ولسمشر غني جرګه د افغانانو ملي بنسټ بولي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
افغانستان له لومړي او لویه سره د جرګو او مرکو په وطن مشهور دی، ځکه دې هیواد کې چې کله هم ستونزې لویې شوي او بحرانونو څخه د وتلو لپاره اقدام شوی دی، نو ولسونه په خپلو کې سره جرګه شوي دي او بیا یې د حل مناسبې لارې وړاندیز کړي دي.
د څلوېښت کلن جنګ له امله نور افغانان د دغه بدمرغه جنګ زغم ته بې وسه شوی دی او ځکه یې نو تر ټولو لویه هیله د جنګ ختمېدل او د تلپاتې سولې تامین دی، خو سوله د افغانانو ورکه ده. جنګ په هیواد کې داخلي ناورینونه زېږولي.
سیمه او نړۍ لا هم په افغان وطن کې روان جنګ ته پوکی ورکوي. هغوی د ودرولو پرځای د لا تېزولو او دوامدار ساتلو هڅه کوي، خصوصاً ایران، پاکستان او روسیه عملاً له وسله والو طالبانو سره د مهماتو او امکاناتو مرستې کوي او در ګرده یې جګړې ته هڅوي. دوی غواړي چې د ولسمشر غني په هڅو او هلو ځلو د سولې برابر شوی فرصت ضایع کړي، مګر ولسمشر غني له دغه فرصت څخه د ښې استفادې لپاره مټې را نغښتې دي. په همدې موخه یې د سولې مشورتي لویه جرګه راغوښتې ده، نوموړي پرون د سولې مشورتي لویې جرګې ته په وینا کې وویل: "جرگه در تاریخ افغانستان اهمیت خاص خود را دارد، این یک عنعنه ای  ملی است که افغانها در طول تاریخ بخاطر فیصله های بزرگ به آن متوسل میشدند، نقش‎هایی مثبت که جرگه‎ها در مورد مسایل محلی و سیاست خارجی افغانستان، صلح و جنگ در دوره های مخلتف بازی کرده، این همه را تاریخ بزرگ کشور ما به یاد دارد."
افغانستان د څلوېښت کلن جنګ او بحران باوجود لا هم واحد پاتې شو، ډېرو یې د نړېدو، پاشل کېدو او تجزیه کېدو لپاره ناوړه او ناولې هڅې ورکړې، خو هیڅ نتیجه یې ورنه کړه. د افغانانو لوی قوت د دوی ملي وحدت دی او د دې ترڅنګ ځینې نورې نېکمرغۍ هم لري چې یوه له هغو څخه لکه ولسمشر غني چې وایي لویه جرګه ده: "خوشخبت هستیم که نهاد ملی داریم، که ممثل اراده ملی ماست، و تمصال واقعی مردم سالاری و وحدت ملی ماست. لویه جرگه یک عنعنه است که به برکت مردم سالاری و نظام جمهوریت حالا به  یک رسم نهادینه نیز تبدیل شده  است. این چه زیبا اصطلاحیست – ترکیبی  از پشتو و دری. لویه کلمه پشتوست و جرگه کلمه فارسی دری و این تصادف نیست این همان پیوند عمیق و خدا داده  برای  سرزمین ماست.
  اینجا پیوند مردمها به اندازه همین اصطلاح با هم گره خورده است و بافت باغ گونه‌ای افغانستان را بوجود آورده است. برماست که برمشترکات ما سرمایه گذاری کنیم و از نفاق دوری کنیم.
اینجا ما اتفاق و برادری و همدلی خویش را به نمایش گذاشته ایم  و رسم پسندیده ای اسلامی را حرمت گذاشته ایم که نه تنها مشوره را گرامی و مقدس میداند بلکه اتحاد و همدلی را بخش اساسی دین گفته است.
 حدیث مبارک است که میگوید دست خدا با جمع است و شیطان در نفاق است.
  خداوند می فرماید که به ریسمان الهی چنگ بزنید و پراگنده نشوید.  در پرتو ارشادات دین مقدس اسلام  زیر یک سقف یکجا شدن و لبیک  گفتن به اتحاد همان ریسمان الهی است."
تر هغو چې افغانان یو لاس او یو موټی وي او دوی د تل په څېر خپلو ارزښتونو ته ژمن وي، نو د نړۍ هیڅ زبرځواک ورباندي نشي بریالی کېدلی او نه هم دوی له منځه وړلی شي.