سحر

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 زلمی نصرت

په نـرمـه ژبه همیشه پـه هـر مـنـظـر غـږیـږه

هم پر خپل کور هم پر مالت او هم بهر غږیږه

 

که ښه پوهيږې چې کلا ده هـم بلا ده ژبـه

که سپینې،سپينې هم بیا وایې په هنر غږیږه

 

د ترخې ژبې په دود هم افغانان وژني یو بل

که ژوندون غواړې بیا په ژبه د شکر غږیږه

 

د خپل وطن جانان خدمت ته دې سر ټيټ کړه مدام

غـرور دې سـاتـه او غـلـيـم تـه لـکـه غـر غـږیـږه

 

مړاوې گلان به هم تازه شي د نسیم له فیضه

نـصـرته تـه هـم لکه لمر، لکه سحر غـږیـږه.

 

زلمی نصرت

 

٢٩.١٠.٢٠٢٤