اېمل پیاوړی

 

طالبانو د الفتح په نوم د پسرلینو عملیاتو په اعلانولو سره یو ځل بیا ټولو ته دا ثبات کړه، چې دوی نه د جګړې اختیار لري او نه هم د سولې. دوی د پاکستان امر ته ګوري او هر وخت چې د پاکستاني مقاماتي له لوري کوم امر ورته وشي، نو همغه پرځای کوي.

محمدبشیر یوسفزوی

 

افغانستان ته چې پرېمانه نړیوالې مرستې راغلې او پرځای ونه لګېدې، نو یو تر ټولو عمده دلیل یې دا وو چې دلته ملي مالکیت او بین المللي مشارکت نه و موجود. افغان چارواکو فکر کاوه چې اصل واک له بل چا سره دی او په عمل کې هم همداسې وو.

اېمل پیاوړی

 

په افغانستان کې د ولسمشر کرزي په وخت کې چې ناوړه دود رامنځته شو، هغه دا وو چې ځینو سیاسیونو د ځان مطرح کولو، د خپلو شخصي ګټو د پاللو، د مقام، منصب او امتیاز ترلاسه کولو لپاره وخت ناوخته فشارونه واردول او ولسمشر کرزي به د هر ځلي فشار د دفعه کولو لپاره د هغوی غوښتنې په ورین تندي منلې او په دیارلسو کالو کې یې هغوی په امتیاز او باج ورکولو

محمدبشیر یوسفزوی

 

ولسمشر غني د مسکو د غونډې د تکرار د مخنیوي او په دوحه کې د وسه والو طالبانو او افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکره کوونکي پلاوي ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو د ښه ترسره  کېدو په موخه په وروستیو دوه اونیو کې د افغان سیاسیونو په ګډون د هیواد بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي غونډو په پایله کې د دوحې ناستې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ۲۵۰ ګډون کوونکو نوملړ ترتیب کړ.

اېمل پیاوړی

 

ولسمشر محمد اشرف غني په عمل کې دا ثابته کړه چې هم سولې ته اراده او هم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلان او برنامه لري.دا اراده یې له ننه څلور کاله وړاندې له قید او شرط پرته اعلان کړه، د ټول ولس اعتماد او باور یې جلب کړ او ټولو دا ومنله چې ولسمشر غني به که خدای کول پر هیواد تحمیل شوی جنګ په اساسي او سوله ییزه توګه پایته ورسوي.

 

عبدالملک پرهیز

«ناشناس ناشناس نیست کتاب» او په همدې مناسبت غونډو کې د ناشناس څرګندونې او د پښتو ژبې په اړوند د سکتاریستي او تنګنظره کړیو څرګندونې په ټولنیزو شبکو کي د چټک او تند غبرګون سبب شو. ګڼو لیکوالو او څېړونکو په علمي دلایلو د تنګنظره کړیو نظریات رد کړل او د ناشناس څرګندونې يې  چې د ځنې نامالومه دلیلونو او انګیزو له مخې ، بې له علمې څېړنې او مالومات کړې وې، هم رد کړې .

 

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ غونډې ته د خلکو هيله مندي زیاته وه؛ تېره ورځ د نامعلومو دلايلو له امله دغه غونډه لغوه اعلان شوې ده. څوک وايې لغوه شوې او ځینې نور راپورونه بيا وايې چې ځنډېدلې ده.

 

په داسې حال کې چې حکومت حکومت د خپلې اوسنۍ مودې د غځولو په لټه کې دی؛ د ولسمشرۍ ځينې نوماندان وايې چې د جوزا له میاشتې وروسته د ملي یووالي د حکومت عمر پای ته رسېږي او باید بل حکومت ته واک وسپاري. دوی وايي، پر یوې طرحې کار کوي چې پر اساس یې د جوزا له لومړۍ څخه یو بل څوک د ولسمشر محمد اشرف غني ځای ونیسي او نظام اداره کړي.

 

تحریم اقتصادی ازجمله ای مؤیدات (جزاء) است که درپرتوحقوق بین المللی علیه آن دولتها ، نظام های سیاسی وافراد مرتبط به گروه ها واحزاب سیاسی وضع میگردد که صلح وامنیت جمعی را به مخاطره مواجه نموده ویا حقوق وارزشهای بشری را درسطوح داخلی ویا جهانی به گونه چشمگیری نقض مینماید.

 

په داسې حال کې چې د اساسي قانون له مخې د اوسني ولسمشر د کار دوره د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته پايته رسيږي؛ سترې محکمې حکم صادر کړی چې تر راتلونکو ټاکنو پورې به اوسنی حکومت خپل کار ته دوام ورکوي. هغه سند چې رسنيو ته په لاس ورغلی ښيې چې سترې محکمې پرېکړه کړې چې اوسنی ولسمشر غني به تر هغې خپل کار ته دوام ورکوي څو پورې چې د ټاکنو پايلې نه وي معلومې شوي او نوی ولسمشر ټاکل شوی نه وي.

زیاتې مقالې …