عبدالملک پرهیز
کله راغلمه دنیا ته
له تقدیره بې خبر وم
زړه کې ډېر ول ارمانونه
نه ګناه ته زه په فکر وم
د ژوندون په لویه لاره
څه لیدل مې،ښه په ځیر وم
ټول بدن له احساس ډک ؤ
ولولو او ډک له شور وم
زده پر شونډو مې خندا کړه
ځکه خوښ د پلار او مور وم
کله پروت وم ژړېدمه
کله جوړ کله رنځور وم
ژوندون ډېر وکړولم
ډېر ټپي ترې په ځګر وم
شپې او ورځې تېریدلې
له یادو خپل بې خبر وم
***
اوس چې ګورمه خپل شاته
د هر کال میاشتې سودا ته
وړوند وم زه تېرو کالو کې
رښتیا پټ د دروغو شاته
نیکمرغي راځنې ورک وه
د دروغجن هیلو هوا ته
د خوښۍ احساس مې ورک ؤ
چمتو سترګې تل ژړا ته
پاتې وس د کتو نه شو
لارې ورکې هرې خوا ته
په جټکو جټکو به تلمه
ډېر تیارې وې شا و خواته
و رسېدم زه ها ځای ته
لاره نور نه وه نور شا ته
هلته پاتې شوم یوازې
سخته لار کې بې ویسا ته
د ضمیر ګړنګ کې ډوب شوم
چې ته راغلې زما خواته
لا هم پاتې باور ما کې
تا اوچت کړم بیا هواته
تن کې بل د مینې اور شو
سپرغۍ لوړې شوې فضا ته
د ژوندون احساس بیدار شو
راغله بیا خوښي مې خوا ته
نیکمرغي وه آزادي وه
د تیارو د غرونو شاته
بیا د ژوند هیلې ژوندۍ شوې
د اوږده خوب دې سبا ته
زړه مې غواړي اوس وژاړم
د ویال د سلګو شاته
ښه ډېر زیاتې اوښکې توی کړم
نیکمرغۍ ښکلې دنیاته
کله زه دنیا ته راغلم
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode