ایرانه کور دې که لمبه شي
نسکوریدل دې که نغمه شي
د افغان درد دې که میلمه شي
ځوانان دې خوار که اواره شي
مونږ د تهران په شان به نه کوو ظلمونه
******************
پنجابه بس دې که بریدونه
پر مهاجرو خپل ظلمونه
پرتا به هم راځي جنگونه
پر سر دې بل به شي اورونه
بیا به درگورو، چې وهې کوم خوا زورونه
دنمارک
۱۰.۱۲.۲۰۲۳
دوې ټپیزې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode