عبدالصمد ازهر

د پښتون قومي عدالت غوښتنې بې ساري جرګې بريالۍ پايلې ته هرکلی وايم او د پرېکړو کلک ملاتړ يې کوم. په پرېکړو کې ډېر ارزښتناکه ټکي پراته دي. په دې پيل کې تر دې ښه نه شو کېدای.

 

https://www.facebook.com/

PTMupdates/

videos/982864880273863/

 

د بنديز او وسله والو بريدونو وروسته، دې جرګې ته پاکستاني واکمنو ځکه له مجبوريته اجازه ورکړه چې:

 

تر هر څه لومړی خلکو قرباني ومنله خو په شا نه شول؛

سخت اقتصادي، سياسي او ټولنيز بحران هم له واکمنو لار ورکه کړې وه؛

او په نيژدې راتلونکي کې د بريکس د مشرانو د غونډې کوربه توب يې هم په غاړه و چې يو آرام تشيال(فضا) ته يې اړتيا درلوده.

 

لکه پخوا چې مې هم ليکلي دي، زه د پوځي استخباراتو به شيطاني برنامو کې دا احتمال زيات وينم چې هم به د تطميع او تخويف له وسلې نه په کار اخيستو د جرګې پايلې پيکه کړي، هم به د همغه قانون پر بنسټ چې دمخه يې د بنديز لګولو له پاره تکيه پرې کړې وه، يو ځل بيا، هغسې چې يې له عمران خان سره وکړل، د قانون په نامه کشول او وسله وال بريدونه کول وازمايي، وينې تويې کړي او بند خونې ډکې کړي.

 

خو د ځوځښت د کلونو تجربې او ګام په ګام د سنګرونو لاندې کول دا هيله ځواکمنه ساتي چې منظور پښتين، ملګري يې او له جرګې نه راوتلي جوړښتونه به بياهم د راتلونکو پرمختياوو او پېښو مناسب او ښه مديريت وکړي.

 

زه په دې کلک باور لرم چې دا قوم اوس ويښ شوی دی. له بنديز او وېرې خپرولو سره سره، غونډغالي ته د غرو او رغو له لارو د ځوانانو او زړو راتويېدل يې ښکاره ثبوت دی. هغه تيږه چې دې جرګې کښېښوده نوره د ماتېدو نه ده. لوړې او ژورې بې له شکه رامخ ته کېږي، فربانۍ به هم ورکول کېږي خو خوځښت به په مخ درومي.

 

عبدالملک پرهیز
پښتانه چې د پاکستان په نامه د جعلي او تش په نامه استعماري هیواد په اډانه کې د انګلیس د استعمار په دوام د پنجابي ګوډاکي دولت تر ښکیلاک لاندې رواوستل شول، له هغه مهاله تر نن پورې د پنجابي ښکیلاکګر د بې شمېره انساني جنایتونو سره لاس او ګریوان دي په زرګونه وګړي وژل شوي او په زرګونو نور تریتم شوي. د پښتنو پر ټولو اقتصادي زیرمو د پنجاب چور او تالان جاري ساتل شوی او پښتانه له خپلو ابتدايي انساني حقوقو څخه بې برخې ساتل شوي.
پښتنو په بیلابیلو وختونو کې ددغه ناروا زورزیاتي تر وړاندې د اعتراض غږ پورته کړی خو هر ځل په خونړي او انساني ضد وسایلو ټکول شوي دي.
نن پښتانه یو ځل بیا دې ته اړ شول څو د خپلو حقوق د خوندي کول او د زورزیاتي او ظلم څخه د مخنیوي دپاره خپل غږ اوچت او ټول پښتانه د خپلواکۍ او عدالت په لوی غورځنګ کې د اتحاد په لور را وبولي. پنجابي استعمارچیانو دا ځل هم په بیلابیلو وسایلو هڅه وکړه او کوي څو دغه غورځنګ له ماتې سره مخامخ کړي.
پنجابي استعمار له انګریز میتودونو او لارو چارو څخه په کار اخیستو سره هڅه وکړه  او کوي څو د پښتنو د یووالي مخه ونیسي او په پښتنو کې د اختلافونو د رامینځ ته کولو د لارې دغه غورځنګ کمزوری او وځپي. ددې کار دپاره پنجابي استعماري کړیو هڅه وکړه او کوي ځینې کړۍ په پښتنو کې د بې اعتمادۍ د رامینځ ته کولو  دپاره فعاله کړي او د پښتون غورځنګ پر خلاف د نا سم او جعلي تبلیغاتو د په لاره واچولو له لارې دغه غورځنګ له خپل مینځه دړې وړې کړي.
د بلې خوا دوی د تل په شان  د غورځنګ د فعالانو د ترور او وژلو له لارې غواړي د غورځنګ په لیکو کې ویره او ډار خپور کړي.
 دوی د تطمع او ځپلو سیاست په لاره اچولی او غواړي ځنې کسانو اوکړیو ته د امتیازونو په ورکولو سره، د پنځمې ستنې په توګه د غورځنګ له مینځه د پښتنو د اوږدو کړاونو او رنځونو څخه د خلاصون غورځنګ له ماتې سره مخامخ کړي.
ټولو ګواښونو ته په کتو سره د پښتنو د ژغورنې غورځنګ په زیات متانت او استقامت سره د خپلو مخو د تر لاسه کولو لاره د زندانونو او وژنو ، او د استخباراتي کړیو د تورو پروپاګندونو سره سره  خپله لاره په بري سره ووهي او ددښمن تورې دسیسې خنثې کړي.
پتجابی استعمار د پښتنو د عدالت جرګې په درشل کې یو ځل بیا د ویرې اچولو او تفرقې  اچولو  همدغه تور میتودونه وکارول ګڼ شمېر د غورځنګ فعالان یې بندیان او یوشمېر یې په بې رحمۍ سره ووژل، او ټول امکانات یې بند کړل. دوی هڅه وکړه چې دغه جرګې ته د لارو په بندولو او ددغه غورځنګ په غیر قانوني اعلانولو سره دغه غورځنګ و څپي او ددغه سترې تاریخي جرګې د جوړیدو لاره ډپ کړي. خو د خلکو زور د خدای زور دی.  دغه سیلاب د ټولو خنډونو سره سره زور واخیست او ټولی پرګنې په یو واحد او ګډ تګ لوري کې د ګډېدو سره دې غورځنګ ته لا نور ځواک ورکړ او د پنجاب له خوا رامینځ ته شوي خنډونه يې یو په بل پسې له مینځه یوړل او خلک د جرګې سیمې ته د راتګ په حال کې دي. دا پر شر د عدالت لومړی ستر بری دی.
پښتانه د پنجابیانو د ګواښونو تر وړاندې ودرېدل او سره یو موټی کېږي او د هغوی شومې هیلې او ناوړه پروګرامونه له ماتې سره مخامخوي. دا یو ستر بری د یووالي لومړی بری دی. پښتناه باید دغه یوالی وساتي او غښتلی کړي او له یو بري څخه د بل بري په لور ګام واخلي.
هغه څه چې دلته ډېر مهم دی دادی چې دغه مهم ملي غورځنګ باید تر وروستي بري پورې یوموټی او یو لاس و ساتل شي، د یووالي ساتل یوازې په خبرو نه بلکې د عملي تدبیرونو په غوره کولو سره ترسره کېدی شي. دښمن د هر کوچني اختلاف څخه ګټه پورته کوي او دهغې د لویولو هڅه کوي، نو ځکه د هرې ستونزې حل چې اختلاف پیداکوي ، حل ته اړینه پاملرنه وشي ځکه دښمن زیات مکار دی. که څه هم دښمن په دې پړاو کې له ماتې سره مامخ شوی خو دښمن لا کمزوری نه دی او زیات وسایل او امکانات په واک کې لري. نو ځکه باید د غورځنګ مشران خپله پوره هوښیارتیا و ساتي او ټول مسایل په ځیرتیا سره و څاري او پاملرنه ورته وکوي. دښمن که ګیدړ هم وي باید جدي ونیول شي. 
جرګه د ټولو نظریات په پرانیستې ټنډه واوري او د ټولو طرحو مثبت او منفی اړخونو وڅیړي او د اکثریت د نظر پر بنسټ چې د لږکیو نظریات هم په پام کې ونیول شوي وي، خپله راتلونکې کړنلاره  او خپل نژدې او لرې هدفو نه وټاکي. د هيڅ چا د خفګان دپاره بهانې په لاس ور نه کړی شي، دا کار به د دښمن د استخباراتي کړیو کار ستونزمن کړي او د یووالي د ساتلو میکانیزم به یقیني کړي. 
څرګنده ده چې دا جرګه نه شي کولی د اوږدې مودې ټولې راپاتې ستونزې په یو وار حل کړي، خو دا جرګه کولی شي د یو سنګر له فتحې څخه د بل سنګر د فتحه کولو لاره  په بري سره اواره کړي.

عبدالصمد ازهر                                                                              ۱۱/ ۱۰/ ۲۰۲۴
د پښتون قام پر ضد د پاکستاني پوځيانو د تېرو تاريخي جنايتونو په لړۍ کې، کله چې په تېر جولای کې يې لاسونه د ځوان ولسمین وطنپال او د پرګنو د ارمانونو شاعر ګيله من وزيري په وينو ولړل شول، پښتنو وموندله چې دا د ملي شخصيتونو او د ملي جوړښتونو د غړو رېبل او د پښتون د هويت، عزت او فرهنګ د محو کولو پلان شوی بهير به په خرپ روان وي څو د قام په يووالي ونه درول شي. د پښتون ژغورنې خوځښټ(پي ټي ام) مشر منظور پښتين د قام  پر ټولو سياسي جوړښتونو، ځانګړو مشرانو،روڼ اندو، ټولنيز و فعالانو، پوهانو، ديني عالمانو او ځوانانو غږ وکړ او دوی يې د اکتوبر په يوولسمې نيټې پراخې جرګې ته راوبلل.
ده او د ده ملګرو هر وَر وټکاوه، بلنليکونه يې ولېږل او د اقناع له لارې يې دې جرګې ته په ګډون وهڅول. ور ځ تر بلې د جرګې د پلويانو غورځنګ پياوړی کېده او د ټاکلې نېټې په نيژدې کېدو سره يې شور او زوږ د پاکستان د استبلشمنټ د بدن غړي ورسست کړل او ډېر يې ووېرول. دوی د دې عادلانه بهير د درولو او د ګډونوالو د وېرولو په موخه څو ځلي جرګې ته په لارو کاروانونو باندې وسله وال بريدونه وکړل، غوڼډځای ته په لار او د هغه چاپېر کېږديو ته يې اور واچاوه او ډېر کسان يې شهيدان او ټپيان کړل. په پای کې واکمنو د پښتون ژغورنې خوځښت غير قانوني اعلان او بنديز پرې ولګاوه.د نيولو، تري تم کولو او بندخونو کې د اچولو لړۍ خو لا له کلونو روانه ده او اوس يې لا نور هم زور اخيستی دی. ها بله ورځ د پوځيانو په يرغل کې د څلورو شهيدانو په درناوۍ کې منظور پشتين وويل د نيول نيولو کچه هم دومره ګړندۍ شوې چې څلور سوه يې بيولي دي. ده وويل په هره بيه چې وي دا جرګه به جوړېږي او د دنيا هېڅ ځواک يې مخه نشي نيولی. خلکو چې هوډ کړی و چې جرګې ته به ځانونه رسوي نو د چارواکو له بريدونو سره سره په شا نه شول. پوځيآنو د موانعو منځ ته کولو په موخې د غونډځای شا و خوا خندکونه وکينل او لارې يې وتړلې. ژمن خلک ټکني نه شول او پلي په کچه لارو او غرونو د جرګې ميدان ته ورواوښتل. 
پر پي ټي ام د واکمنو بنديز له اعلان نه وروسته د افغانستان واکمنې ادارې په يوې اعلاميې کې په پاکستان کې د کړکېچ په هکله تشويش څرګند کړ او هغه يې د سيمې سولې او ثبات ته  لانجمنه وبلله او توصيه يې وکړه د ولس عادلانه غوښتنو ته د خبرو له لارې رسېدنه وشي.پاکستان يې په ځواب کې وويل تاسې خپلې ستونزې حل کړئ، ټول ګډونه حکومت جوړ او ښځو ته د زده کړو او کار  اجازه ورکړئ.
 د پاکستانې طالبانو تحريک (پي ټي ټي)  هم د پښتون قامي جرګې نه ملاتړ اعلان کړ او وروسته يې د جرګې سوله ايز پرمختګ له پاره د پنځه ورځني اوربند خبر هم خپور کړ. ما ته د دې دواړو طالبانو د ملاتړ څرګدنونې ځکه عجيبه غوندې ښکاره شوې چې پي ټي ام تل طالبان استخباراتي پروژې ګڼلي او يوه له بنسټيزو غوښتنو نه يې دا وه چې د استخباراتي «ښو طالبانو» د اډو کمبله دې د پښتنو له سيمو ورټوله کړي.
که يې په خوشبينۍ وڅېړو نو هغسې چې د ډيورنډ ټپل شوې کرښې نه منلو په هکله د افغان طالبانو دريځ لا پخوا څرګند شوی و، دا د دوی هوښياري وه چې د پي ټي ام د ځواک په ليدو سره يې د ايديولوژيکو توپيرونو سره سره غوښتي دي په خپلې اعلاميې کې ضمني ملاتړ ترې څرګند کړي.
د ويلو وړ ده چې د عمران خان تحريک انصاف ګوند هم چې دغه د پرګنو پراخ او ځواکمن بهير وليد، ملاتړ يې ترې اعلان کړ.
هغه څه چې کوز او پورته افغانانو ته لوړ ارزښت لري، هغه پراخ لبيک دی چې پښتون پرګنو او مشرانو  دې بلنغږ ته ورکړی دی. په پام کې وه جرګې ته شا و خوا دېرش زره کسان راشي، خو په ښکاره څرګندېږي چې د رسېدلو خلکو شمېر تر دې ډېر زيات دی. د پي ټي ام مشر پرون د شهيدانو د جنازې په مهال وويل چې د ټولو ګوندونو، سياسي او ټولنيزو جوړښتونو او کارګري اتحاديو مشران، غړي او د زده کړيالانو، ځوانانو، فرهنګيانو او زيارکښو ګڼ شمېر د جرګې پنډغالي ته رارسېدلي دي.
د ويلو ده، پاکستاني واک چې دغه ځواک او ژمنتيا وليده له خپلې پرېکړې په شا شو او د غونډې اجازه يې ورکړه.
دا لومړی ځل دی چې په دې پراختيا سره له پښتونخوا او بلوچستان نه، د بېلابېلو تګلارولرونکي افغانان په يوې ګډې موخې او د ګډو ستونزو د حل موندلو په موخه، سره جرګه کېږي. مونږ د دې درې ورځنۍ تاريخي جرګې چې نن يې پيل دی، د بري او مثبتو پايلو په هيله په څار ناست يو.
د پاکستان استبلشمنټ سره له دې چې له سخت اقتصادی، سياسي او ټولنيز بحران سره لاس و ګرېوان دی، د مکر، غولولو او کوهي کندلو مهارت يې نه دی پڅ شوی او دا وېره شته چې د عمران خان او د ده د ګوند په ضد توطيې له تجربې نه بيا ځلي ګټه واخلي. خو له همغې تجربې نه به يې دا هم بايد زده کړي وي چې د عمران خان ګوند او پلويان يې هم په ګوڼډو نه کړای شول.
خوځښت عادلانه دی. ولاړېږي به، پرځي به، بيا به ولاړېږي او پرمخ به ځي. دا د ديالکتيک قانون دی، پرګنې نور دغه حالت زغملی نه شي او رڼا ورځ به هرو مرو راځي..
زما لومړني اطلاعات دا دي چې نن غونډه  د افغانستان او پښتونستان په بيرغونو ښايسته او د افغانسستان ملي سرود په غږولو پرانيستل شوه. د آجندا مهم ټکي دا دي چې جرګه بايد پر ېکړه پرې وکړي:
له افغانستان سره يو ځای کېدل؛
یا خپلواک پښتونستان؛ 
او يا د پاکستان په قانون کې د خپلې سيمې په هکله بدلون.  
پرمختياو او پرېکړو ته سترګې په لار يو.
تاريخي حقیقت به ځلا مومي او لر او بر يو افغان خوځښت به په خرپ روان وي.
۲۰/۰۷/۱۴۰۳
۱۱/۱۰/۲۰۲۴


            

 میرعنایت الله سادات                                                     سپتمبر2024    

کشور رنج کشیدۀ افغانستان طی نیم قرنی که گذشت ، با معضلات گوناگون مواجه بوده است . این معضلات بالوسیلۀ عوامل مختلف داخلی و خارجی بمیان آمده اند. واضح است که بررسی هریک ازین عوامل دراین نوشتۀ مختصرممکن نیست. ولی ریشه وجریان چند معضلۀ مهم که تا امروز مردم بلاکشیدۀ ما با آن مواجه اند ، ذیلا" مورد بررسی قرار میگیرد : 

اول — با براه افتادن کودتای 26 سرطان 1352 و رسیدن مجدد داود خان براریکۀ قدرت ، کشمکش ها میان دولت های افغانستان و پاکستان بالا گرفت . زیرا داود خان در روز اول کودتا از " سعی دائمی برای یافتن راه حل قضیۀ پشتونستان " وعده داد . (1) این وضع برای اسلامگرایانی که مخالفت شان دربرابر نظام جمهوری ، مورد توجه وحمایت مردم افغانستان قرار نگرفته بود ، فرصت را مساعد ساخت تا از اصطکاک سیاست هردو کشوردرجهت تبارز خودشان استفاده نمایند .  چندین چهرۀ ازین گروه ها به پاکستان نقل مکان کرده و خودرا در متابعت از سیاست های مداخله گرانۀ آنکشورعلیه وطن شان قراردادند. وظیفۀ اولی آنها این بود که عقاید مردم ما را مورد سؤاستفادۀ سیاسی قرارداده و شعار های "اسلام تکفیری" را بعوض اسلام معتدل ترویج دهند . به همین منظور کمپ های تربیۀ نظامی  در داخل قلمرو پاکستان برای تربیه و تجهیزمخالفین رژیم دولت افغانستان بوجود آمد. در کمپ " ورسک" (2 )  بطورعاجل پنج هزارنفربخاطردهشت افگنی درداخل افغانستان ، تحت تربیۀ قرارگرفتند . 

تعدادی ازین تربیه شدگان در برخی از ولایت های افغانستان هجوم برده و دست به آشوب ها زدند . اما بزودی  آنها ازجانب  قوای امنیتی دولت جمهوری افغانستان سرکوب شدند. هکذا گردانندگان این حرکات سرکوب شده ، میدان برخورد ها را ترک کرده  وبه کمپ تربیه کنندۀ شان در پاکستان بازگشتند.

دوم — معضلۀ دوم این بود که طی پنج سال حاکمیت رژیم جمهوری ، قدرت دولتی بر پایۀ یک سیستم مستحکم عدالت محورو انصاف مستقرنگردیده وبرای آزادی بیان و مبارزات منورانۀ مردم فرصت داده نشد . دربخش سیاست خارجی نیز چرخش متضاد با سیاست های گذشته دولت روی دست گرفته شد. نزدیکی با رژیم آنوقت مصرکه روابط خودرا با اتحادشوروی برهم زده بود ، همجنان تلاش برای بهبود روابط با پاکستان ، تشوش را نزد ماسکو بوجود آورد. 

   درچنین وضع یکی ازرهبران صاحب نظرو برجستۀ جناح پرچم حزب د.خ.ا (  میراکبرخیبر) درشهرکابل ترورشد. (3) وقوع این حادثۀ هولناک ، موجب ناراحتی شدید اعضای حزب کردید. اما رهبری دولت هیچگونه تعهد آرام بخش بخاطر کشف وسرکوب قاتل انجام نداد . برعکس علیه سهمگیری فوق العاده زیاد مردم در مراسم تدفین آن مرحوم عکس العمل نشان داده و پس ازچند روز، شخصیت های سرشناس حزب را توقیف نمود. 

ازین فرصت یک چهرۀ جنجالی حزب ،  به نام حفیظ الله امین که مسئول سازماندهی مخفی نظامیان مربوط به جناح خلق بود ، استفاده کرده وبدون تفاهم با رهبری حزب ، دستورقیام علیه جمهوریت محمد داود خان را به نظامیان مرتبط بخود صادرکرد.

 نظامیان مورد نظراو ، مرکزقدرت را درارگ ریاست جمهوری محاصره کرده وبا مسخر شدن بر تعمیر رادیو - تلویزیون ملی ، رهبران توقیف شدۀ حزب را آزاد نموده و به آنجا انتقال داد ند. این رهبران درتعمیر رادیو- تلویزیون روی چگونگی برخورد با محمد داود خان که درمحاصرۀ نظامیان قرارداشت ، به صحبت پرداختند. دستگیر پنجشیری که یکی ازاعضای رهبری متعلق به جناح خلق بود ، در کتاب خود مینگارد : " نورمحمد تره کی و ببرک کارمل درهمان آغازدوبرخورد جداگانه ومتضاد با مسئلۀ سرکوب خونین یا مسالمت آمیز، با سردارداود داشتند. ببرک کارمل طرفداربرخورد با انعطاف با سردار داود و خاندانش بود. او اصرارمیکرد که باید سردار محمد داود کشته نشود . زنده به دست آید. کارمل معتقد بود که هرگاه با سردار داود وخاندانش به شیوۀ مسالمت آمیزوقانونی برخورد شود ، اولا" ماهیت هومانیستی ودیموکراتیک انقلاب ما آشکارمیگردد ، ثانیا" سنن اخلاقی ، ملی ودینی مردم ما احترام میشود." (4) پنجشیری با انعکاس گفتگوها درین نشست تذکرمیدهد که " سلیمان لایق ، دربارۀ شیوۀ برخورد با سردار داود درپاسخ به تره کی گفت : دا فرعون و وژل شی ". (5) 

نظریات مسالمت آمیز ، مورد تائید حفیظ الله امین قرا نگرفت .او نشست را ترک کرده و دردهلیز دستورخودرا درمورد محمد داود خان وهمه کسانی که با وی درمحاصره بودند ، بشمول هفده عضو خانواده اش را ، به نظامیان وابسته به خود صادرکرد . 

سوم — کشتاروحشیانۀ محمد داود خان وخانوادۀ او ، خشم ونفرت بخش های وسیع ازمردم را برعلیه قیام کنندگان هفت ثور بوجود آورد. چنین عکس العمل روزبروز افزایش میآفت . زیرا کارکرد رژیم ، مبتنی برخود کامگی واستبداد ادامه داشت . همین روش حکومتداری سبب میشد تا مخالفین رژیم درقالب گروه های اسلامگرا درسراسر کشورظهورکرده وپایه های محدود رژیم هنوزهم محدود ترگردد . بخصوص پس ازآنکه با جابجا سازی نظامیان جناح خلق در رأس قوای امنیتی ، پلان سرکوب جناح متحد حزب ( جناح پرچم ) روی دست گرفته شد. این سیاست وحشیگرانه آنقدرجلورفت که جان رهبر جناح خلق هم محفوظ نماند .  پس ازقتل نورمحمد تره کی ، پروسۀ محدود شدن پایه های اجتماعی دولت شدت بیشتر یافت .

چهارم — پس ازقتل نورمحمد تره کی ، آخرین امید رهبری اتحاد شوروی درجهت بقای قدرت دولتی همسایۀ جنوبی اش ( افغانستان ) ازبین رفت . لذا به این فکرشدند که بخاطرجلوگیری ازپیشروی مخالفین به استقامت سرحد جنوبی قلمرواتحاد شوروی ، قوای مسلح خودرا وارد عرصه عمل نمایند . 

با ورود قوای مسلح اتحاد شوروی به افغانستان،  تقیرات مهم درعرصۀ سیاست داخلی وخارجی افغانستان بوجود آمد . حفیظ الله امین وگروپ اش سرکوب شدند. قدرت دولتی دردست جناح پرچم ورهبران کنارزده شدۀ جناح خلق قرارگرفت . 

گرچه رژِیم جدید به رهبری ببرک کارمل اصلاحات زیادی را یکی پی دیگردرتمام عرصه ها پیشکش مینمود ، ولی بخاطرقوت گرفتن بُعد خارجی جنگ که جهات داخلی آنرا تحت الشعاع قرارداده و اوضاع را نا امن میساخت ، زمینۀ تحقق آن کمتر ممکن بود . 

 بخصوص که پیش ازبقدرت رسیدن او ،  اهالی زیادی ازروش جبارانۀ رژیم قبلی آزرده شده و روابط خودرا با گروه های مستقردرایران وپاکستان تنظیم کرده بودند. این افغانها  اجازه نداشتند تا به پیشنهادات رژیم گوش دهند . حتی آنها پس از بیرون رفت قوای شوروی هم به اعلام مشی  مصلحه ملی ازجانب داکترنجیب الله گوش نداده و به آن نه پیوستند . 

پنجم — با مستقرشدن قطعات اتحاد شوروی درافغانستان ، حریفان بین المللی آنها نیزفرصت را مساعد یافتند تا مخالفین مسلح دولت را درهردوکشورهمسایۀ افغانستان ( پاکستان وایران ) کمک نا محدود مالی وتسلیحاتی نمایند. به این ترتیب آنها برای افغانستان درشرایط جنگ سرد ، یک بستر جنگ گرم را آماده ساختند.

 این تقابل یکباردیکرواضح ساخت که نقش موقعیت جغرافیای افغانستان در بروز رویداد های حال ومستقبل مانند گذشته لاتغیرمانده است . به عبارت دیگربازهم موقعیت جیواستراتیژیک افغانستان منحیث یک معضل بزرگ ، این کشور را به میدان برخورد قدرت های منطقوی و جهانی کشانید.

ششم — استفاده ازعقاید مذهبی مردم منحیث وسیله ، جهت راه اندازی تمام جنگ ها درافغانستان طی نیم قرنی که گذشت ، صورت میگرفت . به همین منظور درزیرنام " جهاد " یعنی "جنگ مقدس " ، هشت تنظیم را درایران وهفت تنظیم دیگررا در پاکستان بوجود آوردند. همچنان هزاران تبعۀ خارجی تحت پروگرام های خاص به این"جنگ مقدس  " علیه دولت افغانستان کشانیده شدند. آنعده عرب های که بعد ازیک دوره جنگیدن درافغانستان دوباره به وطن خود برمیگشتند بنام " الافغانی " مورد ستایش قرارمیگرفتند . این نام منحیث یک لقب مقدس به آنها تفویض میشد .

درنتیجۀ جنگ " مقدس" تلفات بی شمارانسانی وخسارات مالی برجامعه وپیکرناتوان اقتصاد افغانستان وارد شد . هزاران نفر شهید ، زخمی و یا معلول شدند وصدها هزاردیگرخانه و کاشانۀ شانرا ترک گفته به دیارغربت روی آوردند. 

رهبران تنظیم ها برطبق مشی که برای ایشان داده شده بود ، با هرنوع تعامل و مصالحه که ازجانب دولت افغانستان پیشکش میشد ، مخالفت میکردند. تا آنکه پس ازسقوط دولت به داخل پائیتخت راه یافتند. 

با ورود شان به کابل ، بلاوقفه جنگ های تنظیمی علیه همدیگر شان براه افتاد. بالاثر این جنگ ها شصت وپنج هزارمسکونۀ شهرکابل شهید و یک صدوسی هزار دیگرشان معلول شدند. همچنان منازل و دارائی های شان مورد چور و چپاول قرارگرفت . 

پائتخت تاریخی افغانستان بخاطرآرمان جنرال ضیااحق وشعارجنرال اخترعبدالرحمن که میگفت : " کابل باید بسوزد" به ویرانه مبدل شد. نوازشریف صدراعظم همان وقت پاکستان به پارلمان آنکشورگزارش داد که ما به اهداف خود در افغانستان رسیدیم .قوای مسلح نیرومند آنکشور را منحل کردیم . 

پس از آن همه ویرانگری و غارت ، پاکستان گام دیکردرجهت ایجاد عمق استراتیژیک کشور خویش درافغانستان برداشت. تا منافع ملی خودرا بطوردائمی درآن سرزمین برآورده سازد.

 ازآجائیکه تنظیم های هفتگانه نتوانسته  بودند ، وظایف سپرده شده برای شان را درست انجام دهند ، لذا اسلام آباد سازمان دیکری را زیر نام "طالبان " وارد معرکه نمود .

هفتم — با مسلط شدن طالبان بربخش های وسیع از قلمروافغانستان ، جنگ های تنظیمی متوقف شد . اما مطابق پلانهای استراتیژیک پاکستان ، عقب مانده ترین اقدامات بخاطرمحروم ساختن جامعۀ افغانی ازرفاه ، علم ودانش روی دست گرفته شد. تا توانمندی جامعه تضعیف شود. زیرا پاکستان میدانست که آگاهی جامعۀ افغانی زمینۀ های توانمندیی آن را بوجود میآورد.

 طالبان بتاریخ 13 اپریل 1996 شخصی را بنام "ملاعمر" که تا آنوقت نزد مردم افغانستان ناشناخته بود ، لقب " امیرالمومنین" دادند. ملا عمردرپهلوی سایر اقداماتش ، به اسلام گرایان عرب امکانات وفرصت بیشتراستفاده ازسرزمین افغانها رامساعد ساخته وحتی با رهبر آنها ( اوسامه بن لادن ) ارتباط خویشاوندی برقرار کرد. اوسامه ، پولدارعرب  و سازمانده اعمال وحشتناک تروریستی بود .

پس ازحادثۀ غم انگیز یازدهم سپتمبر2001 درنیویارک  ، ایالات متحدۀ امریکا ازطالبان تقاضا نمود تا اوسامه را به امریکا تحویل دهند. اما رهبری طالبان ازین خواست مقامات امریکائی سرباززده وحاضربه همکاری نشدند . درپاسخ به این موضعگیری طالبان ، قوتهای ناتو وارد عمل شد وطالبان را از اریکۀ قدرت برکنارکردند. پس ازسقوط طالبان  ، پاکستان نقش دوگانه را درپیش گرفت . ازیکسوبرخی چهره های شناخته شدۀ طالبان را تسلیم قوتهای امریکائی نمود تا در زندان گوانتاناما محبوس گردند . ازجانب دیگرزمینه های اختفا را برای اوسامه و فرماندهان او درداخل پاکستان فراهم ساخت . 

هشتم — درعملیات برکنارسازی طالبان ازقدرت ، ملیشه ها وتنظیم های شکست خوردۀ جهادی همکاری زیادی با قوتهای خارجی نمودند . بخاطرهمین خدمات شان ، آنها درتشکیل ادارۀ بعدی سهمیۀ  بزرگی بدست آوردند. ولی متأسفانه  توجه  این گروه ها همیش روی منفعت شخصی خودشان متمرکزبوده  وهیچگونه علاقه یی به پیشرفت و ترقی جامعۀ خود نداشتند .بنابرهمین  طرزدید ، آنها بخش اعظم کمک ها ی خارجی را به غارت برده ودر بیرون از کشور سرمایگذاری کردند. 

مبتنی بر همین طرزالعمل ، چپاولگری درشهرها گسترش میافت . درحالیکه درقراء وقصبات کشورروز تا روز آتش جنگ میان طالبان وقوای مدافع دولت بالامیگرفت . طی بیست سال جنگ با طالبان حدود پنج هزارقوای مسلح خارجی وهشتاد هزار قوای مدافع داخلی جان های شانرا ازدست دادند. تلفات طالبان مسلح نیز درحدود نود هزارنفرتخمین میشود.

پس ازدودهه مصارف مالی وتلفات انسانی ، دولت امریکا تصمیم گرفت که بدون شرکت دولت افغانستان ، مذاکره با طالبان را درشهر" دوحه " انجام دهد . درنتیجۀ این مذاکرات ، دولت امریکا  قطعات نظامی خودرا ازافغانستان خارج کرده و سلاحهای دست داشتۀ شان را به جانب مقابل (طالبان ) واگذارشد . 

بالاثراین تصمیم ، دولت جمهوری اسلامی افغانستان فروپاشید وبعوض آن طالبان تحت نام " امارت اسلامی طالبان " برکشورمسلط گردیدند . 

نهم —  اکنون" امارت اسلامی" پس از بیست سال ، باردیگر برسرزمین افغانها حکومت میرانند. این بارقدرت وتوانائی آنها درمقایسه با گذشتۀ حکومتداری شان  فوق العاده زیاد است . زیرا نه تنها شمارجنگجویان  سازمان یافتۀ آنها چندین  برابر افزایش یافته است . بلکه سلاحهای بجاماندۀ قوتهای خارجی و دولت سابق که اکنون دراختیارآنها قراردارد ، توانائی رزمی شانرا بطوربی سابقه بالا میبرد .

طالبان برخلاف ادعای بعضی ازسخن گویان در رسانه ها ، مشی اولی خودرا دررابطه به پایمال ساختن حقوق بشروآزادی های مدنی مردم ، علی الرغم گذشت بیست سال هیچ تغیرنداده اند . فرمان اخیرهیبت الله به ارتباط محروم ساختن زنان ازهرنوع حقوق انسانی ، مبین توطئه های نافرجام قدرت های پشت پرده است که باید هرچه زودتر شناسایی شوند. زیرا حکم پوشاندن روی زن منحیث عورت درقرآن کریم وهیچ یک از مذاهب اسلامی وجود ندارد. اما طالبان خلاف آن عمل میکنند . با چنین عملکرد خود ، طالبان این جهان را برای زنان مؤمن افغانستان جهنم ساخته اند . آنها زنان را ازحق کاروتعلیم محروم کرده  وتطبیق اساسات اسلامی را مطابق اذهان عقبگرایانۀ خود ، تفسیروتعبیرمینمایند. 

این قواعد نابخردانۀ طالبان ، برخی اقدامات خوب آنها را که درعرصه های منع کشت کوکنار، جلوگیری از فساد اداری واعماریک تعداد ازپروژه های زیرساختی وعمرانی اتخاذ نموده اند ، تحت شعاع قرارمیدهد . 

ترکیب قومی رهبری دولت طالبان  نیز یک معضلی است که ازجانب یک تعداد گروهها وچهره های مشخص درجهت تفرقه افگنی میان وطنداران ما مورد سؤ استفادۀ تبلیغاتی قرارمیگیرد. طالبان هنوزبه تشکیل یک دولت همه شمول برپایۀ  قوانین تدوین شده ازجانب ملت افغانستان نه اندیشیده اند.

آنها فرامین خودساختۀ خودرا زیرنام حکومت سرپرست صادر میکنند که ازین عملکرد آنها ، تنها تفرقه افگنان سود میبرند. 

دهم — آنهایی که دیگرنمیتوانند چهره های واقعی خودرا درپوشش مذهب پنهان کرده واعوام فریبی نمایند ، حالا به دامن زدن اختلافات قومی ومنطقوی متوسل شده اند . تا محورهای قدرت را برای خویش بوجود آورند. آنها کلمۀ "پشتون" را با کلمۀ " افغان " مرادف ساخته وهویت ملی افغان ها را مورد سوال قرارمیدهند .این گروه ادعا دارند که  کشورما درعهد امیرعبدالرحمن خان ( 1880 - 1901) به اسم " افغانستان " نام گذاری شده است . 

 درپاسخ به این جعلیات آنها باید متذکرشد که پس از تأسیس افغانستان بسال 1747م درآثار محققین زیادی طی قرون هجده ونزدۀ میلادی ، نام " افغانستان" بکارگرفته شده است . بخاطراختصارکلام ، می توان  بیان حقیقت را درآثار  این دوتاریخ نگار شناخته شدۀ همان عصر بطور مثال ارائه کرد : 

1- جان فورستر، سفرنامه ، محل چاپ لندن ، تاریخ طبع 1789م 

2- مونت ستورات الفنستون ، شرح سفربسال 1809م ، محل چاپ لندن ، تاریخ طبع 1842م 

همچنان نام افغانستان درمعاهدات بین الدول منطقه ، طی قرون هجده ونزدهم به چشم میخورد که تذکر دومعاهدۀ ذیل میتواند جواب قناعت بخش به آنها باشد .

1- معاهدۀ اول انگلیس وایران علیه افغانستان ، محل امضاء - تهران ، جنوری 1801م . (6) درچهار مادۀ این معاهده ، نام کشور" افغانستان" ذکرشده است. 

2- دومین معاهدۀ انگلیس و ایران ، محل امضاء - تهران 13مارچ 1809م (7) درمادۀ هفتم این معاهده ، نام کشور"افغانستان" تذکریافته است. ازارائۀ اسناد دیگری که انتشارآن درین مقال فی الواقع تکرارارائۀ حقیقت است ، صرف نظر میشود . 

بعضی ازتنظیمهای معزول شده ازقدرت درهمدستی با چهره های معلوم الحال ، بالوسیلۀ نشرات بیرون مرزی ، میکوشند تا تفرقه میان اقوام وساکنان مناطق کشورشان را مطرح کنند . آنها امیدواراند که با دامن زدن  چنین اختلافات ، حامیان پرقدرت بیرونی را برای خود می یابند . اما واقعیت های تاریخی نشان میدهد که این خیال پردازان هیچگاه به تصورات غیرملی شان نایل نخواهند شد . زیرا سرزمین افغانها یک باغ زیبای ازاقوام وقبایل باهم برادراست  که علیه هرگونه متجاوز ، دلیرانه ومتحدانه ازخاک شان دفاع کرده  ووحدت ملی خودرا حفظ نموده اند .   ختم

فهرست مؤخذات : 

1- اولین بیانیۀ  داود خان جهت راه اندازی کودتا 26 سرطان 1352

2- مک کولوم ، بل - واشنگتن پست ، صفحۀ اول - شمارۀ دهم ، سپتمبر1989

3- درماه جولای 1977 هردو جناح منشعب شدۀ ح.د.خ.ا که مشهوربه جناح های خلق وپرچم بودندد، پس از ده سال باهم وحدت کردند.

4- دستگیرپنجشیری ، " ظهوروزوال حزب دیموکراتیک خلق افغانستان " ، بخش دوم ، صفخۀ 95 ، اپریل 1999، پیشاور 

5- دستگیرپنجشیری ، همانجا صفحۀ 96 

6- صدیق فرهنگ ، افغانستان درپنج قرن اخیر ، صفحۀ 190 

7- صدیق فرهنگ ، همانجا ، صفحۀ 206

زلمی نصرت

حکومتونه په تبعید کې د یو سیاسي عمل او فعالیت په توگه هغه وخت د یو هیواد څخه بهر٬ په یو بل هیواد کې جوړیږي او رامینځ ته کیږي٬ چې په هغه ملک کې د نظامي اشغال یا خارجي تجاوز٬ کودتا٬ انقلاب او یا داخلي اړودوړ او پاڅون په نتجیه کې دولت نسکورشي٬ شاه٬ امیر یا جمهور رئیس جبرآ خلع قدرت او حاکمه ډله له ملکه تښتې ته مجبور شي او په داخل د ملک کې ورته د سیاسي فعالیت٬ مبارزې او هڅو د چلولو شرایط او امکانات برابر نه وي.

دوی بیا  په تبعید کې خپلو سیاسي مبارزو٬ هڅو او فعالیتونو ته دوام ور کوي٬ نور قوتونه او حرکتونه هم د ځان سره یو ځای کوي٬ نړیوالو سره کار کوي٬ نړیوالو ته قناعت ورکوي٬ د هغوی مالي ٬ سیاسي٬ نظامي ملاتړ راخپلوي او بیرته خپل هیواد ته د راستنیدو لازم او ممکن شرایط برابروي.

 د نړۍ په نږدې معاصر تاریخ په خاصه توگه د دویمې نړې والې جگړي په درشل او د هغه نه وروسته په مختلفو بڼو جلاوطنه حکومتونه په بهر کې جوړې شوې دي٬ چې ځني یې کامیابه اوځنې یې  ناکامه او د بدو پایلو سره مخ شوې دي.

کله چې ددویمې نړیوالې جگړې په اوږدو کې د فرانسي دریم جمهوریت نازیانو ته لاسونه پورته او تسلیم شو٬ جنرال دوگول چې په پولیند کې د نظامي اتشې دنده درلوده٬ نازیانو ته نه تسلیمیږي٬ لندن ته ولاړ٬ هلته چرچل ورته رادیو ورکړه او مرسته یې ور سره وکړه.

 د ازادې فرانسې په نامه رادیوی یې وچلوله٬ تبلیغات یې وکړ٬ فرانسویان  یې د نازیانو پر وړاندې آزادۍ او مقاومت ته وهڅول٬ د فاشیزم ضد قوتونه  یې سره یو ځای کړ او په تبعید کې یې جلا وطنه دولت د ازادې فرانسې په نامه جوړه کړه.

له لندنه څخه الجزایر او مراکش ته ولاړ٬ هلته هم د فاشیزم ضد قوتونه یې سره بسیج او تنظیم کړ٬ چې په نتیجه کې فرانسویانو خپله ازادي  تر لاسه او فاشیزم یې مات کړ.

کله چې د ایتالیا شاه ویکتور امانوئل د موسولیني له خوا په تکلیف او خلع قدرت کیږي٬ شاه مصر ته تښتي٬ د جلا وطنه حکومت د جوړولو له پاره دیرې هلې ځلې کوي٬ نتیجه نه ورکوي٬ خو بیا هم ځان د ژوند تر پایه په تبعید کې د ایتالیا شاه باله.

سبهاش چندربوس د هند ملي گرا انقلابي چې د مسلحانه ملی قیام لوی پلوي و٬ د مهتما گاندې سره اختلاف پيدا کوي٬ کابل ته راځي او په افغاني پاسپورت سره المان ته ځې ، برلین کې له هتلره سره گوري٬  له جرمني نه جاپان ته ځې.
د جاپان په مرسته د هند د ملی اردو په نوې کولو او بیا جوړولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي٬ د ازاد هند په نامه د موقت دولت بنسټ د هند د نیکوبار او اندامان  په جزایرو کې چې د جاپان تر اشغال لاندې و٬ ږدي. کله چې هغه سیمې د برتانوي هند د لښکرو له خوا نیول کیږي٬ غوښتل یې چې شوروی ته ولاړ شي٬ د هغه الوتکه غورځیږي او بوس مړ کیږي. 


د افغانستان معاصر تاریخ ته په کتو د جلا وطنه حکومت د جوړولو سیر پاکستان ته د عبدالحی حبیبي له تلو سره پیوند پیدا کوي.

 خبره داسې وه چې٬  د شورا اومه دوره وه٬ شاه محمود خان د دیموکراسۍ چمونه او اکتونه کول٬ چې وزیراتو ته د شورا نه رایه واخلي٬ عبدالحی حبیبي شاه محمود خان ته وایې٬  چې تا خپله کله د اعتماد رایه اخستي٬ چې وزیرانو ته یې اخلې! 

 ددوی روابط سره ورانیږي٬ حبیبي پاکستان ته ځې٬ په پاکستان کې د خپلو پلویانو په مرسته د جلا وطنه حکومت په جوړولو باندې کار کوي٬ پاکستان ور سره مرسته کوي٬ د پیښور رادیو نه تبلغات کوي.پاکستان غوښتل چې هغه د افغانستان پر ضد استعمال کړي٬ هغه د پا کستانیانو سره نه مني٬ د جلا وطنه حکومت کار نا تمامه پاتې کیږي او هغه خپلو تاریخي او ادبي لیکنو او څیړنو ته دوام ورکوي٬ د سر دار محمد داوود خان په وساطت دهغه مناسبات بیرته د شاهی کورنۍ سره سمیږي او په دې ترتیب عبدالحی حبیبي بیرته کابل ته راستیږي. 
 

د ثور د ۷ مې نیتې له پاڅونه څخه وروسته کله چې د وطن گوند د رهبرانو تر مینځ  داخلي اختلافات( د خلق او پرچم او وروسته بیا د خلقیانو تر مینځ) د قدرت پر سر سخته شوه او نوې بڼه یې ځانته ونیوله٬ ځنې رهبران بهر ته ولاړل.

  نور کسان هم وو خو اصلي تصمیم نیوونکي دا پنځه کسان( ببرک کارمل٬ اناهیتا راتب زاد٬ محمد اسلم وطنجار٬ سید محمد گلابزوی٬  اسد الله سروري) وو٬ چې په بهر کې خپلو هڅواوسیاسي فعالیتونو ته زور ورکړ او د وخت د شوروي اتحاد د کمونیست گوند په ملاتړ په گډه سره په مسکو کې د یوتوافقي پروتوکول په نتیجه کې تقریبي کابینه جوړه کړه او د سرو لښکرو سره کابل ته راغلل٬ حفیظ الله امین یې د کورنۍ د ځنو غړو سره تیر باران او واک یې تر لاسه کړل.


د سردار محمد داوود د کودتا نه وروسته روم کې سردار عبدالولی د مخلوع شاه محمد ظاهر زوم  د جلا وطنه حکومت د جوړولو له پاره خورا زیات هڅې او تلاشونه وکړل٬ خو محمد ظاهر شاه ورسره و نه منل.

که څه هم په اخره کې سردار عبدالولي اسلام اباد ته ورلیږي تر څو د پاکستانیانو سره خبري وکړي خو اسلام اباد دهغوي برنامه نه مني.
 په نتیجه کې د جهاد په دوران کې جهاد یې تائید کړ او د روم په حساب د جهاد یو جز شو.


په پیښور کې کله چې جهادیانو د جلا وطنۍ حکومت جوړول د کابینې د ترکیب پر سر د مشکلاتو سره مخامخ شول خو د پاکستان صدراعظم نواز شریف هغوي ته د اوړو د پوزې یوه کابینه جوړه کړه.
داکتر نجیب الله لا په واک کې و٬ چې برهان الدین ربانی د یو هیئت په مشرۍ مسکو ته لاړ٬ مسکو کې د روسې مشرانو هغه ته د قدرت او د واک د انتقال تبریکې ورکړه.

  په هغو شپو او ورځو کې زه هم  په مسکو کې وم٬ روسانو به ویل چې برهان الدین رباني نظر نورو جهادې رهبرانو حتا د نجیب الله په پرتله نرم مزاجه سړی دی او نجیب باید واک پریږدي.

په داسې حال کې چې د نرم٬ سخت او تند خبره  نه وه٬ هدف د قدرت انتقال و اقلیتونو ته.

نور محمد تره کی او حفیظ الله امین په شمول د داکتر نجیب الله  د بیل٬ بیل سناریو په حساب هم په هودغه همدغه ساز او برنامه کې خپل سرونه وخوړل.

کله چې طالبانو په اوله دوره کې قدرت تر لاسه کړ٬ برهان الدین رباني د یو متحرک جمهور رئیس په توگه پاتې شو٬ دولت او قانون یې په یو لاسې بکس کې ځای پر ځای کړ او د ځان سره ښکته او پورته گرځول او نړیواله ټولنه هم همدغه متحرک رئیس جمهور په رسمیت پیژاند نه ملاعمر.

دا چې د شمال ټلوالو د طالبانو د نسکوریدو نه وروسته  په بن کې زیات واک او قدرت تر لاسه کړل٬ شاید هم  یو دلیل به یې دا وي٬ چې برهان الدین رباني لا نړیوالو ته رسمیت درلود.

 جنرال محمد رفیع د داکتر نجیب الله د وخت د جمهوری رئیس مرستیال او د دفاع وزیر هم د څو کسانو سره زیاتې هڅې وکړې٬ چې په المان کې جلا وطنه حکومت جوړ کړي٬ روسي هم غوښتل چې ترینه استفاده وکړي خو هدف ته ونه رسید.
  
 دا ځکه چې له یوې خوا شرایط او فضا کاملآ له بنیاده تغیر کړی و٬ ناتو په افغانستان کې حضور درلود٬ ملل متحد عملآ د افغانستان په مختلفو برخو او ساحو کې فعالیت درلود٬ د ټولو نه مهمه دا وه٬ چې اصلآ پروني گوندیان ور سره ملگري نشول او ویې نه منل.

 چې له قلمه پاتې نه شي همدارنگه د جمهوریت په وخت کې ښاغلی صدیق متین هم د خپلې خیالي  کابینې سره ځان  د افغانستان راتلوونکی جمهور رئیس اعلان کړ٬ چې اوس یې حتا درک هم نشته دی.

د شبه جلا وطنه حکومت اخري نمونه  د احمد شاه ابدالی آذان و د افغانستان د آینده جمهور رئیس په توگه٬ د داکتر زلمي خلیلزاد  د طرحې په حساب٬ چې نه ملا هیبت الله و نه هم داکتر اشرف غني بلکه دریم سړی چې٬ دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.
 خو حالات داسې انکشاف وکړ٬ چې هغه طرحه هم د تاقچې طرحه شوه.

٫٫ مارشال٬٬ عبدالرشید دوستم د یو لوی اعتراض او نیوکو سره٬ چې د جهاد او د جمهوریت په دوره کې هغوی( اوزبیکانو٬ ترکمنانو او قزاقانو) قرباني ورکړل٬ خو دولتی امتیازات گرده سره د نظار شورا (پنجشیریانو)  په خپلولاسو کې ټینگ کړل٬  د جلا وطنه حکومت د جوړیدو آواز یې٬ چې نوې او تازه پړاو دی٬ د ترکیې له هیواده څخه چې مونږ د چا نه کم نه یو٬ پورته کړ.

 لا یوه اونۍ نه ده تیره شوي چې٬ علاوه له دوستمه څخه د نظار د شورا د مقاومتچیانو پر محور د جلا وطنه حکومت د کابینې جوړیدل لویه غوغا جوړه کړیده.

  همدارنگه د جلا وطنه حکومت د جوړیدلو بل اعلان له لندنه څخه چې گویا ٫٫نخبگان٬ تعلیم یافته گان٬ عالمان ٬ دانشمندان٬ متخصصین او با تجربه ٬٬ کسان دې٬ تیر شو.

زه باور لرم چې په دې جاري نوي پړاو کې د جلا وطنه حکومت د جوړیدلو لړۍ او کش لکه د جمهوریت په وخت کې٬ چې څو کسان به  سره یو ځای کیدل او تش په نامه گوندونه او سازمانونه یې د چوکیو له پاره جوړول٬ دوام پیدا کوي.

دا ثابته خبره ده٬ چې که حکومتونه د خلکو په خوښه اصلاحات ونکړي٬ خلک راضي نه وي او د راتلونکې په ارتباط د خلکو سره٬ چې څه وشي٬ څه ونشي٬ څه وکړو او څه نکړو مشورې او صلاح  و نکړي٬ په زوره پر خلکو حکومت کول ناممکنه کیږي. 

اوس سوال دادی چې ایا جهان او زمونږ گاونډیان داسې کوم نیت لري او کنه٬ چې د طالبانو پر بدیل کار وکړي او د هغوی سره نظامي٬ سیاسي٬ او اقتصادي مرستې آن د نظامي مداخلې تر کچې پورې وکړي.؟ 

  که د افغانستان شاوخوا او په  نړۍ کې د حوادثو بهیر ته ځیر شو٬ اوس  خو داسې کومه نښه نه لیدل کیږي٬ چې نړیوال دې د طالبانو د بدیل او جانشین په توگه پر کوم جریان باندې جدي کار وکړي.

  هر هیواد خپل مشکلات لري او خپلو اقتصادي گټو ته گوري او د خپلو اقتصادي گټو په چوکات کې پرته د نظامونو او دولتونو شکل ته٬ خپلو مناسباتو ٬ تعاملاتو او اړیکو ته دوام ورکوي.

بیا هم هر څه وخت او  زمان پورې ارتباط نیسې  او گورو به او انتظار به کوو چې زمان د یو قاضي په توگه څه وایې او څه کوي. 

زیاتې مقالې …