ولمسشر غني عیدګاه جومات په اساسي توګه ورغاوه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
عیدګاه جومات د افغانانو لپاره د دیني تقدس ترڅنګ تاریخي او ملي ارزښت  هم لري، ځکه دا هغه جومات دی چې د افغانستان د خپلواکۍ ملي اتل غازي امیر امان الله خان له همدغه ځایه د خپلواکۍ غږ پورته کړ، له همدې ځایه یې غازیانو او افغانانو ته د خپلواکۍ د غزا انګېزه ورکړه او له همدې امله دغه ځای او جومات افغانانو ته ځانګړی ارزښت لري
.
عیدګاه تاریخي جومات دوه کاله وړاندې د افغانستان دښمنانو د تروریستي برید په پایله کې سخت زیانمن کړ، له یاد برید څو ورځې وروسته جمهوررئیس غني یاد جومات ته اوښتي زیانونه له نږدې وکتل او له هغه وروسته یې د هغه د بیارغاونې لارښوونه وکړه چې د ۱۳۹۶ل کال د کب میاشتې د عیدګاه جومات د بیا رغاونې چارې پیل شوې، د بیارغاونې چارو بهیر د کتلو او ښه ترسره کولو په موخه دوه ځله ولسمشر غني ورغی او یاد جومات یې له نږدې وکوت. د جمهوررئیس غني د ځانګړ ې پاملرنې او لارښوونې له برکته د یاد جومات د بیارغاونې چارې نه یوازې په اساسي توګه ترسره شوې، بلکې له ټاکلي وخت څخه تقریباً پنځه میاشتې دمخه ترسره شوې او پرون د جمعې په ورځ ولسمشر غني هم د عیدګاه جومات پرانیست او هم یې د جمعې لمونځ په کې ادا کړ.
جمهوررئیس محمداشرف غني په عیدګاه جومات کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول د کابل ښاریانو ته د عیدګاه تاریخي جومات چې د خپلواکۍ ملي اتل ترې د هیواد ازادي اعلان کړې وه، د پرانیستې مبارکي وویله.
ولسمشر غني وویل، د خدای د کور درناوی زموږ د ایمان برخه ده او د اسلامي هیواد په توګه جوماتونو ته توجه سلیقوي او انتخاب نه، بلکې  د دولت مسوولیت دی. هغه زیاته کړه، دا د دولت، ملت او اسلامي ټولنې طبیعي او زنځیري اړیکه ده او راتلونکي مسوولین باید ورته لا زیاته توجه وکړي.  د هیواد جمهوررئیس له هغو ټولو کسانو څخه چې د دې تاریخي جومات د بیارغاونې په برخه کې یې زحمتونه اېستلي په مننې اړوندو مسوولینو ته د هغوی د تقدیرولو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان د دښمنانو له لوري په تروریستي پېښه کې د عیدګاه جومات له تخریب وروسته  زما ټینګه اراده دا وه چې په اساسي توګه جوړ او  راتلونکو نسلونو ته یوه هدیه وي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، له بالاحصار نیولې تر جشن سیمې پورې تاریخي سیمه به اساسي ورغاول شي. د پلازمېنې په توګه به کابل ښار د هر اړخیزو امکاناتو لرونکی وي او جوماتونه به یې داسې جوړ شي چې راتلونکي نسلونه ورباندې وویاړي. جمهوررئیس له ټولو انجنیرانو څخه وغوښتل چې د سیالۍ په توګه د جوماتونو داسې نقشې ترتیب او وړاندې کړي  چې د  استحکام ترڅنګ زموږ د لوی تمدن ښکلا ولري او استازیتوب یې وکړي. هغه له علماو څخه وغوښتل چې د جوماتونو ساتنې او پالنې ته خلک وهڅوي او د حج، ارشاد او اوقافو وزارت ته یې د عیدګاه جومات د لا ښې پالنې لپاره د تشکیل د وړاندیز لارښوونه وکړه.