ګلرحمن رحماني

 

سره له دې چې دواړه لورو (طالبانو او افغان حکومت) په قطر هیواد کې په بین الافغاني مذاکراتو په پرنسیپ کې هوکړه کړې وه او دواړو لوریو د یادو مذاکراتو لپاره د خپلو پلاویو لېستونه هم ترتیب کړي و، خو د قطر دولت له لوري برابر شوي لېست دغه ناسته لغوه کړه.

محمدروښان ښاد

 

په خوله خو ټول د وطن د مینې او وطنپالنې چغې وهي، مګر وطنپالنه تشې د خولې خبرې او شعارونه نه دي. وطنپالنه کار، عمل او قرباني غواړي. ښاغلی غني په تنکي زلمیتابه کې د زده کړو په موخه له هیواده مساپر شو، خو چې را وګرځېده، نو د شوروي یرغل له امله یې کورنۍ کلابنده او خپله له هیواده ووت. بیا نو څلرویشت کاله جلا وطن و.

اېمل پیاوړی

 

کوچیان د افغانستان محترم او محروم قشر دی. دوی د دې هیواد لپاره د سوداګرۍ، د سرحدونو د امنیت، مالدارۍ، غوښې او صادراتي اقلامو په برخه کې پام وړ خدمتونه کړي. دوی به د هیواد له سرحدونو څخه وتل او تر لیرې لیرې به یې کاروانونه تلل، پانګې او شتمنۍ یې لرلې، خو بدمرغې جګړې ورڅخه پانګې واخیستې، لارې او سرحدونه یې ورباندې وتړل

اېمل پیاوړی

 

د ۱۳۹۸ لمریز کال د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو د سولې مشورتي لویې جرګې پر وړاندې د مخالف دریځ نیولو او اعلانولو پرمهال مخکې له مخکې یاده جرګه بې ګټې او د ولسمشر غني یوه کمپایني هڅه وبلله. د دوی دغه ډول څرګندونې نه جرګې او هم افغان ولس ته توهین وو.

مطیع الله سحر

 

پاکستان، ایران، روسیه او ځینې نورې بهرنۍ حلقې طالبان او تروریستي ډلې په ګران هیواد افغانستان کې جګړې او ورانکاریو ته لمسوي. دوی د انکشاف، پرمختګ، سولې او ثبات پر وړاندې خنډونه ایجادوي، ځکه زموږ ګاونډیان د باثباته افغانستان پلویان نه دي او فکر کوي چې باثباته افغانستان به د د دوی په زیان وي، حال دا چې دوی په غلطه دي.

محمدروښان ښاد

 

نن دوشنبه د سهار په نهه نیمو بجو ولسمشر غني د لویې جرګې تالار کې د سولې مشورتي لویه جرګه چې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو او پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ۳۲۰۰ منتخب استازي په کې ګډون لري، په خپلې وینا سره رسماً پرانیسته. نوموړي وویل، "تر هر څه اول غواړم، د سولې د دغې عظیمې لویې مشورتي جرگې هر یو غړي ته د بشریت د ستر لارښود،

 

د سولې لویه جرګه په دې موخه پرانیستل شوه چې هېواد کې څلويښت کلنه جګړه ختمه کړي، هېواد د تلپاتې سولې په لور راهي کړي او افغانان د هېواد په بیا ودانۍ کې په یو ټغر را ټول کړي. دغه جرګې ته  د ثور ۹ مه نېټه ځکه په پام کې نېول شوې ښکاري چې دلته د ثور د ۷ مې او ۸ مې پېښو په توپیر؛ رامنځته شویو ناخوالو، تربګنیو، جګړو او ویجاړیو ته د پای ټکی کېږدي

 

لیکوال شرف الدین کاکړ

د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر چې د ملي یووالي د حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر غني تر ټولو باوري کس و او حتا داسې فکر کېده چې د هېواد ټولې چارې او اساسي تصامیم د اتمر په مشرۍ د ملي امنیت شورا له لوري نیول کېږي؛ له حقیقت څخه لرې نه وه.

اېمل پیاوړی

 

افغانستان د جرګو وطن دی، ځکه دغه عالي او ملي دود له پېړیو راهیسې نه یوازې را روان دی او تاریخي ارزښت لري، بلکې د جرګو له برکته د افغان ولس ډېرې لویې لویې کشالې او مسالې په اساسي او سوله ییزه توګه هوارې شوي او ولس تل د سختیو پرمهال جرګو ته پناه ور وړې، نو له دې امله افغانان د جرګو ډېره پخوانۍ تجربه لري او د تاریخ په اوږدو کې یې ډېرې جرګې کړي، مګر د سولې مشورتي لویه جرګه په خپل ذات کې بېسارې او بې جوړې وه.

نوشته کریم پوپل

از سال ۲۰۰۱  الی ۲۰۰۴ فعالیت طالبان ضعیف گردیده بود.  پاکستان متوجه شد که با از دست دادن طالبان چیزهای زیادی را از دست داده است . از یکطرف فعالیت تخریبی امریکايی ها در مناطق مرزی داخل پاکستان زیاد گردیده بود.

 

په داسې حال کې چې د مشورتې لويي جرګې د پرانیستې او د هغې له پریکړو په هېواد دننه او بهر کې پراخ ملاتړ وشو او دا ملاتړ مخ په زیاتېدو او پراخېدو دی، د جرګې تحریم کوونکو ته به غوره دا وي چې خپله تېروتنه ومني او جرګې سره د پرېکون، په ډاګه بخښنه وغواړي.

زیاتې مقالې …