احساس د خوښۍ کله وي چې تش مو دسترخوان وي

ښادي په کور کې کله وی، وزګار چې مو هر ځوانان وي

چې شپه او ورځ د کار په لټه درومي و بازار ته

خوښي له شونډو و تښتي چې تش کور ته روان وي

خوښی ورکه له کور شي چې ماشوم وږی ویده شي

چې لوڅ بدن بې کوره، وږی پروت په کوم میدان وي

د ماتو هیلو ګرځوي کچکول مدام په غاړه

د غم پېټی په سر د ژوند په لاره چې حیران  وي

ها زړه به څه بېغم وی چې د غم باران ورېږي

توفان او تورو شپو کې دریدل کله اسان وي

چې ورکه شي ښادي زړونه ټپي او مایوسي وي

ښادي به کله راشې چې خوښۍ بند په زندان وي

چې بندې دروازې د علم پوهې پر انسان شي

له جهل نه راوتی سړی څنګه مسلمان وي

کتاب د علم پوهې معرفت پراخ سمندر دی

چې کرکه له کتاب کړي دا به څرنګه انسان وي

د جهل خيرې پاکې شي دریاب کې د پوهنې

د پوهې په دنیا کې، دریځ لوړ د هر انسان وي

جونګړه تل ماڼۍ وي چې آباد د زیار په کار شي

نو څه به ها ماڼۍ کړې چې یې بیه ستا  وجدان وي

ژوند هله نیکمرغي وي، چې انسان لکه انسان شي

سمبال په علم پوهه، هر نجلۍ او هر یو ځوان وی 

چې وکړی څوک احساس د کمزوري،  خوښی ترې لاړ شي

سفرد څپو مه کوه چې ډار دې له توفان وي 

دا لاره اوار نه ده ټوله ډکه له اغزو ده

د ژوند دریاب وي غلی، کله مست او څپڅپان وي

څوک خيژی له کمرونو لوړو څوکو ته رسېږي

شرط دا چې هوډ دې پوخ او اراده د پهلوان وي

نه شرم او نه ایمان لري

نه ډار له پاک سبحان لري

هر بد کار په ډېر شوق کوی

فکرونه د شیطان لري

په غلا کله شرمېږي دوی

ډالر ځکه پريمان لري

د ځمکو غاصبان دي ټول 

چور پانګه پریمان لري

خدمت تل د پردو کوي

ياران په پاکستان لري

د سوال لاس یې اوږده دي تل

باور کله په ځان لري

په شر کې یې ثاني نشته 

صبغه د لوی شیطان لري

په قتل او په وژنه کې

رقیب نه په جهان لري




سید عبید الله نادر
               
زه دي وینم چې د شــهباز هره نغـــمو کـې ته یې
په سُر او کیف کې د مـطرب، او ترانو کې ته یې
په هره پاڼه د چـــمن کـې دي، حکــمت لیده شــي
هم په ګــلونـــو د ګلشـن ،او په وږمـــو کې ته یې
په هره خوا کې دي خــوري دي، د عظمت جلوې
د طبـــیعت هره ورشــــو، او منـــظرو کې ته یې
په هر یو بــوټي د ګلــــشن کې ستا اسرار نغښتي
د بلـــــبل په ترانــــو، او په ســـــرودو کې ته یې
هلته چې د چـــــــا ورته فهم، او نـــظر نه رســی
په ټول جهان په کهــکشان . او سیارو کې ته یې
جــلوې دي پــتي نه دي ، عــارفــانو له نــــظره
هــــر مکان هـــره چـوپتیا،او خـــلوتو کې ته یې
ستا د بی شانه ازلیت نښي ، په هر څــه ښکاري
ته په زمان او په مــکان کهکــــــشانو کې ته یې
د معرفت په لید چې  کله کړو، خپل ځان ته نظر
په سترګو وینو،چې د زړونو په ښارو کې ته یې

زیاتې مقالې …