کله، چې ما د "تللو يادونه" د مقالو په ټولگه کې د فرخندې د وهلو، ډبولو او سوزولو د تراژیدی په هلکه شعرونه او ادبي ټوټې د هغه په یاد او درناوی په ژړیدلو سترگو مطالعه کړ.
دفعتآ د درونټې نه لږ پورته د کابل جلال اباد په لویه لاره د سرخکانو د ساحې تراژيدي او غمیزه، چې وحشي پړانگانو په عامه لاره ماینونه ښخ کړي و، ٣٠٢ بوس پې برابریږي، بوس انفجار کوی او د اور په لمبو کې اکثره مسافرین یې لکه د تناره وچ لرگي سوزي، لوگی او اهونه يې تر هسکه پورته او ايرې کیږي.
د اور په لمبو کې ټکنده غرمه کې، زما مورکې او یو کلنه خورکې هم په همدې بوس کې د جوزا په ١٩ کال ١٣٥٩ لمریز کې د غرمې د ١٢ بجو په شاوخوا کې د نورو ماشومانو، ښځو او بوډاگانو سره نینې کیږي.
نو ما یو مات او گوډ یو ناچیزه نظم د هغوي په یاد ليکلې وه، چې تاسو لوستونکو سره يې هم شریکوم.
ای د سحر باده
دا وایمه و تاتهگیډۍ دگلو واخله
دا یوسه زما دعا تهدرو په درو گر ځه
کوچیانو و لیدا تهبهسود له پله نه واوړه
باغونو د خرما تهمورکۍ او لورکۍ دواړه
پراته غاړه په غاړهآرزو د چا "صدا" ته
بې تابه دي اشنا تهد خور او ورور خندا ته
د پلار قار او مسکا تهمورکۍ يې هم دا غواړي
انتظار دی نن سبا تهدگلو گیډۍ کيږده
" ارزو" او "شاقند" پا تهدعا راوړه و ماته
د زړه و تسلا ته٠٢.١٠.٢٠١٧
*زلمی نصرت، مات وزر( شعري ټولگه)، شهباز خپرندوی تولنه، ٢٠١٩ میلادی کال، ٤٢،٤٣ مخونه.
"ټکنده غرمه"*
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode