د ولس جرګه او د طالب جګړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

د افغان ولس تر ټولو لویه هیله هم همدا ده چې هیواد ته یې تل پاتې او باعزته سوله راشي تر څو د دوی پاتې ژوند په ارامۍ تېر کړې او د راتلونکو اولادونو لپاره یې د ښه ژوند زمینه برابره شي. دوی دا نه  غواړي چې نیکونو او پلرونو یې څه ډول ژوند تېر کړی. راتلونکي اولادونه یې هم د همدوی په شان په کړاونو او سختیو کې خپل ژوند تېر کړي.

د افغانان د درد درمان ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ولس د همدغې سترې هيلې لپاره په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړه. چې تر څو افغان ولس یوزای سره راټول شي او په یوه ارامه او سوکاله فضا کې دوی خپلې ستونزې له افغان حکومت سره شریکې کړي. د ښاغلي غني د لویې مشورتي جرګې په دایرولو سره ټولو افغانانو ورسره دا خبره تائید کړه. او د هغوی په مرسته او مشورو یې یاده جرګه پرانیستله. او د هیواد له څلور دېرش ولایتونو څخه په کې څه باندې درې زره عام او دولتي وګړوګډون کړی وو. چې ګډون کوونکي هم ډېر خوښ ښکارېدل او د خوښۍ احساس یې کولو. ځکه چې کلونه پس په هیواد کې داسې یوه لویه جرګه جوړه شوه، چې په هغه کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه خلکوګډون کړی و.

په جرګه کې ګډون کوونکو یوازې او یوازې له طالبانو غوښتل چې نور د افغان له جګړې لاس واخلي. او د سولې نارې ته لبیک ووايي. په سوله کې نه یوازې د افغانانو خېر نغښتی دې. بلکې په سوله کې د دواړو خواو هم د افغان حکومت او هم د طالبانو خېر دی. ځکه چې په جګړه کې یوې خوانه بلکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله او تاون اوړي. د یوه هیواد ټوله شتمني او پرمختګ په سولې پورې اړه لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې خو باید له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړئ. د جګړې پر ځای د خدای عبادت وکړئ او خدای ته د دې سوال وکړئ چې خدایه که مونږه په غلطه روان یو ته مو په سمه روان کړې. نور د افغان حکومت پر وړاندې وسله مه پورته کوئ. دا چې جهاد کول د خدای امر دي مونږ ټول باید د خدای دا امر پر ځای کړو او جهاد وکړو. خو خدای پاک ويلې چې جهاد یوازې له کافر سره روا دی چې کلمه یې په خوله نه وي ویلې. او د خپل مسلمان ورور سره هېڅ وخت جهاد ندې روا او که چېرته یو مسلمان بل مسلمان ورور په ناحقه وواژه هغه جهاد نه بلکې قتل وکړ چې خدای پاک قاتل ته هم په اسلام کې د سزا حد ټاکلی دې. او په ورځ د اخرت له ورسره خدای بیا سزا ورکوي.

داچې طالبانو د ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني د اوربند غوښتنه رد کړه او له دې معلوميږي چې دوی به هېڅکله هم له جګړې لاس وانخلي، ځکه دوی د هیواد د ابادۍ او د ولس سوکالی لپاره کوم خاص پیغام او برنامه نه لري.