زلمی نصرت
هــغــه څـنـگـه بــه پـښـتـون وي او افــغــان وي
چې خرڅ کړی یې خپل ملک او خپل ایمان وي
د مـظـلـوم درد او فــریــاد بـــه کــلــه اوري
چې جنگ غواړي او جنگونه یې ارمان وي
که د غرو ښاپیرۍ نه وي سر درو کې
کیږدۍ کله د ښایسته نجونو داستان وي
که صحرا٬ ښارونه تش شي له خـوبـانـو
صحرا څه چې٬ لوی ښارونه بیابان وي
زه نصرت د هـغـه چـا د ارمـان مـل یـم
چې یې مینه په رڼا٬ باغ او بوستان وي
دنمارک ـ وایله
۱۸.۱۱.۲۰۲۱
بیابان
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode