په داسې حال کې چې د قطر غونډې د لغوه کېدو پړه طالبانو رسماً پر افغان حکومت او حکومت بيا پر قطر اچولې ده؛ اوس د دغونډې د لغوه کېدو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. د افغان حومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايې چې د قطر غونډه د ناسم مدیریت له امله لغوه شوه، خو د حکومت منتقد سياسيون پخواني طالب چارواکي بيا وايې حکومت په لوی لاس د قطر غونډه سبوتاژ کړه