د جرګې استازو ته د ولسمشر سپارښتنه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې استازو د حکومت او ولسمشر غني د سیاسي مخالفینو د بې اساسه تبلیغاتو او پروپاګند برعکس په ازاده فضا کې یوازې او یوازې د افغان سولې په اړه څو ورځې په ګروپونو کې له صمیمت څخه په ډکه فضا کې له کوم بندیز، محدودیت او سانسور پرته بحث وکړ.
دوی خپل تصامیم او پرېکړې لومړی په ګروپونو کې سره تنظیم کړې، بیا یې په تالار کې په عمومي غونډه کې سره شریکې کړې، ځکه د هر ګروپ په استازیتوب به یو تن د خپل ګروپ پرېکړې او د بحث پایلې د نورو ګروپونو ګډونوالو سره شریکولې او دغه بحث ملي تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپراوه.
په وروستۍ ورځ ولسمشر غني هم یادې غونډې ته ورغی او په دغه ورځ د ټولو ګروپونو پرېکړې او تصامیم په درویشت مادو کې د پرېکړه لیک په بڼه ترتیب شوې وې. د پرېکړه لیک له لوستلو وروسته جمهوررئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې استازو ته وینا وکړه او د وینا په یوه برخه کې یې هغوی داسې مخاطب کړل:
" د مشورتي لویې جرګې معززو غړو! تاسې د هېواد لویه سیاسي او اجتماعي پانګه یاست. زموږ او تاسې کار خلاص نه دی، تاسې سره به د سولې په هر پړاوو کې دوامداره او معناداره تماس ولرو.  له تاسې ټولو هیله لرم چې یو بل سره اړیکې پیاوړی کړی، ځکه په ولسوالیو او کلیو کې د سولې په هکله د دغه برنامو مسوولیت ستاسو په غاړه دی. والیانو ته لارښوونه کوم چې په دوامداره توګه له تاسو سره تماس ولري او ستاسو له مشورو او اقداماتو ملاتړ وکړي."
ولسمشر غني هغوی ته دا واضح پیغام ورکړ چې د سولې په اړه زموږ او تاسو ګډ مسوولیت یوازې په دې جرګې پورې نه محدودېږي، بلکې په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده او له دوی یې وغوښتل چې د ولسونو په منځ کې د سولې لپاره لا زیات کار وکړي. د ده په وینا: " د وطن له لرې لرې سیمو او کلیو څخه په دې جرګه کې د ښځو ګډون، هغه ښځې چې د لومړی ځل لپاره د خپل وطن د برخلیک په خاطر کابل ته راغلي، له دغو ټولو درنو ښځو څخه مننه کوم. په دغه عظیمه لویه جرګه کې ښځې ترخه او خواږه روایتونه لري. تریخ روایت دا دی چې دوی له ځان سره د خپلو خلکو ترخې کېسې راوړي، تر څو د هغو په بیانولو سره، سولې سره مرسته وکړي.  بله خوا د ښځو پراخ حضور د دې ښودنه کوي چې زموږ جمهوري نظام د ښځو په معنادار حضور باور لري. "
په پای کې ولسمشر غني د دوی ټولو مننه وکړه او وې ویل: " زه له ښځو او نارینه‌وو ـ د ځوان او سپین ږیري او تاسو هر یو څخه چې د دې خاورې له ۳۱ میلیون انسانانو په نمایندګي مو په دغې عظیمې تاریخي لویه جرګه کې د ګډون له لارې خپل تعهد او ژمنه تازه کړه، مننه کوم.  په دې کېسو او داستانونو کې ګډ ټکی د سولې غوښتنه او د نظام استحکام دی. د ولس محوره نظام استحکام، د کابل د وقار ساتلو استحکام، د افغانستان استحکام د پلرني کور په توګه د هر افغان هیله ده. دلته ټول ځکه راټول شوي چې زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو.  هغه ملت چې مشترک درد لري د حل لار یې هم مشترکه ده."