مطیع الله سحر
د افغان ولس تر ټولو لویه هیله هم همدا ده چې هیواد ته یې تل پاتې او باعزته سوله راشي تر څو د دوی پاتې ژوند په ارامۍ تېر کړې او د راتلونکو اولادونو لپاره یې د ښه ژوند زمینه برابره شي. دوی دا نه غواړي چې نیکونو او پلرونو یې څه ډول ژوند تېر کړی. راتلونکي اولادونه یې هم د همدوی په شان په کړاونو او سختیو کې خپل ژوند تېر کړي.