پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر موخه ؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د پاکستان لمړی وزیر عمران خان سره د تیری یکشنبی په ورځ په ټیلیفونی تماس کې د افغانستان د سولې پروسی او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبری وکړی او د پاکستان د لمړی وزیر افغان ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړه چې  افغان ولسمشر یې بلنه ومنله .

وروسته له هغه چې افغان ولسمشر له پاکستان څخه د ریښتونی همکاری غوښتنه کړی وه دا لمړی ځل ده چې پاکستان ته یې د سفر بلنه ومنله . نوموړي پاکستان ته یو شرط وړاندی کړی و، هغه دا چې که د افغان سولې په برخه کې موږ سره صادقانه همکاري ونه کړی او له خپلې خاوري څخه طالبان ونه باسی موږ له تا سره هر ډول سیاسی اړیکي ختموه .

د دغه سفر موخه د سیمی پر اقتصادی مسایلو راڅرخی ، پاکستان د اقتصادی بحران سره مخامخ ده د سیمی لپاره یې هلی ځلی شروع کړی خو ښکاره خبر ده چې له پاکستان سره د سیمی نه بلکی د خپل اقتصاد د جوړیدو غم ده . د دغه سفر موخه دا هم ده چې د سیمی د اقتصادی مسایلو او سیمه ییز اتصال په اړه د لا مفصل بحث لپاره د دواړو هیوادونو مشران له نیږدی کینی بحث پری وکړی تر څو یوې نتیجی ته پری ورسیږي ، کله چې افغانستان له پاکستان سره د نه همکاری له وجی ټولی اړیکی ختمی کړی افغانستان د خپل تجارت لپاره بدیلی لاری ولټولی نو د پاکستان ډیری هغه کارخانی چې د پاکستان په اقتصاد کې یې مثبت رول لوباوه او افغانستان ته به یې سیمنټ ، اوسپنه ، غنم او نور ډول ډول اموال رالیږل وتړل شوی چې له بندیدو سره یې پاکستان د اقتصاد له نګاه ډیره غټه ضربه ولیده .

د افغان ولسمشر د سفر موخه د سولې په برخه کې د پاکستان ریښتونې همکارې معلومول دي ځکه افغان ولسمشر پاکستان ته یو شرط ایښی وه چې باید د سولې په برخه کې موږ سره صادقانه همکاري وکړی او له خپلې خاوري څخه طالبان وباسی ، دا چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې څومره همکاري کړی معلومه نده خو پاکستان اوس تازه تازه پخپله خاوره کې هغه سازمانونه بند کړل چې له تروریستی ډلو سره یې اړیکي درلودي او د پاکستان امنیت ته یې سردردی جوړاوه .

افغان ولسمشر له پاکستان څخه د متقابل احترام او ارضی تمامیت ته په درناوی داسی اړیکي غواړی چې ټول پام یې دوستانه ، ښی تجارتی اړیکو او د دواړه هیوادونو اقتصادی ودی ته په درناوی ولاړی اړیکي وی خو پاکستان تل له افغانستان سره داسی اړیکي پاللی چې د دوستي پر ځای ورسره دوښمنی پاللی او د تجارت لپاره یې ګاونډیو هیوادونو ته تروریستي ډلي رالیږلي .

د یادونی وړ ده چې د افغانستان د ملی امنیت مشاور حمدالله محب او په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان سره لیدلی او دواړه خواوو د ولسمشر د سفر تر څنګ له ترهګری سره د مبارزې لپاره پر سیمه ییزه همکاری هم خبری وکړی چې دواړه لوری له دغو خبرو خوښ ښکاریدل .دا چې افغانستان به له ده سفر څخه څومره لاسته راوړنه ولری راتلونکی وخت به یې روښانه کړي .