هغه افغانستان چې ډاکټر غني یې غواړي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

د نړۍ ډېرو په ځانګړي ډول وروسته پاتې او جګړه ځپلو هېوادونو ته د ډاکټر غني د پوهې او فکر خیر رسېدلی، خو خپل پلرنی هېواد یې لا هم له جګړو، ناامنۍ، بې وزلۍ، اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو څخه ځورېږي. هغه د خپل هېواد ویجاړ او ستونزمن حالت تر نورو ښه درک کوي او له دغه حالت څخه د وېستلو لپاره نه یوازې فکر، بلکې شپه او ورځ عملي هلې ځلې هم کوي. نوموړی وایي،

"هغه افغانستان چې ما غوښته او امکان مې لیده هغه نن نشته، ځکه هغه سند چې په ۲۰۰۴ کال په برلین کې ما جوړ کړ، که هغه عملي شوی وای نن به یو بل افغانستان و."

اوس پوښتنه داده چې ډاکټر غني څه ډول افغانستان غوښته یا یې غواړي ؟  همدغه پوښتنه مې د هغه مخې ته کېښوده،  هغه وایي: "داسې افغانستان چې اول باثباته وي، ثبات له اشخاصو نه راځي. ثبات له بنسټونو راځي، زموږ  دودیزو بنسټونو کار وکړ. نوي بنسټونه مو نه دي جوړ کړي. نیمه تمامه کورونو غوندې دي. د نويو بنسټونو په نوم مو ډېر  تهدابونه جوړ کړي دي چې هغه په خندقو بدل شوي دي، نو اول بنسټونه دي چې افغانستان دې د هغسې بنسټونو څښتن شي چې د هغو په اساس په هر نسل کې بېرته د امان الله خان پروژې ته لاړ نه شو. "

دویم افغانستان د اسیا څلور لاره ده او زه غواړم چې د نړۍ ټول نظریات افغانستان ته راشي او بېرته نړۍ ته خپاره شي،ځکه موږ حلقه  یوو. که موږ نه وای هندي اعداد چې د عربي اعدادو په نامه یادېږي، نړۍ ته به نه وای رسېدلي. موږ باید په دې پوه شو چې افغانستان د ډېرې لویې پوهې مرکز وو.  بلخ له بغداد څخه کم نه وو یوازې موږ په ځان پوه نه وو. 

دریم هغه افغانستان چې بیا البیروني په کې پیدا شي. زر کاله مخکې البیروني قطر د دنیا ډېر دقیق سنجولی وو او د افغانستان په هر ښار کې یې د قبلې مبارکې لوری ټاکلی. دومره یې په انسان باور درلود زر کاله مخکې یې چې کتاب په جنتریو باندې لیکلی ټوله دنیا کې نن مرکز د تحقیق دی ."

ډاکټر اشرف غني احمدزي چې کوم افغانستان غوښت هغه لا نشته، مګر د هغه نشتوالی نه ټکنی کړی او نه یې هم نهیلی کړی. نوموړی لا هم د ودان، سوکاله او پرمختللي افغانستان راتلونکي ته هیله من او ټینګ باوري دی هغه وایي: "دا وطن د ټولو کور کېږي. یوازې له اقتصادي پلوه نه، بلکې باید له فکري پلوه هم د اسیا زړه وي او دا وخت غواړي. لکه که د چارمغز ونه کېږدې، نو وخت اخلي په پنځه کاله کې حاصل نه ورکوي، مګر مڼه او زردالو یې ورکوي."

ډاکټر غني د خپل هیواد پر روښانه راتلونکي تر بل هر چا زیات باورمند دی، هغه په دې برخه کې عجله نه لري، بلکې له تدبیر څخه کار اخلي. د نوموړي د اقتصادي، زیربنایي او نورو ګټورو پلانونو او برنامو له برکته به که خدای کول د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر ژر مثبت بدلون وکړي.