لیکنه: اجمل اټک یوسفزی
دا په زړه پورې او زړه راښکونکی نوم «له کرکې، کرکه» هغه کتاب ته ټاکل شوی چې څه موده دمخه له چاپه راووت او د کتاب مینه والو ته په اختیار کې وسپارل شو. د ښاغلي لیکوال او څېړونکي، ولي الله ملکزي صاحب څو نور په زړه پورې، علمي او غني کتابونه تردې دمخه چاپ شويدي. د (دین او جګړه) کتاب او همدارنګه د عرفان او تصوف کتابونه یې په خپل ځای کې د نوښت او ابتکار ترڅنګ د پوره علمي او کلتوري ارزښت درلودنکي دي.
یو کتاب کې د مذهب او عقیدې په نوم او رنګ کې د انسانانو د لویو لویو نړیوالو او سیمه ایزو جنګونو د ګټو او تاوانونو کره او دقیق جاج اخیستل شوی دی. په پای کې یې نتیجه ښودل شوې ده چې دغو جنګونو څومره کورونه، وطنونه او ملتونه وران کړي دي او په پایله کې یې څه ترلاسه شوي دی؟ دویم مهم او علمي کتاب د مختلفو عقیدو، فکرونو، طرزونو، مذهبونو او مکتبونو په چاپیرچل کې د تصوف او طریقت هغه اختلافي مسایل دي چې له پېړیو پېړیو راهیسې د انسان د ژوند ژواک سره څه د دین او مذهب په بڼه او رنګ او څه د ثقافت او ولسي کلتور له امله منل شوي یا را مل شويدي. خو د ځینو تندرو شیخانو او پراخ خیاله صوفیانو د شدیدو مذهبي اختلافاتو له امله ترننه جنجالي دي او څېړل یې هم پوره علمیت ، زړورتیا او جرئت غواړي؛ خو دغه جرئت هم ښاغلي ملکزي کړی دی او د انسانانو د تاریخ په دغه مهم او خورا حساسه برخه کې یې هم یو ښه اثر چې علمي حساب پرې کېدلای شي راپنځولی دی.
درېیم په زړه پورې اثر یې چې له بېلابېلو لیکنو، مقالو او مرکو ګډه ټولګه ده هم په خپل ذات کې یو ابتکار او نوښت دی. په دغه کتاب کې هم لکه د پخوانیو تذکرو غوندې د ځینو لیکوالانو، ادیبانو، هنرمندانو او د لوبو د اتلانو مرکې او د هغوئ ژوند لیکونه لیکل شوي او هم په ورځینیو روانو حالاتو د ښاغلي لیکوال ژور تحلیلونه را اخیستل شوي دي. ښاغلي ملکزي ته څښتن تعالی خاصه وړتیا او ذکاوت ورکړی دی. د لوړو زده کړو د معتبرو سندونو د ترلاسه کولو ترڅنګ، د ښه فصاحت او بلاغت خاوند هم دی. که لیکل کوي او که وینا، دواړه یې د علمیت له برکته او د فصاحت او بلاغت له فضیلته غني، ګټورې او خوندورې وي. د وطن او نړۍ په روانو حالاتو ژور نظر لري او د خپل نظر او بصیرت خاوند دی.
د فیسبوک او یوټیوب په نړۍ کې د وخت د غوښتنې او تقاضا سره سم د ورځې په حالاتو کله نا کله وینا او لیکل کوي. ویناوې او لیکل یې دومره کره او په تاریخي سندونو غني وي چې هرچا ته خوند ورکوي او مینه وال یې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي. ښایي د پوهې او علمیت تر څنګ یې یو بل کمال دا هم وي چې پر سیمه ایزو ژبو سربېره، په عربي او انګلیسي ژبو هم ښه پوره لاس بری دی او د هرې نړۍ والې غټې وړې موضوع د څېړلو او شاربلو لپاره له بې شمېره عربي او انګلیسي ماخذونو لټه او ګټه اخلي او په خپلو وطنوالو او مینه والو یې پیرزو کوي.
«له کرکې، کرکه» کتاب مې ولوست؛ هر سرلیک ته په ورننوتلو بیا د چا زړه نه کیږي چې موضوع په نیمایې کې پرېږدي. د بېلګې په توګه، «عربستان له روایتونو تر نوښتونو» دغه لیکنه ډېره لنډه ده خو په دغې لیکنې کې لکه سیند په لپه کې د سعودي د تاریخ ډېر ټکي را ځای شوي دي او لوستونکو ته د سعودي د وروستیو څو پېړیو تاریخ مخې ته کوي.
د «کوچنی قطر او ستر شهکارونه» په لنډه لیکنه کې د قطر د سیاست، پرمختګ، تاریخ، جغرافیې او ورځني، میاشتني او کلني عاید په هکله پوره کرکه معلومات دي چې هر لوستونکي ته لکه د تاریخ او جغرافیې استاد پوره معلومات ورکوي. همدارنګه «استانبول؛ د امپراتوریو د عروج او زوال سمبول» د ترکیې په هکله دومره په زړه پورې معلومات لري چې په څو څو وارې لوستلو هم د لوستونکي تنده نه ماتیږي. حتی د ترکي د ډرامو په هکله هم ښاغلي لیکوال معلومات وړاندې کړي دي او لیکي: له بله پلوه ترکۍ ډرامې اوس د امریکا او جنوبي کوریا وروسته په نړۍ کې درېیم مقام لري چې مرکز یې همدا استانبول دی او هرکال په منځني ډول، ١٥٠ ټلویزیوني ډرامې جوړیږي. دلته جوړه شوې د ارطغرل ډرامه په ٢٥ ژبو ژباړل شوې او په ٧١ هېوادونو کې څه باندې درې ملیارده خلکو کتلې ده. بل سرلیک یې «پاریس؛ د رڼاګانو او عطرونو ښار» دی دلته هم لیکوال د خپل سفر په ترڅ کې د پاریس او فرانسې په تاریخ او کلتور ښه غوښنه او په زړه پورې لیکنه کړې ده او د نړۍ په کروړونو انسانانو کې یې د فرانسویانو او د فرانسوۍ ژبې اهمیت او ارزښت ستایلی او څېړلی دی او په پایله کې وایي: که انګریزي د علم او ټکنالوژۍ ژبه ده او عربي د فصاحت او بلاغت ژبه ده، نو فرانسوي د ډیپلوماسۍ او رومانس ژبه ده. په لیکنه کې د فرانسې د مشهور لوړ څلي [ایفل ټاور] په هکله دومره معلومات دي چې د لوستونکي یې هسې لیدو ته سمدواره زړه راوپخسیږي.
لیکوال د نړۍ په هر ګوټ کې د سفر په وخت د لیکلو په وخت د خپل وطن ناورین او غمیزه نه ده هېره کړې او د هر پرمختللي هېواد د پرون او نن په تړاو یې د لیکنو په منځ کې خپل وطن هم د یو ارمان په توګه ځای کړی دی. د لومړۍ او دویمې نړۍ والې جګړې په ترڅ کې د فرانسویانو په هکله لیکي: په لومړۍ او دویمې نړۍ والې جګړې کې د فرانسویانو ستره اندېښنه د ایفل څلی، د سوربون پوهنتون او د موزیمونو خوندي ساتل وو. ځکه فرانسویان دغه څلي ته د خپلې کلتوري وړتیا او شاخص په سترګه ګوري. خو دوه نیمې لسیزې وړاندې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په مهال د کابل پوهنتون او د علامه سید جمال الدین افغاني قبر د جګړه مارو غټ سنګرونه وو. په کابل کې د میوند څلی د کرکجنو ټوپکمارانو د هوسونو نذرانه شو او د ارګ سرې غالۍ زما د سترګو په وړاندې په شنو ډاټسنو کې بار شوې همدا د ژوندیو او لاپوکو ولسونو ترمنځ توپیر دی.
همدارنګه د سعودي اړونده لیکنه کې، د عربستان د ٣٦ کلن ځوان واکمن، شهزاده محمد بن سلمان د نویو بدلونو، ازادیو پرمختګونو او کارنامو په پای کې د شیخ ابن باز د فتواو وروسته لیکي: د عربستان د نوښتونو په دې پراخه بهیر کې د مکې، مدینې، بدر، احد، طائف او تبوک پېغلې په ډاډه زړونو هر سهار د قلم او کتابچې له کاروان سره غاړه غړۍ ښونځيو او پوهنځیو ته ځي او مازدیګر بېرته کورنو ته راستنیږي. مګر د سپین غر، تور غر، شمشاد، تاترې او سالنګ په لمنو کې مېشتې نجونې د (ن، والقلم وما یسطرون) د سفر بیا پیل ته په تمه دي او د امر ثاني د انتظار شېبې د ګوتو په څوکو شماري.
په هر حال د کتاب په هر سرلیک ډېرې خبرې کېدلای شي خو د وخت او د لوستونکو د حوصلې په پار دغه بېلګې مشت نمونه ای خروار وګڼئ او دغه ګټور کتاب خامخا ولولئ. ښاغلي مشر لیکوال او مهربانه ملګري، ملکزي صاحب ته د کتاب مبارکي وایوو او هیله لرو چې په همدا شان ګټورو کتابونو خپل خوار ولس ونازوي او په علمي غنا کې یې برخه واخلي. په پای کې د ښاغلي ملکزي د لیک د خوږلن او کره معلوماتو له امله، ښاغلي ته یوه مشوره ورکول هم غواړم: که په راتلونکي کې د خپلو سفرونو یونلیکونه د یوې سفرنامې په بڼه ولیکلای شي نو ډېر ګټور کار به وشي. هم به د سفرنامې پخوانی دود په ځای شي او هم به دغه خواره واره معلومات په یوه او منظم پرلپسې کتاب کې خوندي شي.
په درنښت
—-----------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فېسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
د ملکزي (له کرکې، کرکه) کتاب په اړه څو ټکي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode