طالبانو د جرګې د اوربند وړاندیز ونه مانه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

 

د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبی په ورځ شروع شوه او د جمعی په ورځ پای ته ورسیده د سولې مشورتې لویه جرګه د ولسمشر محمد اشرف غنی له لوری پداسی حال کې پرانیستل شوه چې له دغی جرګې سره یو شمیر سیاسیونو او په افغانستان کې ولسمشریزو څوکېو ته نوماندانو دغه جرګه د وخت ضایع او د محمد اشرف غنی په ګټه کمپاین بلله .

دغه جرګه د افغانستان په ۱۸ کلنه دوره کې کامیابه جرګه وه ځکه دغې جرګې ته د افغانستان له هر ځای څخه روشن فکره اشخاص د خلکو د رایو په اساس راغلی وو ، پدغه جرګه کې حکومت هیڅ ډول مداخله ونه کړه بلکې هر څه یې د ملت له لوری ټاکل شوو اشخاصو ته پریښودل .

د دغې جرګې د جوړیدو هدف افغان حکومت ته له طالبانو سره هغه مسیر او لیدلوری معلومول دی چې تر څو طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنی او بین الافغانی خبری وکړی .

د سولې مشورتې جرګې ګډونوالو افغان حکومت ته د جمعی په ورځ (د غونډی په پای کې) یو پریکړه لیک وسپاره چې له حکومت څخه یې ځینی غوښتنی کړی وی چې مهم ټکي یي (۱: په جګړه کې ښکېل لوری ژر تر ژره اوربند وکړی . ۲ : په مسولانه ډول دی بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځی . ۳ : طالبانو ته دی په افغانستان کې یو سیاسی دفتر جوړ شی . ۴ : د سولې له تړون وروسته دی اساسي قانون تعدیل شی) .

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی دغې غونډی ته د جمعی په ورځ وینا کې د لویې جرګې د غوښتنې په اساس د اوربند په اړه وویل موږ حاضر یو چې له طالبانو سره اوربند وکړو خو پدی شرط چې طالبان هم اوربند ته غاړه کېږدی ، طالبانو ته یې ځکه وویل چې تیر کوچنی اختر کې افغان حکومت او طالبانو دوه طرفه اوربند وکړ چې دواړه لورو دغه اوربند ډیر په مینه او خوشحالی ولمانځه خو کله چې اوربند پای ته ورسیده افغان حکومت د ښه نیت له امله دغه اوربند وغزاوه او طالبانو اوربند ونه کړ  .

ولسمشر محمد اشرف غنی لویې جرګې ته وویل د طالبانو ۱۷۵ بندیان چې له کلونو راهیسی افغان حکومت سره بندیان دی د جرګې او روژی مبارکې میاشتی د درناوی او د ښه نیت له امله دغه بندیان خوشی کوی ، افغان حکومت خپله ورکړل شوی دنده په سمه توګه سر ته ورسوله اوس د طالبانو وار ده چې افغان حکومت سره دوستی او که دښمنی کوی .

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوی پیغام پاڼه کې ویلی موږ به د نورو میاشتو په پرتله په روژه کې جګړه ډیره توده وساتو ، که د طالبانو دی نظر ته وګورو نو لدی معلومیږی چې طالبان هیڅکله سوله نه کوی افغان حکومت ته پکار ده چې خپل صفوف قوی کړی تر څو د دولت مخالفین په خپلو شومو برنامو کې کامیاب نشی .

طالبان به هیڅکه په جګړه کې کامیاب نشی ځکه طالب دا ځل له ولس سره جګړه پیل کړه ځکه ولس له دواړو غاړو وغوښتل چې په روژه کې اوربند وکړی افغان حکومت اوربند ومانه خو طالبانو دغه جرګه د وخت ضایع کول وبلل او په روژه کې یې پر جګړی ټینګار وکړ .