سید عبید الله نادر

زمونږ قصور                     

تقصیر مو دا دی، چې د هر یــو بد نام پـــسي څو

هر بی هـــنره او نا رسه، د هر خـــام پســــي ځو

تمیز د ښه او بد په ټول ژوندون کې مونږ ونه کړ

د هر جـــاهل د هر رهبر، او د امــام پـــسي ځــو

 

د مذهب په پوستینې       

ژر به چا چا ته مونږ ورکړو ، د زړه ډاډ اوتسلیت

چې راخور دی د ماتم ســیوری هر ورځي په ملت

په جــامو د پرښـــتو ، او په پوستــــــیني د مـذهب

وینو هغه چاری ،چې ترې شـــرمیږي انســـــانیت

د رڼا په لور تګ            

نور د درواغو نه په تنګ شوم، د ريښتیا پسي ځم

لدې تــــیارو نه ځـــــان وباســـــم، د رڼا پسي ځم

لاره د دین خو مـــــلایانو، په مــــونږ ورکه کړله

بس نو نور شــرم دی، تر څو به هر ملا پسي ځم

د صلاح لاره                 

فکرونه سره یو کړئ د اصلاح لاره پیدا کړئ

د ســتونزو د وتو نه ،د فــــلاح لاره پیدا کړئ

د جهل نه راووځئ، مصـلحت ته غاړه کیږدئ

د علم په رڼا کې، د صـلاح لاره پــــیدا کــړئ

 

 

سپنې وریځې هره خوا درومي خپرېږي
بیا د مني تند بادونه دي لګېږي
پاڼې زېړې، څانګې تشې شوې له پاڼو
په هر لور پاڼي نڅا کړي او ګډېږي
د مرغانو ډلې کډې کډې درومي
سپین غوټۍ د واورو څانګو کې ځړېږي
د ګلانو دا وروستي ترخه عطرونه
د یخنۍ سړې سیلۍ مینځ کې ورکېږي
د ښکلا وینه شوه وچ د ګل رګو کې
پر اغزو د مین ګوتې زخمې کېږي
د آسمان ټپي ټټر نه وینې څاڅي
یا اورونه په لمن د هسک بلېږي
د سیند غاړې ته یم ناست خوا ته ځنګل دی
ښکلاګانې له رنګو سره جنګېږي
د اسمان شارګ د غاړې چا پرې کړی
یا سرې وینې د مین د زړه څڅېږي
د څپو په ټیټ او پاس کې شور او څوږ دی
د اوبو ټالۍ کې لمر وینم زنګېږي
دا بدلون د طبیعیت هم عجیبه دی
یو غوړېږي بل له سترګو پناه کېږی
هلته ناست یو جاله وان د څپو سر کې
ننګوي څپې ډغرې کړي جنګېږي
نه یې ډار او نه یې ترهه له څپو ده
تل ډینګرۍ وهي اوچت پر څپو کېږي
څومره ښکلي ښایسته دغه جګړې دي
پهلوان دی دې میدان کې چې دریږي
د خیالونو د دنیا ښکلاوې دا دي
دا رنګونه دي د ژوند په رنګ ځلېږي
داسې مست او ډېر یاغي مې د روح سیند دی
د ارمان په سمندر کې ځي ورکېږي
جاله وان زما د هیلو لامبو زن دی
کله پورته پر څپو کله غورڅېږي
څه عجیبه ننداره د طبیعت ده
د څپو په څیر د ژوند څپه چلېږي
کله لاره توفانو کې مخ ته باسي
کله مینځ د ګردابو کې ایسارېږي
ژوند جګړه د مست څپو او د ساحل ده
هر یرغل په ټینګ ساحل کې شاته کېږي
ژوند یو هاند دی د ګرداو په مدارو کې
څوک چې هاند کړي له ګرداو نه بهرېږي
ژوند د تند بادونو مینځ کې آلوتل دي
بې له علمه دا جګړه نه ګټل کېږي
په څپو کې تازه ګي ده او مستي ده
د ځوانۍ څپې له مینې خړوبېږي
چې د پوهې او د عشق پر وزرسپور وي
پر لښکر د بدمرغیو کامیابېږي
له هر زړه نه چې د مینې ساه وي وتې
هسې غوښه ده د غم په درد لګېږي
چې دردونو نفرتونونه زړه ډک شي
ډک جامونه د عشق پریوځي او ماتیږي
زموږ هم د دوه شیبو ښکلې ځواني وه
اوس پر سر د زړښت واورې را ورېږي
د وخت څرخ مدام تاوېږي راتاوېږي
شپې او ورځې میاشت کلونه ځي تېریږي
ته چې سیځې د ژوند ښکلي ښه وختونه
فرصت دادی تیر وختونه نه ستنېږي
ها شیبې او وصلتونه را په یاد شي
لکه خوب د سترګو رپ کې ځي تېرېږي
له لاس تللي فرصتونه لکه جام دي
بې هوښۍ کې له لاس پریوزي او ماتېږي
اوس د عشق هغه سندرې نه غږېږي
هغه شور او هغه ځواک نه لیدل کېږي
چې نه غم نه کشاله وه ښکلی وخت ؤ
ماشومتوب خوږې شیبې نه تکراریږي
لار اوږده ده د آسمان سینه تیاره ده
هغه ستوري اوس په هسک کې نه ښکاریږي
د پسرلي ښکلو ګلانو ښکلا څه شوه
څو شیبې وي څو نغمې وي او چوپېږي
هغه ورځې تل په یاد ساتئ یارانو
د ژوندون پسرلی یو دی نه زیاتېږي

سید عبید الله نادر   
مـونږ یو بــدله زمــانه کــــې اوســــو
د بی مهرۍ، په آشـــیانه کې اوســـــو
چاســـره میـــنه، محــــــبت نه ویــــنو
د بـــیدردۍ، په کاشـــــانه کې اوســـو
د مدنــــیت سره بیــــخي یو، خـــلاف
په وحشتــــناکه ویرانه کــــې اوســــو
کله ظلـــمونو، وحشـــتونو شو ښـکار
کله د میــــني، ګلــــخانه کــې اوســـو
د محـــــبت لارې کــــوڅې لـــــــټوو
خو بــیرحمۍ قصــابخانه کې اوســـو
نه سبا کیږي ، د ظلمــــتونو،شپې مو
مونږ د تیارو په، جیلخانه کې اوســـو
مکار دښمن راته سور اور کړو وطن
ځکه تل غم او غم خــــــانه کې اوسو

زیاتې مقالې …