د سولې مشورتي لویه جرګه، د غني کامیابه هڅه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
افغانستان چې په جرګو او مرکو مشهور هیواد دی او تل د مهمو مسایلو د حل لپاره سره یو ځایی راټولېږي او د همغې مسلې لپاره هر یو جلا جلا نظرونه ورکوي. د هر یو نظر ته د قدر په سترګه کتل کېږي،. خو بیا هغه نظرونو ته لومړيتوب ورکوي کوم چې د دوی لپاره مناست وي او د اکثریت توافق ورباندې موجود وي تر څو د ټولو نظر په کې واخیستل شي
او حکومتونو په ملي مسایلو او تصامیمو کې تل ولس ته مراجعه کړې او د ولس نظر یې غوره بللی د، ولسمشرغني هم د همدې لپاره د سولې د مهمې موضوع په اړه د سولې مشورتي لویه جرګه راوغوښته.
 د هیواد دننه او له هیواد بهر د افغان سولې لپاره هڅې تر پخوا لا زیاتې شوي دي. او تر پخوا ورته هیلې هم زیاتې شوي دي. او ولس په دې باوري شوی دې چې هیواد به یې ډېر ژر د یوې با ثباته او با عزتې سولې شاهد اووسي. او د دوی هغه  خوب چې دوی د سولې لپاره درلوده  په رښتیا سره بدل شي. د ولس د همدغه خوب د ريښتیا کولو لپاره ولسمشر محمد اشرف غني دا ښه وګڼله چې د هیواد د سولې په پروسه کې د ولس نظرونه او غوښتنې واخيستل شي چې دا به د سولې په پروسه کې له حکومت سره تر ډېره مرسته وکړي.ځکه چې د هیواد په نا امنۍ کې عام ولس کومې سختۍ تېرې کړي دي. چې بل هيڅوک به هم د هغې سختۍ زغم ونه لري.
د سولې مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو او ولایتونو استازو فعال حضور او ګډون درلود. په تاريخ کې لومړۍ ځل و چې په هیواد کې داسې یوه لویه جرګه چې د هیواد دولتي او عام وګړي په هغه کې ګډون وکړي. دا ټولې د ښاغلي غني د دې هیواد لپاره صادقانه هلې ځلې دي چې دی یې د هیواد لپاره تر سره کوي او لا هم په ارامه ندی ناست او خپلې هڅې یې جاري ساتلي دي. د ښاغلي غني همدا شعار و چې هیله مې واک ته رسېدل ندی. تر ټول لویه هیله او ارمان مې یوازې همدا دی چې د خپل هیواد او د باعزته ولس خدمت وکړم. او لکه څنګه چې ښاغلي غني د خپل کمپاین پر وخت له ولس سره وعدې کولې. که واک ته ورسېدم په ډېره کمه موده کې به هیواد ته یو مثبت بدلو ورکړم.
ښاغلي غني له خپلې وعدې سره سم او د الله د رضا د پاره چې یې غوښتل د هیواد لپاره خدمت وکړي، هغه یې په عمل کې تر سره کړل. ولس دا فکر هم نه کولو چې یو جنګ ځپلی هیواد دې په دومره کمه موده کې دومره زیات پرمختګ وکړي. هغه هیواد چې بهرنیو ترې نه د جنګ میدان او افغان ولس یې سپر ګرځولی و  اوس د یو اقتصاد تولیدونکي هیواد په نوم په نړۍ کې یادېږي. چې دا ټول د ولس په دعا او ښاغلي غني په صادقانه برنامو په تر سره کولو سره مو هیواد اوس په نړۍ کې د ځان لپاره عزت پيدا کړ. اوس د نړۍ هغه هیوادونو چې پخوا به  افغانستان ورته  اړ وه، چې اوس همغه هیوادونه  افغانستان ته  اړ شول.