طالبان ولې له بین الافغاني مذاکراتو وېره لري؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
طالبان چې ځانون د دین او د خدای د لارې پتنګان بولي، مګر په تېرو اتلسو کالو کې چې دوی کوم جنګونه، ظلمونه او جنایتونه ترسره کړي او لا یې هم ترسره کوي، د اسلام د مبارک دین سره واضح په ټکر کې دي، ځکه دوی له خپل ملت سره په جنګ کې دي او د اسلام مبارک دین د یو مسلمان وژنه د ټول امت مسلمه وژنه بولي
.
په تېرو اتلسو کالو کې د وسله والو طالبانو جنګونو او جنایتونو ثابته کړه چې دوی د پاکستان له لوري په افغانستان کې د جنګ او بدمرغۍ د دوام لپاره رامنځته شوي دي او د دوی مبارزه هیڅ دیني او مذهبي رنګ نه لري، ځکه تېر کال د روژې په مبارکه میاشت کې د افغانستان دیني علماو په متفقه فتوا کې په افغانستان کې روان جنګ فتنه وباله او وسله وال طالبان یې سولې ته وهڅول، وسله وال طالبان د علماو د دغې فتوا پر وړاندې خاموش او بې ځوابه پاتې شول.
همدارنګه د اندونیزیا او سعودي عربستان په بین المللي کنفرانسونو کې چې د اسلامي هیوادونو دیني علماو په کې ګډون درلود په وضاحت سره وویل شول چې په افغانستان کې روانه جګړه مسلمانه وژنه او افغان وژنه ده او په جنګ کې ښکېلې خواوې دې د جنګ پر ځای د سولې لاره اختیار کړي.
د علماو دغو پرلپسې غونډو او فتواو له طالبانو څخه د جنګ مشروعیت واخیست مګر لا هم طالبانو له جنګ لاس نه دی اخیستی. په دې وروستیو کې وسله وال طالبان د دې پرځای چې له افغان دولت سره د سولې مذاکراتو ته کېني، نو له امریکایانو سره یې د سولې خبرې پیل کړې دي او تراوسه چې څو غونډې شوي، نو ټولې یې له کوم پرمختګ پرته بې پایلې پایته رسېدلې دي.
د افغانستان دولت او ملت بار بار له وسله والو طالبانو څخه غوښتي دي چې د سولې بین الافغاني مذاکرات دې ومني او د هیواد په داخل کې دې په خوندي فضا کې په ازادانه ډول د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته را وړاندې شي، مګر د دې ټولو بلنو باوجود لا هم وسله وال طالبان له بین الافغاني مذاکراتو څخه وېرېږي.
 
پوښتنه داده چې وسله وال طالبان ولې له بین الافغاني مذاکراتو وېره لري؟
ځواب یې ډېر واضح دی، وسله وال طالبان هیڅ داسې موضوع نه لري چې دوی یې د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته د بحث لپاره راوړي، ځکه دوی پوهېږي چې هیڅ غوښتنه یې قانوني او اصولي نه ده او نه هم د مذاکراتو صلاحیت لري، ځکه دوی د پردیو له لوري د خپلو هیوادوالو وژنې او وحشت خورولو ته توظیف شوي او تر هغو چې پاکستان او نورو بهرنیو ملاتړو ورته اجازه نه وي کړې، نو په خپل سر نه پر هیواد تحمیل شوی جنګ ودرولی شي او نه هم د سولې مذاکرات منلی شي، نو له دې امله دوی د سولې بین الافغاني مذاکراتو څخه په شا کېږي او انکار کوي او له امریکایانو سره د دې لپاره مذاکراتو ته ناست دي، تر څو د پاکستان په غوښتنه امریکایان افغانستان پرېږدي او د دوی لاسوهنو ته لا ډېره زمینه برابره شي.