د خیال په آلوتو کې
عبدالملک پرهیز
ماښام دې په خوبو کې لکه ناوې جوړوم
انځور د خیال د کرښو له رنګونو جوړوم
راځې د خیال څپو کې د اوهامو له دنیا
تا وینم لاس دې نیسم او له شونډو ښکلوم
زه وینم ته روانه یې جونګړې ته راځې
ته ما ته نژدې کېږې زه دې سیوري لمسوم
واټن او فاصله کې زیات د زړونو شي واټن
د خیال په آلوتو کې اوږد مزلونه لنډوم
راځه لکه وږمه د سبایي په سپیدو
ستا لارې د راتلو به په لیمو جارو کوم
نغمه د قدمو دې ده پوهیږمه راځې
د زړه په غوږو اورمه خپل زړه ټکوروم
پوهېږم راځې د پسرلي په رنګینوو کې
ټول لارې د راتلو دې په ګلونو فرشوم
نژدې یې او که لرې په هر ځای او هر مکان
نژدې یې لکه زړه د زړه پیوند در جوړوم
ته ګرځې د اوچتو آسمانو په سپینه لار
خو زه دې د خپل زړه پټو رازو کې لټوم
که خلاص راته د زړه واړه تړلي دروازې
شک نشته چې جنت ته ځان بې وېرې رسوم
خپل زړه به کړم سوغات لکه ګلاب ستا د اوربل
عطرونه به د مینې ستا اوربل کې بویوم
وږمې د مینې یو ځل کړي روښان د ژوند تیارې
د روح په کږلیچو یې مانا په ځان پویوم
مرګ کله بېلوی شي څوک بند د عشق په تار وی
د عشق په تار نښتی زنځیرونه ماتوم
مینه د دوه زړونو د شیبو یوه سپرغکه
د سترګو سپرغکیو ته سینه سپروم
ریښتنې څو شیبې د پاکې مینې او صفا
دا اور به تر ابده په خپل زړه کې بلوم
نه وېره مې په زړه وي نه ډار له رقیبانو
نو ته چې مې تر څنګ یې وایه څه پروا کوم