د سر سړی
آ مهربانه زړه ســوانده ، د زړه ســـر مـــو څه شو
د سر ســـړی،آدیده ور او خـــوله ور مـــو څه شو
چې په وینا یې ، ټکــــــــوریدل د درد مــنو زړونه
د خطـــابی او د مــــیدان آ ســـخنور مــو څـــه شو
د بی قـــــدرانو بی هـــنرو سره وخــــت تـــیراوو
چې د ماحــوله وو واقف، آ با خـــــبر مـــو څه شو
چې د پو هنې په ګــاڼه یې هم ، ویــــــنا وه سمبال
د خطابی په رمز خـــــبره ســــخنور مو څــــه شو
چې استبداد ته یې ســـینه وه، لــــکه غـــر نـــیولي
د قام د پاره فدایی ، او لـوی افــسر مـــو څــــه شو
زمونږ د زړه سر ، د ســـر تاج دا ســــخندانه آشنا
چې یې هر چا په زړه کې ځای ووآ دلبر مو څه شو
چې معرفــت څراغ یې بل وو په ســــینه کې همیش
د علم و فن په نـــور روښـــان آ منور مو څـــه شو
چې په وینا کې وو بی ترسـه تر هر چا په دي دور
دا تر همـــه وو بهـــادر، او زړور مو څــــــــه شو
سید عبید الله نادر
د خـیـبـر بـازان
زلمی نصرت
کـه پنجاب دی زورور
خـیـبـر هــم لــري وزر
د بـازانــو لـه پـــروازه
پنجاب تښتي لـه خـیـبـر
تـل خـیـبـر بـه وي ولاړ
لکه سپین او بـابـا غــر
لـه جــیــلـمـه تــر امــو
پـنـجـاب نـه لـري گـودر
ارادې که سره یو کړي
افـــغـــان د لـــر او بــر
زلمی نصرت
۱۰.۱۰.۲۰۲۴