمیزو ډلو لپاره سرشمیرنه به یوه څرګنده لیاره وي چې ددوی د ځینو سیاسي او ټولنیزو لاسته راوړنو ادعا پاوړې کړي.
په تاکنو کې د هزاره ګانو ګټې د سیاسی فضا ددفاغ لپاره ښه پکاریږی ، دا په دې معني ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو یا د پارلیمان د کمزوري کولو لپاره د هر ډول هځو په وړاندې مقاومت کول دي. د قومي محاسباتو منطق دا څرګندوي ، چې که چیرې نوۍ ولسمشر هڅه وکړي چې د واک د ویشلو کنوانسیونونه له سره جوړ کړي ، مجبور به وي چې د اکثریت ساتلو په خاطر ، هزاره اشرافو ته ددوی د هڅو په برخه کې قناعت ورکړي.
د هزاره ګانو د پرمختګ هغه ارخ چې په ممکن ډول دوامداره به وي ، حتا د سیاسي چاپیریال کې د بدلونونو سره سره ، یوه تعلیمی لاسته راوړنه ده او دا د ټولني د پیوستون او تشبث له لیاری تر لاسه شوې ، او د حکومت په ملاتړ پورې تړلې نده. په زړه پوری ده چې پښتانه د خپلو هزاره ګاونډیانو د بدلیدو په هکله تبصرې کوي. باید وویل شي چې دا د هزاره ګانو په تعلیم که پانګونه ده چې پښتانه یې داسې حیران کړي چې یوه ورځ به هزاره ګان پر دوی واکمن شي.
په کلتوری او دودیز ډول په سیاست کې د افغانستان جوړښتي بحثونه د غیر مرکزي په مقابل کې د مرکزي کولو په اړه دي. شایسته سالاري او ملاتړ دواره د قومي ډلو د راتلونکي لپار اغیزې لري. که څه هم هزاره ګان په دودیز ډول په غیر مرکزي کولو کې اخته دي ، له کال ۲۰۰۱ را هیسې ددوی د اشرافو یوه عملي ستراتیژ تعقیب کړې ، کومه چې د ولسمشرد تیم لخوا تعقیبږي او هغه د مرکزي کولو ملاتړ دی چې ترڅو ښې ونډې ترلاسه کړي. د هزاره ګانو لپاره به یوه لار دا وي چې د خپلو لاسته راوړنو د بنسټیز کولو لپاره د غیر مرکزي کولو اجندا ته مخه کړي ، ځکه چې په ځینو مرحلو کې متمرکز سیستم باید په ملي دولت بدل شي داسې یوه ملي اداره منځته رواړي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د هزاره ګانو او نورو اقلیتونو لپاره د خیر غوښتنو چلند تعقیب کړی. شایسته سالاری د اصلاحاتو راوستلو لپاره ښه مفکوره ده ، خو لکه څنګه چې معني لري ، پلي کول یې ستونزمن ثابت شوي دي. په داسې حال کې چې هزاره مشران د غیر متمرکز کولو غوښتنه کوي ، مګر دوی په دې هکله پرمختللې اجندا نلري چې څنګه ډاډ ترلاسه کړي چې ددوی خلک به وکولای شي د کار په بازار کې په مساوي شرایطو سیالي وکړي. داسې د تبعیض ضد افغان اجنډا رامنځته کولو ته اړتیا ده چې داسې میکانیزمنونه پکې شامل وي ، ترڅو د واسطه بازی د کړنو په مقابل کې کار وکړي.
له ۲۰۰۱ کال را پدیخوا د هزاره ټولنې وده د اشرافو د سیاسي ستراتیژۍ ، له ښکته څخه پورته او د سیاسي چاپیریال د ترکیب له لیاری تر لاسه شوي ده. ددې لاسته راوړنو ساتل به هم د هزاره ګانو د سیاسي ستراتیژۍ په پراختیا پورې اړه ولري. په همدې ډول پلورالیږم په افغانستان کې په هیڅ دول هم خوندي نده ، خو دا حقیقت چې هزاره ګانو ځانونه دومره پورته کړي ، چې پرته له کوم رادیکال غبرګون سره مخ دي ، هیله را منځته کوي. تر اوسه مالومه نده ، هغو شرایطو چې هزاره ګانو ته یې ددې پرمختګ توان وکړی ، وبه لیدل شي چې څومره وروسته له سیاسې او امنیتي انتقال څخه ، چې ټاکل شوې وروسته له ۲۰۱۴ څخه څومره به دوام وکړی.
پای

 
 
دریمه برخه

۴ - هغه عوامل چې د هزاره ګانو په راپورته کیدو کې یې مرسته کوی
ولې هزاره ګانو وکولای شو چې دومره ژر پرمخ ولاړ شی :

د هزاره ګانو ملاتړ سیستم او هغوی په ملی کچه کې شاملول د ریاضی پر منطق پرمخ وړل شوی ، ځکه چې د رژیم د پیاوړتیا لپاره د هغوی شمیر ته اړتیا وه. د دریم لمبر قومی ډلې په توګه ، هزاره ګان د پاچا جوړونکی رول لپاره شمیر درلود. د هزاره ګانو په ملاتړ ، د پښتنو لوړ پوړی ګروپ کولای شوای چې اکثریت تر لاسه کړی. تاجیکان چې د دوهم لمبر ګروپ په توګه هم بې له هزاره ګانو نشی کولای چې اکثریت تر لاسه کړی. په سیاست کې د یوه عامل په توګه د قومیت څخه د خلکو انکار بدی معنی وو چې دا ډول محاسبی ډیر لږ په عام خلکو کې خپریږی. په دوره یي ډول ټاکنیزی سیالۍ د قومي بلاک رایو له لیارې ټاکل شوی ، لکه د ۲۰۰۳/۲۰۰۴ کال د اساسي قانون لویې جرګې او د ۲۰۰۵ کال د پارلمان د مجلس رییس ټاکنو په جریان کې چې وشول. په دې ډول چې د هزاره ګانو شمیر په هره رایه کې دومره مهم کیدای شي ، د ولسمشرۍ لپاره یې یو پیاوړی هڅونه برابره کړه چې د هزاره ګانو اشراف د خپل ملاتړ شبکې سره تړلي و ساتي.
د هزاره ګانو په هکله باید وویل شی چې د ټولو قومی - ژبنی ډلو څخه له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته په حکومت کې د ګډون په هکله تر ټولو لږ کلتوری خنډونه درلودل. ځینو به داسی ویل چې دوی ګواکې په نوی نظم کې تطابق او وړتیا له ځانه ښیی. برعکس ، د یاغیانو د کمپاین موضوع یوه هم دا وه چې ملکی خلک له حکومت تړلي هر پروګرام څخه محروم او بې برخې و ساتی او دې خبرې په پښتون میشتو سیمو کې تر ټولو زیات اغیز درلود. د هزارګانو له خوا د طالبانو ردول او د بن د نظم پر ځای د اسلامی امارت د بدیل په توګه ، د دوی مفکوره دا وه چې د هزاره ګانو په سیمه کې د دوی فعالیت نا ممکن ده او د دوی بې تفاوتی د شورشیانو پر ضد په دې معنی وه چې د دوی یوځای کیدل له امنیتي قوتونو او له دولت سره د همکاری په هکله ډاډ درلود ، په داسې حال کې چې پښتنو دروند تاریخی بار ، یعنی د بهرنیو پوځونو ماتولو مکلفیت په خپلو اوږو ایښۍ وو ، کوم چې د یاغیانو تبلیغ کوونکي پسی ګرځیدل.
د ټاکنیزی دیموکراسی چې په نوی نسل کې پیل شوه ، در هزاره ګانو په سیمو کې یې پراخ اپیل درلود او دا ځکه چې له تاریخی محرومیت او وروسته پاتې والی د تیښتې یوه څرګنده لیاره وړاندی کوی. عامه بخثونه ، په ځانګرې توګه په لومړنیو کلونو کې ، نوي نظم د ډیموکراسی ، د قانون حاکمیت ، بشری حقونو ، د ښځو آزادی ، نړیوال ادغام او اقتصادی لیبرالیزم په ګډون له یوې عصری پروژې سره تراو درلود. عصری کولو پروژه د هزاره ګانو په فکری حلقو کې د پام وړ جذابیت درلود او له طعنو سره به د ایران ټولنی سره مخ کیدل چې د کلیوالی افغانستان په پرتله یې عصری کول خورا ډیر منلی وو ، د هزاره ګانو منل یې خورا زیات کړل. د ښځو له حقوقو څخه دفاع لا دمخه د هزاره ګانو د سیاسی عمل او هویت یوه برخه وه ، په دې معنی چې د هزاره ګانو ګوندونو د طالبانو او د سني مجاهدینو ګوندونو لخوا ددوی څخه مخکې د لګول شویو محدودیتونو مخالفت کړی وو. د یوې نړیوالې سیاسي پروژې سره د تړاو مفکوره د هزاره ګانو په حلقو کې د منلو وړ وه ، په داسې حال کې چې دودیز دښمنان پښتانه یا تاجیکان وو. سیاسی دودونه او کلتوری اغیزی په ګډه سره په دې معني وه ، چې د هزاره ګانو اشراف د نوی نظم په اړه د نورو ډلو د خپلو ملګرو په ترتله چې په دودیز افغان ملتپالې کې ډیر ډوب وو ، لږ متردد وو.
۵ - پالیسی
پالیسی پورې تړلی وسایل چې هزاره ګانو سره یې مرسته کړیده
په افغان ټولنه کې د هزارګانو د موقف بدلون په شعوری تبعیض ضد پالیسۍ د پایلې محصول نده ، بلکه د هغې پالیسۍ د مثبت اړخ اغیزی په توګه ترلاسه شوی ده. له بلې خوا ، د خپله هزاره ګانو هڅې هم په دې کې شاملې دی. په همدې ډول ، د هزاره ګانو راپورته کیدل د یوه جانبی امتیاز په توګه د بین المللی مداخلې له خوا هم په نظر کې نیول شوی وه.
د هزاره ټولنې ډیرو برخو ته پوځي مداخلې چټک او بدلون راوړونکې ګټې وړاندې کړې دی. په کال ۲۰۰۱ کې ، د طالبانو په وروستیو ورځو کې ، هزاره جات له بشری بحران سره مخ شو ، چې د روانې جګړې له امله بحران نور هم هغه وخت زیات شو ، چې طالبانو د ځمکو سوزولو تاکتیکونو ته مخه وکړه. نړیوالې مداخلې پایله د طالبان چټک او نسبتا بې لګښته شاتګ وو. البته راتلونکې لسیزه کې هزاره جات له کوم امنیتی لوی ګواښ سره مخامخ نشو. سره له دې چې په نورو سیمو کې د بغاوت زیاتوالۍ راغلۍ ، مګر سیمه له ثبات څخه برخمنه شوه او سیمې ته په لیارو کې له بغاوت سره نښتې لیارې په کنترول کې دی.
په ملی سطحه د هزاره اشراف په سوداګریزو معاملو او په ملاتړ سییتم کې شاملول له ۲۰۰۱ کال وروسته پیل او په دیموکراتیک جوړښت پوری اړه لری ، ځکه چې د چارواکو لپاره یې د ټول شموله چلند تعقیبولو هڅونه یې را منځته کړه. دغه دیموکراتیک جوړښت در بن په کنفرانس کې د ملي ټاکنو لپاره د ژمنې ورکولو پریکړه وه ، کوم چې په ۲۰۰۳/۲--۴ کې د اساسي قانون جوړولو کې پیاوړی شو او د تاکنو پروسو لپاره د نړیوالې ټولنی یې ملاتړ وکړ. وروسته البته د ټاکنیز سیستم د ګڼ شمیر نیمګرتیاوو په اړه ډیر لیکل شوی دی ، خو برسیره پر دې چې نیمګړتیاوې شته ، ټاکنو در هزاره ګانو لپاره ښه خدمت کړی ده. په ملي کچه ، دوی له حکومت څخه ګټه پورته کړه او هم په ولایتی کچه دوی و توانیدل چې د نورو قومونو په پرتله ځان ثابت کړی.
د بین المللی ټولنې تصمیم د یوې برخې په توګه په افغانستان کې د پام وړ مرستې ، امنیت او دیپلوماتیک شتون د را منځته کولو پریکړه هم هزاره ګانو ته ګټه ورسوله. د ټولنې ژمنتیا او د نړیوالې ټولنې سره د ملګرتیا په اړه د شک نشتوالۍ ، هزاره ګانو ته دا زمینه مساعده کړه چې په ډیرو ادارو کې د کار موندلو لپاره برابره کړی. خو نورې پالیسي پریکړې چې تمه کیده هزاره ګانو ته ګټه ورسوی ، هیڅ مثبته پایله یې نده ورکړې.
د بن په تړون کې د نړیوالې ټولنې لخوا د سرشمیرنې ترسره کولو ملاتړ او ژمنه شامله وه. که څه هم د اوږدې مودې لپاره ابتدایې آزموینې روانې وی ، خو سرشمیرنه هیڅکله هم تر سره نشوه. سرشمیرنې کولای شو چې د اداری واحدونو تر منځ د سرچینو د تخصیص لپاره یو عیني اساس چمتو کړي او یا په حقیقت کې ددې واحدونو د بیا منطقي کولو لپاره زمینه برابره کړي. دا به هزاره ګان او نورو قومي ډلو ته دا توان ورکړی وای چې د سیاسي واک په سرچینو او ونډو باندې خپلې ادعاوو ته رسمیت ورکړي. د سرشمیرنې ځنډول له حکومت سره مرسته کړې چې د قومی ډلو ترمنځ معامله مبهمه ، انعطاف منونکې او په خبرو اترو پورې یې مربوط وساتي.پ
په پای کې نړیوالې مرستی د بیا جوړونې او پراختیا لپاره په معقول ډول تمه کیده چې د هیواد تر ټولو بې وزله سیمې ، لکه د هزاره جات هزاره ګان تر هدف لاندې ونیسي. په دې ډول د مرستو یوه کوچنۍ برخه د بیوزلۍ کمولو لپاره وقف شوې او یا د بیوزلو او سوله ایزو سیمو لپاره چمتو شوی وې ، خو ددی پرځای در مرستو منابع په مرکز او هغه سیمې چې یاغیان پکې اغیزمن وه ، اختصاص ورکړ شوې وې. البته دا خبره د سوله ایز هزاره جات له خوا په مکرر ډول مطرح شوې ده.


ادامه لري

              د پروفیسور مایکل سیمپل لیکنه

             د ‌ذ. آسمایی ژباړه

دوهمه برخه

د هزاره ګانو راپورته کیدل او په افغانستانن کې د پلورالیزم ستونزی

د پروفیسور مایکل سیمپل لیکنه

د ‌ذ. آسمایی ژباړه

۳- له کال ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۱ پوری د هزاره ګانو د پرمختګ ارزونه

هزاره ګانو خپل ګډون د عامه ژوند په مختلفو برخو کې د ۲۰۰۱ کال مخکې کچې ته لوړ کړۍ دی. ددوی دغه د پام وړ وده له طالبانو وروسته لسیزې د ټولنیزو - سیاسی مهمو ځانګرتیاوو څخه یوه ګرځیدلې او ستاینې یې را پارولی دی.

تر ټولو ښکاره خبره داده چې هزاره ګانو پکې عام ځای ترلاسه کړی د محرم میاشتی د ماتم مراسمو لمانځل دی ، ځکه چې د طالبانو په وخت کې د تړلو دروازو تر شا دا مراسم ترسره کیدل. له ۲۰۰۱ کال وروسته لسیزه کې د شیعه ګانو د لمانځلو په تالارونو کې خلکو او لوړ پوړو کسانو ګډون کاوو. د هزاره ګانو وړتیا چې خپل مراسم په عامه ځایونو کې تر سره کړی ، په واضح ‌ډول د یوې ټولنې د ټینګار سمبول ده چې په چټکۍ سره له خپل تاریخی حاشیه توب څخه تیریږی.

په ملی کچه د ملاتړ سیاست

د هزارګانو اصلی سیاسی - پوځی ډله حزب وحدت د طالبانو په وړاندې وسله وال مقاومت کې برخه واخیسته ، دغه مقاومت په غیررسمی ډول د شمالی ټلوالې په نوم پیژاندل کیږی او په همدې اساس یې د بن په تړون کې هم برخه واخیسته ، چې پر بنسټ یې د ۲۰۰۱ وروسته د حکومت سیستم ولاړ دی. کومه کابینه چې په کال ۲۰۰۱ کې جوړه شوه ، د شمالی ټلوالي ډلو ته په ملی حکومت کې د ونډې ورکولو لپاره ډیزاین شوی وه ، چې په پایله کې یې استاد محقق د پلان وزیر او د لنډ مهالی ادارې مرستیال و ټاکل شو. دغې پروسې د کابینې جوړولو په راتلونکو پړاوونو کې پراختیا و موندله. لکه څنګه چې له ۲۰۰۱کال وروسته د ډلو پیژندنه ډیره مهمه شوه ، قومیت هم ډیر مهم شو ، نو کابینې هم د نا اعلان شوی قومی ونډو پر بنسټ جوړی شوی. په هره کابینه کې د هزاره وزیرانو یوه ډله شامله ده. که څه هم ولسمشر د کابینې د غړو د ټاکلو واک لری ، خو سیاسی عمل چې را منځته شو هغه دا وه چې د هزاره ګانو د دو اصلی قدرت غوښتونکو ، هریوه استادخلیلی او استاد محقق څخه نوماندی غوښتلی دی. هزاره ګانوته د ځواک وزارتونو پرځای لکه د کوره نیو چارو او دفاع وزارت ، د ملت جوړونی وزارتونه ځانګړی شوی دی ، لکه د لوړو زده کړو ، ترانسپورت ، پلان جوړونې او عامه کارونو وزارتونه ورکړ شوی دی. هزاره نوماندان د ملت جوړونې دغو وزارتونو ته د پورتنیو د دو قدرت لرونکو په ارتباط پیژاندل کیدای شی.

د بن په تړون کې له ګډون څخه وروسته په ملی سیستم که شامیلیدل جریان درلود ، هغه کسان چې د وزیر په توکه یې څوکۍ نیولې ، کولای شول چې خپلو ملګرو ته د کارموندنې او قراردادونو زمینه برابره کړی ، ترڅو مخکې تر دې چې د فساد ضد اقدامات پیل شی ، دوی به خپل کار کړی وی. برسیره پردې ، هزاره ګانو ته له ۲۰۰۵ کال راهیسې د دوو مرستیال ولسمشر څوکیو څخه یوه ورکړ شوی ده. د ټاکنو کړنلاره پر بنسټ د ولسمشرۍ نوماند باید دوه مرستیالان و ټاکی. په دواړو ټاکنو کې حامد کرزی یو تاجیک د لومړی مرستیال په توګه او یو هزاره چې کریم خلیلی وه ، ددوهم مرستیال په توګه نومولی دی او په دې توګه د بن د تړون سیاسی منطق ساتل شوی او د هیواد دریو غوره قومی ډلو شاملول یې نتیجه ده. د قدرت د شریکولو دغو فورمولونو دا په ګوته کړه چې هزاره ګان په سیاسی نظام کې ګډ دی.

ټاکنیز او پارلمانی سیاست

د قومی یووالی لپاره په لوړه کچه د هزاره رایه ورکونکو د ګډون په توګه او ددوی تمایل په قدرت او سیاست کې د استازو ونډه پیاوړی کړی ده. په ۲۰۰۴ کال کې هزاره کاندید استاد محقق ۱۱،۷ فیصده رایې لاسته راوړلې. که څه هم هزاره ګانو په عمده توګه د بن د پروسې ملاتړ کړی وو او د حامدکرزی د ملی مشرتابه سره یې خواخوږی کوله ، خو ټاکنې په لویه کچه د ځواک یوه قومی ننداره وه. په اصل کې مخکښو پښتنو ، تاجیکو ، هزاره او اوزبیک نوماندانو ټولو د خپلو ټولنو څخه اکثریت رایې ترلاسه کړی. حامد کرزی د ۵۵،۴ فیصده رایو سره د خپلې ټولنې سربیره د قومی رایو د راجلبولو لپاره یوازینۍ لوی نوماند وو. په نوی حکومت کې د شیعه ګانو سیاسی استازیتوب د ۲۰۰۵ کال په پارلمان کې نور هم پیاوړۍ شو. شیعه ګان چې دوه پر دریمه برخه یې هزاره ګان وو ، ۱۸ فیصده څوکۍ یې و ګټلی. د هزاره ګانو د راټولیدو په پایله کې استاد محقق د هیواد په کچه تر ټولو لوی شخصی رایې تر لاسه کړی. د یوی بیلګې په توګه چې څارونکو د معاصرو هزاره ګانو ټاکنیز سیاست د تاریخی روایاتو سره څنګه تړاو ورکړ ، د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو شعارونه یې داسې را منځته کړل چې افغان اقلیت په دوهم پراو کې له خپل مهم رول څخه خوند اخلی ، هزارګان د پیړیو تبعیض او مذهبی ځورونې وروسته ممکن د را تلونکی ولسمشر په ټاکلو کې پریکړه کوونکۍ وی ، او داسی نور. په همدې ډول ، حامد کرزی له خپل ځان سره د هزاره ګانو یو لوړ پوړی مشر درلود او هم یوه بل هزاره کاندید ۱۰ فیصده رایې په لومړی پړاو کې تر لاسه کړی او داسې ښکاریده چې د واک توازن یې ساتلۍ وو. کله چې د ټاکنو دوهم پړاو لغوه شو ، د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې هزاره ګانو او نورو شیعه ګانو په پارلیمان کې ډیر استازیتوب ترلاسه کړ او څوکۍ یې په سلو کې ۲۳ ته ورسیدی ، په داسی حال کې چې پښتانه له ۴۷ څخه په سلو کې ۳۹ ته را ټیټ شول. په دوهم پړاو کې د غزنی په ولایت کې چې د پښتنو ، هزاره ګانو او تاجیکو ګډ نفوس لری ، د هزاره ګانو په سیمو کې د رایو کچه تر نورو سیمو ډیره لوړه وه ، دا په داسې حال کې وو چې نورې سیمې د باغیانو له خوا اغیزمن شوی وی. په پایل کې هزاره ګانو د غزنی ټولې څوکۍ خپل ځانته کړی. یوه بینظمی چې ولسمشر یې د پایلو منلو ته زړه نا زړه کړ ، هغه دا وه چې د ټاکنو په اړه یې اوږده شخړه راپورته کړه. روښانه نده چې په پارلیمان کې د هزاره ګانو د ګډون څه وو ، چې ولسمشر بریالۍ شوی چې له جدی پریکړی کولو څخه یې لیری کړی. په هرحال ، د هزاره ګانو د رایی ورکونکو قوی ګډون دا ډاډ رامنځته کړ چې د ولسمشرۍ ټول کاندیدان باید ټولنه ځانته را جلب کړی او په دې خاطر یو هزاره په خپل لست کې شامل کړی.

اداره

د هزاره ګانو تاریخی ګوښی ته لیږدول دا په ګوته کوی چې څنګه سیمه ایزه اداره ددوی د بیواکه کولو لپاره دیزاین شوې وه. له یوی خوا ولایتونه داسی ویشل شوی وه چې د هزاره ګانو اکثریت ولسوالۍ د ګاونډیو پښتنو اکثریت ولایتونو سره تړلی وې ، له بلې خوا هزاره ګان د لوړو اداری پوستونو څخه ایستل شوی وه. د سیمی د ادارې د قومی سیاست ددې دواړو اړخونو په اړه یو څه تحرکات شوی وه. په لومړی سر کې نوی حکومت په دایکنډی کې د هزاره اکثریت ولایت جوړولو منظوری ورکړه چې په دې ډول د مقاومت یو له غنیمتونو څخه وو. د ۲۰۰۱ کال وروسته د ولایاتو د رامنځته کیدو په نوی ترتیب کې د پنجشیر ولایت د تاجیکو لپاره را منځته شو ، یعنی یو ولایت د هزاره ګانو او بل ولایت د تاجیکو لپاره. ظاهرا د والیانو مقرری له جمهوری ریاست یوه وسیله ګرځیدلې وه. د څلوردیرشو ولایتونو والیانو مقرری د مرکز د قومی سیاست ښکارندوی وه. لومړی د دو اکثریت هزاره ولایتونو لکه بامیان او دایکنډی د هزاره ګانو لپاره ځانګړی شوی دی. دې خبری په مستقیمه توګه د هزاره ګانو لپاره د شکایت ور پرانیست چې ګواکی متعصب پښتانه هزاره ګان اداره کوی. دوهم داچې هزارګان حق لری چې په نورو ولایاتو کې د والی په توګه کار وکړی ، د بیلګې په توګه د سرپل او هرات کې چې ډول ډول خلک پکې ژوند کوی ، البته په غزنی کې یې د والی د معاون مقام ور رسیدلۍ وه. په هرحال ، په هیڅ یوه ولایت کې چې اکثریت پښتانه یا تاجیک پکې ژوند کوی ، لکه جنوب یا شمال شرق ولایتونه او وردک اوپروان چې لږکی هزاره ګان پکې ژوند کوی ، د هزاره ګانو لپاره کوم مقام نه لیدل کیده. په دې ډول ، د لومړیو لسو کلونو اداری تمرین یو ډول نا اعلان شوی قومی ریزرویشن سره مساوی ده چې په دې ډلو کې هزاره ګان د ۲۰۰۱ کال څخه مخکې په پرتله د پام وړ ورزیاته شوي ونډې څخه خوند اخلی.

امنیتی قوتونه

د هزاره ګانو ګدون د طالبانو ضد وسله وال مقاومت کې دا خبره ډاډمنه کړه چې هزاره مشرتابه د هغو معاملاتو برخه وه چې د پولیس او اردو په جوړولو یې لاس پورې کړ. که څه هم تاجیک متحدینو یې په پیل کې د ټولو امنیتی ادارو مشری کوله ، د هزاره مقاومت قوماندانانو د هغو واحدونو په لومړی لیست کې شامل شول چې د دفاع وزارت لخوا یې ملاتړ کیده یا د کورنیو چارو وزارت ته لیږل شوی وو. کریم خلیلی د دفاع په وزارت کې د مرستیال په توګه و ټاکل شو ، ترڅو وکولای شی د هزاره ګانو ګټې په دغه وزارت کې خوندی وساتی. که څه هم تاجیکان ډیر وو ، خو هزاره افسرانو په اردو او پولیسو کې ځینې لوړ پوړی پوستونه نیولی وه. هزاره افسرانو د کندهار او مزارشریف د قول اردو قوماندان او د ګردیز د قول اردو مرستیال په توګه دنده ترسره کړیده. هزاره افسرانو د کابل او هلمند ولایتونو په پولیسو کې د پولیسو مشرتوب کاوه او په جنوب لویدیځ کې د زون مرستیال قوماندان په توګه مهمې دندې ترسره کړی دی. دا هغه دندې وې چې په تاریخی ډول به تل د پښتنو یا تاجیک افسرانو سره وې . د یادونې وړ ده چې په خپله ټولنه کې ، هزاره ګانو په امنیتی ځواکونو کې د ګډون لپاره کومه ستونځه نه درلوده. برعکس ، لکه څنګه چې بغاوت زور اخیستی ، په پښتنو سیمو کې د استخدام به وړاندی د پام ور خنډونه موجود وو. د نړیوالو ځواکونو د روزنې قږماندانۍ ادعا کړې چې د قومی انډول او ونډی څارنه کوی ، ترڅو له لږ یا ډیر استازیتوب څخه مخنیوۍ وشی ، خو حقیقت دادۍ چې په اردو کې د استخدام لپاره د هزاره ګانو برخه په آسانۍ سره ډکیده ، په ځانګرې توګه د جنوب او جنوب لویدیځ څخه ، استخدام کول ګران بریښیدل. په مرستندویه خدماتو کې د هزاره ځوانانو نړیوالو ځواکونوته د ژباړونکو په توګه کار کړۍ او په ځینو مخلوط یا هزاره - پښتنو سرحدی سیمو کې هزاره ګانو د ملیشه ځواکونو لپاره رضاکارانه کار کړی ده.

رسنۍ او مدنی ټولنه

د هزاره ګانو اصلی پرمختګ د امنیتی سکتور پرځای د نرم ځواک په توګه په مختلفو برخو کې دی ، چې روڼ اندي ډلې له هغه ځای څخه ګټه پورته کولو لپاره چټک ګامونه اخلی ، کوم چې د مدنی ټولنو لپاره پرانستل شوی دی. هزاره ګانو ګڼ شمیر کلتوری سازمانونه ، د بشری حقونو ډلې او خدمتی نادولتی موسسی جوړی کړی دی. اصلی نیمه دولتی اداره چې د هزاره ګانو ترمشری پاتی شوی ، د افغانستان د بشری حقونو خپلواکه کمیسیون ده ، خو په سر ددی هم رهبری یې د څو توکمیزو کارکوونکو د جوړښت په پام کې نیولو لپاره محتاط پاتی شوی ده. د هزاره ګانو علاقمندی و مدنی ټولنو ته له پلازمینی هاخوا پراخ شوی ، د بیلګې په توګه د هزاره ټولنی په برخه کې د سپورت کلوپونه ، کلتوری ټولنی او د ځان سره د مرستې ډلې په ولایتونو کې ، لکه بلخ ، غزنی او هرات د پام وړ دی. د ملګرو ملتو لخوا څارل شوی یوولسو خصوصی ورځپاڼو څخه یې دری په هزاره ګانو پوری اړه درلودی. همدارنګه د دیارلسو خصوصی تلویزون ستیشنونو څخه ، درې یې د شیعه ګانو له خوا اداره کیدی ، خو بیاهم یو یې هزاره ګڼل کیږی. ځوان هزاره ګان ، لکه ژورنالیستان ، لوبغاړی او تولیدونکی د نویو رسنیو د مسلکونو په ټولو اړخونو کې فعال وو.

ښوونه او روزنه

د هزاره ګانو د لاسته راوړنو په لړ کې ، تر ټولو ډراماتیک ډګر د زده کړی په برخه کې ده. جوړ شوۍ ګرافیک د هزاره ګانو په اکثریت سیمو کې په ښوونځیو کې د شمولیت زیاتوالۍ او د پوهنتون په آزموینه کې د هزاره زده کوونکو د لوړی کچی بریا له ورایه ښیی. د بیلګې په توګه ، د کورنیو جګړو یو هزاره جنګیالۍ ، چې د طالبانو له سقوط څخه مخکی د سیاسی لوبو برخه وه ، په پای کې یې د یوه لوی ښوونځی اداره په غاړه واخیسته او له هزاره میشتو سیمو څخه یې جلب او جذب ته پیل وکړ. هغه په وضاحت سره خپل نظر داسې بیان کړ چې د هزاره ګانو د تاریخی ګوښه کیدو څخه د وتلو یوازنی لیاره ښوونه او روزنه ده. باید وویل شی چې ددې تر څنګه ، ښوونې او روزنې ته د هزاره ګانو لیوالتیا هم له ورایه څرګنده وه او په کابل او نورو هزاره میشتو سیمو کې یې د زده کړی د مرکزونه جوړول د ثانوی زده کړو په برخه کې هم د زده کوونکو فعالیت لوړ کړی. البته هزاره ګانو له پخوا په لوړو زده کړو کې د نفوذ مینه درلوده. د کال ۱۹۷۹ او ۱۹۹۸ تر منځ موده کې ، کله چې هزاره جات له مرکزی حکومت څخه جلا شوی وه ، خپلواکو سیمه ییزو ادارو د پوهنی د څانګو او د لومړنیو او ثانوی ښوونځیو د شبکې د ساتلو لپار مبارزه کوله. وروسته په کال ۱۹۹۸ کې کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ ، د ټولنې د فشار په واسطه ، اړ شول چې خپله تعلیمی پالیسی بدله کړی ، تر دې چې حتی د نجونو لیسو هم د جاغوری په ولسوالۍ کې نجونو ته خپلې دروازی خلاصې کړې. د هزاره ګانو نا اعلای شوی کمپاین د لوړو زده کړو نوی نسل روزلو په لور وه ، په داسې حال کې چې بغاوت او د حکومتی ادارو څخه جلاوالۍ په پښتنو سیمو کې د زده کړی ګډون سطحه را ټیټه کړی وه. په حقیقت کې دا احساس چې هزاره ګان د ټولنیز پرمختګ لپار ، تعلیم د یوی وسیلې په توګه کاروی ، حتی یو له هغو عواملو څخه وی چې طالبان مجبور کړی له خپلې پالیسی څخه د تعلیم په هکله په شا شی.

اقتصاد

د هزارګانو د اقتصاد په دودیز ډول په غرونو کې مالداری او کرنه وه او ښارونوته له مهاجرت او کارکولو سره یې خپل ژوند سره مرسته کوله. دغو فعالیتونو د هزاره ګانو په لیرې پرتو سیمو او ښارونو کې د نسبتا ښه امنیت څخه ګټه پورته کولو زمینه مساعده کړی ده. یوه خبره داده چې هزاره ګان د مخدره توکو یا نظامی او حکومتی قراردادونو کې په څرګند ډول شامل ندی. دا کارونه له ۲۰۰۱ را پدیخوا تر ټولو ګټور اقتصادی فعالیتونه دی ، مګر لږ تر لږه چې د هزاره ګانو اشرافو د ملی ملاتړ به سیستم که پښه ایښې ، یو حقیقت دی او دې خبری د هزاره ګانو اقتصادی فعالیتونو ته یو څه سیاسی ملاتړ برابر کړی ده. د ښاری ځمکو پراختیا چې د سیاسی ساتنې څخه ګټه پورته کوی ، د ۲۰۰۱ کال څخه وروسته په اقتصاد کی د پانګونی له اصلی برخو څخه وه او دا هغه ډګر وه چې پخوانی قوماندانان او د واک دلالان پکی فعال وو. په دې ډله کې د هزاره ګانو د ملکیتونو تر ټولو مشهور حاجی نبی نومیږی ، چې د مرستیال ولسمشر خلیلی ورور ده. دا سړی د کابل شاو خوا کې د ځمکو په استملاک او پراختیا کې ښکیل ده. د هرات په لور هم د هزاره ګانو مهاجرت ، لږ له سترګو پټ شانته ، د نویو ټولنو او د ځمکنۍ پراختیا په خاطر پیل شوی وو. البته چې دا د هزاره ګانو کلیوالی - ښاری اوږد مهاله مهاجرت په دوام کې ده ، مګر ډیری یې هاغه مهاجران پکې شامل دی ، چې له ایران څخه یې په را ټولې کړې سپما دلته پانګونه کوی. له بلې خوا سیاسی نظم پس له ۲۰۰۱ څخه زمځکو ته لاسرسۍ ده ، چې له ډیره وخته هزاره ګان له کوچیانو سره د ترانزیت او څړځایونو په حق سره اخته دی. په کال ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کې د کوچیانو تګ هزاره میشتو سیمو ته د تاوتریخوالی سبب و ګرځید ، چې هزاره ګانو ډله ایز لاریونونه وکړل. خو سره له دې چې مرکزی حکومت ځان تیر ایسته ، بیا هم سیاسی او امنیتی نظم د کوچیانو لپاره محدودیتونه وضع کړل. برعکس ، په کال ۱۹۹۹ کې ، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کوچیانو وکولای شول چې د هزاره ګانو په سیمه کې پراخه حمله تر سره کړی.

ادامه لری

     د پروفیسور مایکل سیمپل لیکنه

             د ‌ذ. آسمایی ژباړه

             د ‌ذ. آسمایی 

لومړی برخه  

سریزه

۱- له ۲۰۰۱ کال وروسته د رامنځته شویو فرصتونو په وړاندی د افغانستان د هزاره ګانو غبرګون ، په ساده ډول د لیوالتیا په توګه مشخص شوی دی. ددې لیوالتیا د اقلیت غړو په نویو سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزو برخو کې په ځانګړی توګه په ښوونه او روزنه کې خپل ګډون لوړی کچې ته بیولۍ ده. له ۲۰۰۱ کال وروسته دغه لیوالتیا سبب شوه چې ددوی ټولنه د نورو په پرتله چټک پرمختګ وکړی چې نړیوالو رسنیو هم په دې هکله مثبت غبرګون له ځانه ښودلۍ ده. په ظاهر کې دغه بدلون په یوه مسلمانه ټولنه کې د پلورالیږم بریالیتوب ده چې عواملو پیژاندل یې د مطالعی وړ ده ، خو دغه دهزارګانو پرمختګ په ملی سیاست کې د پام وړ قطبی کیدو سره مل ده. په عین حال کې داسې پوښتنی هم منځته راځی چې د هزاره ګانو لاسته راوړنی ترکوم حده پوری د ادارو په پراختیا او یا سیاسی مصلحتونو پوری اړه لری. په داسې مسایلو کې پوښتنه منځته راځی چې آیا دغه د هزاره ګانو پرمختګ یوه لنډ مهاله پدیده ده چې له بهرنی مداخلی سره تړاو لری او یا که دوامداره ده.

دغه لیکنه له ۲۰۰۱ کال وروسته د هزاره ګانو په تولنیز - سیاسی رول کې د بدلونونو ماهیت ، ددی بدلون محرکه قوه او بالاخره د افغان پلورالیزم اوږدمهاله امکانات په پام کی نیسی.

۲- په افغانستان کې د قومی سیاست شالید

قومی موضوعات هغه څه دی چې په افغانستان کې تر هرڅه دمخه ژور حساسیتونه پکې نغښتی او یوه جنجالی خبره ده. افغانستان د یوه داسی دولت یوه کلاسیکه بیلکه ده چې د مختلفو ټولنو پر بنسټ جوړه شوی او ډله ایز هویتونه د وخت په تیریدو سره بیا جوړ شوی دی. د ۲۰۰۴ کال اساسی قانون څوارلس قومی ډلې په رسمیت پیژندلی چې څلور یې ترټول لوی دی. دغه څلور یې پښتانه ، تاجیک ، هزاره او اوزبیک دی. په حقیقت کی د افغانانو هویتونه پیچلی او متحرک دی. هزارګان معمولا د فارسی ژبو په توګه خلکو ته ور پیزاندل شوی ، په شیعه فرقې پورې تړاو لری ، د افغانستان غرنیز مرکزی برخه یعنی هزاره جات کې اوسیږی او د چنګیز خان د لښکرو د نسل له افسانې سره تړاو لری. په تیرو دری لسیزو کې د هزاره ګانو د راټولولو سیاسی مشران له دې مسالې سره مخ شوی چې د هزاره جات سیدان چې د عرب نسل ادعاکوی یا هغه سنی تولنې چې هزاره ګانو سره د قبیلوی تړاو ادعا کوی یا غیر هزاره شیعه ګان ، لکه قزلباش څنګه سره یوځای کړی. سره له دې او برسیره پردې چې د هزاره هویت د عملی کولو په برخه کې ځینی ابهامونه او ستونځی شته ، خو مشرانو یې له ۱۹۷۸ کال راهیسې د افغان شخړی په هره مرحله کې په بریالیتوب سره متحرک ساتلی دی. هغو ادارو او موسساتو چې هزاره ګانو ته یې تحرک ورکاوه ، تر ۲۰۰۱ لا د مخه پورې په کمیدو وه او د بن پروسې په کلونو کې نور هم کم شو ، خو له ۲۰۰۱ کال وروسته د ټولنیز او سیاسی پرمختګ لپاره فرصتونو ته د هزارګانو له لیواله ډک غبرګون ډاډ را منځته ګړ چې هزارګانو د سیاسی ازاستتازیتوب په ملی کچه ، حتا د هغو ګوندونو له ړنګیدو وروسته چې په پیل کې یې دوی ته تحرک ورکړی وه ، خپله ونډه نوره هم ډیره کړه.

لکه څنګه چې قومی مسلې جنجال پیښوی ، په ډیرو افغان عامه خبرو اترو کې داسې غوښتنه کیږی چې مبصرین قومیت له پامه و غورځوی او یا یې رد کړی. د ملی یووالی مفکوره د عامه خبرو په وخت کې په درناوی بدرګه کیږی ، په دې معنی چې پښتانه ، تاجیک ، هزاره ګان او ازبیکان او نور ټول سره اساسا افغانان دی. په ضمنی ډول ددوی قومی هویت نشی کولای چې ددوی سیاسی چلند ، اقتصادی امکانات یا حتی د بغاوت ملاتړ یا مخالفت کولو تمایل وړاند وینه وکړی. یو له هغو خنډونو څخه دادی چې هره هغه څیړنه چې په سیاست یا په شخړو کې د قومی هویت ښکیلتیا په تړاو شواهد وړاندی شی ، د ملی یووالی په تخریب تورنیږی ، خو برسیره د قومیت د ردولو له دود سره د هزاره ګانو په سیاست کې عملا داسې ښیی چې قومیت مهم دی.

د افغانستان په قومی سیاست کې مهم حقایق دادی چې پښتانه پکې لویه قومی ډله ده خو ساده اکثریت نلری. د قومی ونډو اټکلونه سره توپیر لری ، د بیلګې په توګه ، روبین په کال ۱۹۷۸ کې پښتانه ۴۶ فیصده ، تاجیک او نږدی خپلوان یې ۳۲ فیصده ، هزاره ګان لس فیصده او اوزبیکان اته فیصده یاد کړی دی ، خو وروستی اټکلونه د پښتنو او نورو توکمونو تر منځ لږ واټن ښیی. د ریاضی له نظره داسی په ګوته کیږی چې قومی لوبغاړی د دوه اړخیز اکثریت - اقلیت دریځ په پرتله د اتحادونو بډایه انتخاب سره مخ دی. دا خبره د ۱۹۹۰ لسیزی د ډلو ټپلو شخړو په جریان کې او په کال ۱۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو به ټاکنو کې د ولسمشری نوماندانو او متحدینو تر منڅ د خبرو اترو په جریان کی په مساوی ډول پلې شوی ده. لویې قومی ډلې په دې کې شهرت لری چې د پخوانیو رژیمونو د واک په سلسله مراتب کې د خپلو اشرافو دریځونو ته انعکاس ورکړی ، مګر هرې ډلې په منځ کې ددغه تنوع لږ اجازه ورکوی. پښتانه د واکمنې ډلې په توګه شهرت لری او له پیل را هیسې په دولتی ادارو کې د امتیاز وړ مقام لری. په دې ډول ، د پښتنو ترمنځ توپیرونه ، دلویو قبیلو لکه غلجی او درانی او په جنوب کې د پښتنو اکثریت لرونکی سیمی او هغه پښتانه چې په شمال کې میشت دی او د ناقیلینو په نامه یادیږی ، د پام وړ دی. که څه هم پښتانه د افغانستان د اشرافو ډیره برخه جوړوی ، خو دغه ډله یو کلیوالی بنسټ هم لری چې د مدرنیتی په مقابل کې خورا بې پروایی لری ، د زده کړې په هکله شکمن دی او د عصری ادارو په وړاندې مقاومت لری.

ټاجیکان یوه بدیل واکمنه ډله ده چې په تاریخی توګه د هیواد په اداره کولو کې د پښتنو شریکان دی. د ښاری ژوند د پرمختللو نفوس ډیره برخه ، چې په بیروکراسی او مسلکونو کې ښه ځای لری ، تاجیک دی. د افغانستان په ملی سیاست کې د تاجیکانو نفوذ هغه وخت زیات شو چې پلازمینه له کندهار څخه و کابل ته و لیږدول شوه ، چې د تاجیکانو لوی نفوس لری. له کال ۱۷۴۷ را په دیخوا چې پښتنو مشرانو هیواد اداره کاوه ، تاجیکانو د دوو لنډو دورو مسوولیت په غاړه درلود ، چې یو یې په کال ۱۹۲۸/۲۹ کې حبیب الله چې په بچه سقاو مشهور وه او بل یې برهان الدین ربانی په کال ۱۹۹۲/۹۶ کې وو. اوزبیکانو او هزاره ګانو ، چې ګواکی په افغان دولت کې له سیاسی واک څخه بې برخې شوی دی ، خپل احساس شریک کړۍ وه ، خو د هندوکش په شمالی برخه کې چې ددوی اصلی سیمه ده ، خورا بډایه کرنې او د څارویو پالنې لری. اوزبیک او تاجیک دواړه له هزاره ګانو سره په مهمو ارخو کې توپیر لری ، هغه دا چې له پښتنو سره د سنی فرقې شریکان دی ، خو هزارګان په شیعه فرقې پوری اړه لری. د یادونې وړ ده چې هزاره ګان د لویو قومی ډلو په مینځ کې تر ټولو ګوښه شوی قومی دله باندې شهرت لری. دا کیسه کیدای شی په دې ډول لنډه شی چې ، د هیواد د تاریخ په ډیرو برخو کې ، هزاره ګان معمولانوکران ، پاکونکی ، جوالیان او داسې نورو چارو بوخت یو لوی شیعه اقلیت په توګه له پامه غورځول شوی وه او په ځینو مواردو کې د پښتنو واکدارانو له خوا قتل عام هم پرې ګډ شوی وو. د هزاره ګانو د لږ پرمختګ کیسه د ۱۸۸۰ لسیزې په اوږدو کې د عصری افغانستان د بنسټ ایښودونکی امیر عبدالرحمن رول ته په ښه سترګه نه ګوری ، چې په کې یې هزاره ګان په خورا تاوتریخوالی سره په دولتی سیستم کې شامل کړل. د هزاره ګانو سیاسی شخصیتونه او روڼ اندی په منظم ډول د عبدالرحمن د تجربی په رڼا کې په معاصرو پرمختګونو رڼا اچوی او تفسیروی یې. له تاریخی پیښو سره په تړاو د مستندو شواهدو په توګه د هزاره ګانو ځینې مشران لاهم د نولسمی پیړی د غصب شویو ځمکو اسنادو ته درناوی کوی ، ادعا لری او د جبران غوښتنه کوی.

له هزاره ګانو سره د ظلم په اړه تاریخی کیسه ددې ډلې په کلیوالی سیمو تمرکز کوی او په مرکز کې د ټاکل شویو پښتنو اداره چیانو او سیمې ته د راوړل شویو پښتنو څړځایونو تر منځ ملګرتیا یادوی او دوی یې داخلی استعمار بیانوی ، خو له اوږدې مودې راهیسې د هزاره ګانو اقتصاد و ښارونو ته لکه ، کابل ، کویټه او داسې نورو پوری اړه لری چې هلته مهاجرت کوی . په ښاری افغانستان کې هزارګان د بیوزلو غیر مسلکی کارګرانو په توګه ، د کراچیو چلوونکو یا د کورني کارګرانو په توګه پیژاندل کیږی. داسې خبری او کیسې هم شته چې دوی د اوږدې مودې لپاره د لوړو رتبو افسرانو ، ملی حکومت او د واک له مقامونو څخه منع شوی وو.

په کال ۱۹۷۸ کې د پخواني رژیم ړنګیدو داسې شرایط را منځته ګړل چې د افغانستان قومی او ژبنۍ ډلې کولۍ شی د واک په ویش کې سره یوځای شی. دا تحرک د هزاره ګانو په منځ کې ښه را څرګند شو چې په دواړو خواوو لکه ، حکومت او د وسله وال مخالفانو په منځ کې یې مانورونه و کړل. د هزاره ګانو د هویت او سیاسی شعور مخ په زیاتیدونکی احساس د کوره نۍ جګړی په وخت کې د عبدالعلی مزاری او محمد محقق په څیر مشرانو په سیاسی بیاناتو کې څرګند شو. له ۲۰۰۱ کال وروسته د هزارګانو غوښتنی ، د بیلتون په توګه نه ، بلکه په ملی سیاست کې د پیاوړی او د نوی افغانستان د اتباعو په توګه د معاملاتو په غوښتنو کې څرګندې شوې. د هزاره ګانو سیاسی مشرتابه د بن پروسې ملاتړ وکړ تر څو افغان دولت د هغو هیلو د پوره کولو لپاره و هڅوی ، کوم چې د پخوانۍ جګری په جریان کې یې د دوی د خوځښت او تحرک لامل شوی وو. له ۲۰۰۱ کال وروسته دا د هزاره ګانو د لیوالتیا ایډیولوژیکی اساس او بنیاد وو.

ادامه لری

Virusvrij.www.avg.com 

تاریخ؛ د تېر وخت د حقیقتونو سپیڅلی آرشیف.

ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.
سریزه:
تاریخ د بشري ژوند د تېر سفر هغه ستره پاڼه ده چې د انسانانو، ټولنو او ملتونو تېرې تجربې، کړنې، بریاوې او ناکامۍ پکې خوندي ساتل کېږي. د تاریخ په مطالعه کې انسان یوازې د تېرو پېښو له حاله نه خبرېږي، بلکې د هغو له پایلو څخه د راتلونکي لپاره د سمې لارې د موندلو فرصت هم ترلاسه کوي.
 تاریخ د انسانانو د ښو او بدو کړنو هغه تلپاتې حافظه ده چې ښې کړنې د تقدیر او ستاینې وړ ګرځوي او له ناسمو کړنو څخه د عبرت او زده‌کړې زمینه برابروي.
خو د تاریخ ریښتینی ارزښت یوازې د پېښو په ثبت او خوندي کولو پورې نه محدودېږي، بلکې د تاریخي حقایقو په سمه پېژندنه، تحلیل او عادلانه بیان کې هم نغښتی دی. په همدې اساس، د تاریخ لیکونکي پوهه، امانتداري، عدالت، د لید زاویه او د پېښو د دقیق تحلیل وړتیا هغه مهم معیارونه دي چې د تاریخ د اعتبار او ارزښت کچه ټاکي.
 که تاریخي پېښې له حقیقت او واقعیت سره سمې، هر اړخیزې او له تعصب څخه لرې ولیکل شي، نو تاریخ د راتلونکو نسلونو لپاره د هدایت، عبرت او سمې لارې د موندلو یوه باوري سرچینه ګرځي؛ خو که د تاریخ په لیکنه کې حقیقت، امانت او عدالت له پامه وغورځول شي، نو د پېښو د تحریف او د دروغو د ګډېدو زمینه برابرېږي.
تاریخ د پخوانیو پېښو د خوندیتوب یو سپیڅلی آرشېف دی چې لوستونکو ته د ښو او بدو حالتونو او شرایطو د تفکیک زمینه برابروي، ترڅو لوستونکي وکولای شي د تور او سپین ترمنځ حقیقي لار ومومي.
بشریت هغه مهال خپل مسیر په ریښتني توګه وموند کله چې د دوی کړنې د قلم او لیکنې له اړخه د کتابونو لمنو ته په ريښتنې توګه دننه شوې، ښه یې د ستاینې له اړخه تقدیر شول او له بدو څخه یې بیا د عبرت په هدف د نیوکې میدان ته ټیل وهل شول. هدف دا چې تاریخ یې د پټولو لپاره داسې څه نه درلودل چې د لوستونکو سترګې پرې پټې کړي.
د تاریخ اهمیت د تاریخ لیکونکي له پوهې، امانتدارۍ، عدالت او د لید د زاویې ترڅنګ د حقایقو او واقعیتونو د غوره تحلیل له شرایطو سره د تناسب له ځواک سره په پراخه کچه اړیکه لري؛ یعنې څومره چې د تاریخ لیکوال د پورتنیو ښېګڼو له لوړ حد څخه برخمن وي، په هماغه کچه به یې د تحلیل احاطه پراخه وي، مسائل او پېښې به د ټولو جهتونو له متناسب انعکاس سره، د وخت او شرایطو په ښه فهم، د لیکنې برخه وي.
برعکس، که په تاریخ کې د پورتنیو معیارونو تومنه ونه ساتل شي، نو په تاریخ لیکنه کې د دروغو احتمال ته زمینه برابریږي.
د اسلام وتلی عالم ابن خلدون «رح» وایي: «لکه څرنګه چې په خبرو کې د دروغو او ریښتیا امکان شته، ځکه خو په تاریخ کې هم د دروغو او ریښتیا امکان دی».
پایله:
په پایله کې ویلی شو چې تاریخ د بشریت د تېر ژوند یوازې یو ثبت شوی روایت نه دی، بلکې د انسانانو د تجربو، بریاوو، تېروتنو او عبرتونو یو ژوندی میراث دی.
 د تاریخ له پاڼو څخه د حق او باطل، سمې او ناسمې لارې او ښو او بدو کړنو د پېژندنې لپاره هغه مهال سمه ګټه اخیستل کېدای شي چې تاریخي پېښې په امانتدارۍ، عدالت، پوهې او هر اړخیز تحلیل سره ثبت او بیان شوې وي.
د تاریخ لیکونکي دنده یوازې د پېښو روایت کول نه دي، بلکې هغه باید د وخت او شرایطو په درک، د حقایقو په موندلو او د بېلابېلو اړخونو په متوازن انعکاس سره د تېر وخت حقیقي انځور وړاندې کړي. ځکه که د تاریخ په لیکنه کې شخصي تمایلات، تعصب، ناپوهي او له حقیقت څخه واټن ځای ونیسي، نو تاریخ خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکوي او د حقیقت پر ځای د ناسمې پوهې سرچینه ګرځي.
له همدې امله، د ابن خلدون «رح» خبره چې په تاریخ کې د ریښتیا ترڅنګ د دروغو امکان هم شته، موږ دې ته متوجه کوي چې د تاریخي روایتونو په ارزونه کې باید له ژور فکر، علمي لید او حقیقت‌موندنې څخه کار واخیستل شي. 
په حقیقت کې، هغه تاریخ چې په قلم کې یې امانت، په لید کې یې عدالت او په تحلیل کې یې حقیقت وي، د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې رڼا ده؛ خو هغه تاریخ چې له دې معیارونو خالي وي، د حقیقي ښکلا پر ځای د تورتم میراث له ځان سره لري.

زیاتې مقالې …