ولسمشر غني د تلې ۱۸ د ملي حماسې ورځ وبلله

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

په ولسي جرګه کې د کابل او پکتیا ولایتونو د خلکو نویو منتخبو استازو نن د جمهور رئیس غني په حضور کې لوړه وکړه. ولسمشر غني یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، د تلې ۲۸ مه زموږ د ملي حماسې ورځ وه

چې د افغانستان ولس هیڅ تهدید ته سر ټیټ نه کړ او په خپل ټول قوت یې د خپلې خوښې استازي وټاکل، دا ورځ به د ولسواکۍله پلوه د افغانستان په تاریخ کې د ځلانده ورځې په توګه ثبت شي.

نوموړي وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلو سرښندنو ثابته کړه چې د اساسي قانون او ولسواکۍ نظام اصلي ساتونکي دي او همدارنګه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو،  نوماندانو او ملکي خلکو په ګډون د ازادۍ د لارې ټولو شهیدانو اروا ته  دعا وکړه. جمهوررئیس وویل، د افغانستان ملکي ادارو په اساسي توګه خپل بې پرېتوب وساته او هیله ده د جمهوري ریاست او نورو دولتي بنسټونو بې طرفي هم درته ثابته شوې وي.

ولسمشر غني په ټینګار سره وویل، ما ژمنه کړې وه چې انتخاب د افغانستان د خلکو دی او هر څوک چې دوی د خپلې رایې وړ وبولي، همغه یې باید وکیل شي او په ښه توګه یې استازیتوب وکړي.   نوموړي د مخکېنیو ټاکنیزو کمېسیونونو د بې کفایتۍ له امله چې ټول ولس ورباندې اجماع لري د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو ځنډ د ولسواکۍ نظامونو په تاریخ کې یوه  فاجعه وباله او په راتلونکي کې یې د دغه ډول فاجعې په مخنیوي ټینګار وکړ.  جمهوررئیس یادو استازو ته په خطاب کې وویل، نن تاسې، د کابل، پکتیا او د افغانستان ټولو خلکو ته د ولسي جرګې د بشپړېدو مبارکي وایم او له دې وروسته به تاسو په خپل توان او پر خپلو کلیدي دندو تمرکز کوئ او د افغانستان د خلکو باور به ساتئ.

جمهوررئیس وویل، د غزني د منختبو استازو نه موجودیت یوه خلا ده او د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو له ټاکنو سره یو ځای به د دوی ټاکنې ترسره شي. دا ضرور ده چې ټول افغانان په عادلانه توګه د خپلې رایې په اساس په اولسمه دوره کې سهم ولري.  د دولت د رئیس په توګه درې واړه قوې ماته حیاتي او برابر ارزښت لري او د جمهوري نظام پرمختګ د درې ګونو قواوو تر منځ همغږۍ او همکارۍ کې نغښتی دی.  هیله ده چې اولسمه دوره د افغانانو لپاره ځلانده دوره وي. هغه زیاته کړه، له ۴۰۰ زیات قوانین او مقررې پاس شوي او د پرمختګ واضح حقوقي تهداب رامنځته شوی. همدارنګه یې له وکیلانو وغوښتل چې ور استول کېدونکو قوانینو او په ځانګړي ډول  د ټاکنو قانون تجدید ته پاملرنه وکړي.

محمداشرف غني وکیلانو ته په خطاب کې وویل، د ټاکنو حوزو مسله او عادلانه استازیتوب هغه موضوعات دي چې تاسو به ورباندې بحث وکړئ او د افغانستان د خلکو اعتبار باید احیا شي. د ولس رایه په اساسي توګه  برخلیک ټاکونکې ده او د دوی د پاکو او شفافو رایو له شمېرلو وروسته به  د ټاکنو پایلې ژر د افغانستان خلکو ته اعلانېږي. د ولسي جرګې استازو سره به په زون واره کتنو کې د انکشافي، اقتصادي او نورو مسایلو په اړه د دوی مناسبې طرحې واوري.