ښه حکومتولي د ولسمشر غني مهم لومړیتوب

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
د جګړې پرمهال نه یوازې خلک ووژل شول او تاسیسات ویجاړ شول، بلکې نظام، بنسټونه او سیستمونه هم ورسره ویجاړ، فاسد، کاواکه او غیر فعال شول او له همدې امله د پرېمانه بهرنیو مرستو باوجود هم نه د ولس رضایت ترلاسه شو او نه هم د کرزي په دیارلس کلنه واکمنۍ کې د بنسټونو په بیا رغاولو اساسي کار وشو، څومره مرستې چې راغلې حیف او میل شوې
، مګر ولسمشر غني دې برخې ته پام ډېر کړ او هغه په دې باور دی تر هغو چې موږ خپل سیستمونه، بنسټونه او عایداتي چینې فعالې نه کړو، نو بهرنۍ مرستې نه د کوم درد دوا کېدلی شي او نه هم ښه حکومتولي را منځته کېدلی شي.
د ښې حکومتولي اصل دادی چې خلک په کې برخه ولري چې د دوی دغه ګډون دا باوري کوي [ې خلک د دولت د لګښتونو او عیوایدو په باب دقیقو معلوماتو د ترلاسه کولو حق لري. معلوماتي ټکنالوژي د داسې څارنې کار ډېره اسانوي. هغه مهال چې د معلوماتو ټولونې ډېر وخت نیولو، دا څارنه ساده نه وه، مګر اوس د حساب ډېر شمېر جدولونه د سترګو په رپ کې د نړۍ له یوه ګوټ څخه بل ته انتقال مومي. همدا راز د میلیونونو ټلیفونونو په شتوالي کې دولت په اسانۍ سره د معاشونو او پروژو لګښتونو په اړه پّ کم وخت کې معلومات ترلاسه کولی شي. همدا راز کولی شي د ټلیفونونو د مراکزو په پرانیستلو له ولس سره نېغ په نېغه تماس ونیسي، چې د لګښتونو د مثوریت او نه موثریت په اړه خپل نظریات وړاندې کړي.
د ښې حکومتولۍ لپاره ولسمشر غني اساسي تغیرات راوستل، مفسد او نااهله مسوولین یې لیرې کړل، د دوی پرځای یې نوي او وړ کسان استخدام کړل، وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې له کابل محورۍ څخه افغانستان محوره شي، ځکه تر هغو چې ولایتونو ته اساسي توجه ونشي، خدمات زیات نشي او د خلکو ژوند کې بدلون رانشي، نو محلي حکومتولي به بې مانا وي. د دې تر څنګ یې د محلي مسوولینو واکونه او بودجه هم زیاته کړې ده.
د دې ټولو تر څنګ ولسمشر غني هر ځل چې ولایتي سفرونه کوي، نو د مسوولینو او عامو خلکو تر منځ کاري غونډې جوړوي، د دوی نظرونه، وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې اوري. ولسمشر غني غواړي ولس ته دا احساس ورکړي چې مرکزي دولت او ولسمشر دوی او د دوی نظرونو ته ارزښت ورکوي او اوري یې. د دې ترڅنګ محلي مسوولینو ته لارښوونه کوي چې د محل له خلکو سره په ګډه سلا او همکارۍ باید د حکومتولۍ د ښه والي لپآره کارونه وکړي، خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي او هغوی په تصامیمو کې ورشریک کړي.
په دې کې شک نشته چې د څلوېښتو کالو ورانۍ او دربدرۍ چې بېرته رغېږي، نو کلونه وخت به واخلي، خو په دې برخه کې د ولسمشر غني سیاسي اراده ډېره مهمه او په دې ګټوره ده چې محلي مسوولین مجبور او مکلف دي چې د ښې حکومتولۍ لپاره د هغه لارښوونې پر وخت عملي کړي او ولسونو ته په ارزښت قایل شي، ځکه د ولسونو له همکارۍ پرته ښه حکومتولي ناشونې ده.