دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې + ۶۳ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

په ګډه سختي تسلي ده.
خرابه هوساينه هغه ده چې نورځوروي.(سوېډن)
هوساکونه له هوساينې اسانه ده.
تار،سپڼسی


يوتارهيڅکله دومره ښوی نه دی چې قات قات نه شي.
له لوڅ ورون نه ځيګ تارښه دی.
دهغې مزی سست دی.
دهغه ژوند په تارځوړنددی.
ډېرۍ،غونډۍ
زياترکوچنۍ ډېرۍ په غټ بارچپه کېږي.(لرغوني نورس)
ژبه
ژبه يوه کوچنۍ عضله ده ،خوغټ کارونه کوي.
ژبه دهډوکي نه ده،خوکله پښې ماتوي.(پيدرلول)
ژبه يوه توره ده.(هند-کشمير)
دهوښيارسړي ژبه دهغه سپردی،نه دهغه توره.(المان)
خپله ژبه هم کلاده هم بلا.(افغانستان-پښتو-ژ.)
دژبې ټپ ترټولوټپونوغټ اوسخت دی.
هرټپ رغېږي،دژبې ټپ نه رغېږي. (افغانستان-پښتو-ژ.)
ژبه داسې تړل شوی چې ژبه يې نه شي پرانيستلی.(ايرليند)
زياتره ژبه يې وايې اوغاړه يې بايداداکړي.
اجازه مه ورکوه چې ژبه دې غاړه غوڅ کړي.(انګلستان)
څوک چې خپله ژبه اداره کوي،خپل ژوندژغوري.(سوېډن)
په خپله ژبه دی کنترول ولره،دوست به دې وساتې.(هند-هندي)
يوه هوښياره ژبه له ببرسرنه ښه ده.(پيدرلول)
ژبه دې په زندان کې وساته،که نه هغه دې زندان ته بيايي.(عربي)
ژبې ته دې کولپ (قفل) واچوه،که نه تادننه کولپوي.(ګواينا-انګرېزي)
سړی بايدپه يوسرکې دوه ژبې ونه لري.(پيدرلول)
۳۱۱
سړی بايدژبه په خوله کې برابره وساتي.
ديوسړي ښکلادهغه دژبې خوږوالی دی.(يوګوسلاويا-بوسنيا)
دهرسړي په خوله کې خوږه ژبه ده.
ژبه په خوږوخبرونه ستړې کېږي.(سوېډن)
په ژبه ګبين(عسل)،په زړه کنګل.(روسيه)
که د ژبې په سټه کې زهروي ،ايادژبې په څوکه خواږه موندل کېدی شي؟(هند-تاميل)
مه پرېږده چې ژبه په بټوه کې وي.(سکاتليند-ګېلسي)
ژبه اوغاښونه هم کله کله شخړه کوي.(افريقا-هاوسا)
ژبه نرمه ده اوناسته وي،غاښونه سخت دي اوبهرغورځېږي.(چين)
ژبه هروخت په خراب غاښ لوبې کوي.(پيدرلول)
دژبې څوکه هروخت هغه غاښ لټوي،چې دردکوي.(ايټاليا)
ژبه يې نه هېروي چې غاښ چېرته و. (افريقا-کيکونګو)
ژبه امن ده که څه هم دېرشوغاښونومحاصره کړې ده.(سريلانکا-سينګالي)
طبيعت انسان ته يوه ژبه خودوه غوږونه ورکړي دي،ددې له پاره څومره چې وايو،بايددوه برابره يې واورو.(لاتين)
هغه يې له مرۍ نه په ژبه ترسره کوي.
هغه دتلې ژبه(دترازوشاهين) دی.(المان)
لکه له کړکۍ نه په ژبه رايستلويې څکي.
غم،خپګان
غم روح څيروي اوبدن له منځه وړي.(هند-هندي)
لونګۍ
مهمه نه ده چې لونګۍ سپينه ده،ښايي صابون يې په پوراخيستل شوی وي.(ترکيه)
غبرګوني
غبرګوني خېټه پاکوي.(سوېډن)
اړپېچ،اختلاف
هغه ستراړپېچ دی،چې ددوه بړستنوترمنځ نه حل کېږي.(انګلستان)
که يوازې په يواړخ کې بې عدالتي وي،اړپېچ ډېردوام نه کوي .(سوېډن)
شک
شک بايددتورن په ګټه وي.(لاتين-دروم حکومت)
شک دپوهې پېل دی.(لاتين)
شک هغه غرته سفرکوي ،چې ايمان حرکت کوي.(انګلستان)
ړومبی بايدسړی شک وکړي،بيا باور.(سوېډن)
۳۱۲
څوک چې هېڅ نه پوهېږي،هيڅکله شک نه کوي.
څوک چې په بنياداګاه وي،شک يې ګرېوان نه نيسي.(ايټاليا)
په غټ شک اوترديدسره غټ درک،په کوچني شک سره کوچنی درک.(چين)
که غواړې پوه شې ،دشک تمايل ولره.(فرانسه)
هوښيارسړی په شک راغورځېږي.(يونان)
رښتين خلک هيڅکله په رښتين شک نه کوي.(انګلستان)
که ته شک لرې،پرېږده چې وي.(لاتين)
پنډاوچاغ اوخوار،پنډ اونازک
خواره ښځه اوږدژوندلري.(انګلستان-ولزي[يوه سلتي ژبه ده چې دانګلستان دولزخلک يې کاروي.ژ.])
دپنډاونري ترمنځ په څه شي پسې تلل.
پنډ اوچاغ په تودوخه کې دردېږي.
غوايي
لکه غوايي دچين په کسب اوکارکې.(انګلستان)
هيڅ غوايي يوځاي سره نه څرېږي.(سوېلي افريقا-زولو)
يوغوايي په يووخت کې دوه ځاې رمباړې نه شي وهلی.(افريقا-ماسايي)
چېرته چې غوايي ځغلي،پړی يې ورسره وي.(هند-تاميل)
غوايي له ښکرونوونيسه.
هغه دغوايي په څېر دسورانباردروازې ته ځيردی.
ګرګر(ظالم)واکمن
بختورګرګرواکمن په خپل کټ کې مري.(لرغونی يونان)
ګرګرواکمن يوازې يومريی دی،چې څپڅپانددی.(لرغونی مصر)
المانی
مخکې له دې چې المانی له دنمارکي سره ښه شي دنرګس په ځېلوکې انځروده کوي.
المانی دپېسوله پاره هرکارکوي،اوسوېډنی دماښامني خواړوله پاره.
په غوسه لکه المانی.
«المانی دپېسوله پاره هرکارکوي» ګدۍ وويل اودبيزونڅايې وليدله.
غل
يوانسان غل نه زېږي،خوغل مړکېږي.(روسيه)
چاپېريال غل جوړوي.(اسپانيا)
بې تنخواچوپړله انسان نه غل جوړوي.(المان)
خراب زېرمتون زيات غله پېداکوي.(ايسليند)
۳۱۳
څوک چې خپله بټوه ښکاره کوي غله هڅوي.(انګلستان)
يو ځل غل،هرځل غل.
غل،غل دی،الماس غلاکړي که بادرنګ.(هند-بهاري)
غل که يوغيران غلا کړي هم غل دی.(افغانستان-پښتو-ژ.)
که يوځل يې ستنه غلاکړه بل ځل غواغلاکوي.(عربي)
څوک چې هګۍ غلاکوي،چرګه هم غلاکوي.
څوک چې ښه غلاکوي ښاغلی بلل کېږي،نوروته غل وايي.(انګلستان-ولزي)
کوچني غله اوسپنيزې زولنې اغوندي،غټ غله دسروزروزنځيرونه.(سوېډن)
زموږدوخت غله په ځنګلونوکې نه وي په دوترونوکې وي.(رومانيا)
غټ غله کوچني غله په جيل کې اچوي.(لرغونې يونان)
غټ غله کوچني غله غرغره کوي.
سړی کوچني غله غرغره کوي اوغټ پرېږدي چې لاړشي.
موږکوچني غله په دارځړواوغټوته خولۍ پورته کوو(درناوی کوو).(المان)
غل ته دغلا له امله جزا نه ورکول کېږي،خودمنښتې(اعتراف)له امله ورکول کېږي.(سوېډن)
غل ته دغلاله امله جزانه ورکول کېږي،بلکې (دخپل ځان) وزن دنه پوهېدوله امله ورکړل شوه.(سليسي)
هغه کس چې غلاکوي،نه غرغره کېږي،خوچې ونيول شي غرغره کېږي.(چکوسلواکيا-چکي)
که غل دې له پانسۍ وژغوره ړومبی ستا مرۍ ماتوي.
غل سره مرسته مه کوه که څه هم په اوبوکې ډوبېږي.(عربي)
که غل ته دې دپانسۍ له پاره پوره پړی ورکړنوځان غرغره کوي.(انګلستان)
غل چې کله پانسۍ ته روان و،ويې ويل:ډېره لارپاتې ده.(ناروې)
غلااوسوداګري ټوله ګټه ده.
غلاکول ښه کسب دی،خوګټه نه لري.(سوېډن)
غلاترټولوسخت هنردی.(رومانيا)
دغلوتورتم خوښېږي.(پيدرلول)
غله په ګډه ښکارکوي،درواغجن له ځان سره څوک نه لري چې ملامتي پرې واچوي.(دامريکا متحدايالتونه)
غل په غلوولګېد.(افغانستان-پښتو-ژ.)
غل وينانه کوي.(افريقا-کينګ يانګ)
يوغل دبل غل رازنه رسواکوي.(افريقا-کرو)
يوغل بل غل پېژني.(لرغوني يونان)
يوغل بل غل پېژني،لکه ګيدړچې ګيدړپېژني.(انګلستان)
يوغل له بل غل نه غلاوکړه،خداي ورته اسمان کې حېران و.(ارمني)
دغل کورته هيڅ غل نه ورځي.(لرغوني يونان)
۳۱۴
کله چې غله په خپل منځ کې شخړه کوي،کروندګرخپله غوابېرته ترلاسه کوي.(يهودي)
غل په غل ونيسه.(انګلستان)
غل يوشی پرېږدي،خواوراواوبه يې نه پرېږدي.(پيدرسيو)
غل درواغ ويلی شي،خوغلايې نه شي.(ترکيه)
غل اوږده لاسونه اولنډ جيبونه لري.(يهودي)
کله چې غل بايدغلاوکړي له خدای نه مرسته غواړي.(يهودي)
چاچې اوښ غلاکړی،هغه ځان ټيټوي.(ايتوپيا-تيګرينا)
غل په غره کې نه ځاېږي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
دغل په ږيره خس وي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
څوک چې سېرلی غلاکوي هغه دګډوغل نه دی.(دامريکامتحدايالتونه-الماني)
غل په نېکۍ باورنه لري.(روسيه)
غل ګومان کوي چې هرسړی غلاکوي.(ناروې)
هغوۍ چې سپي ورپسې غاپي ټول غله نه دي.(انګلستان)
هرکس په خپلوخواړوکې غل دی.(سوېډن)
غلاشوي څښاک خوږوي خودمعاش ډوډۍ خوندوره وي.(انجيل)
غاښونه
دماشوم کلکې وورۍ له غاښونومخکې وي.(ګوايانا-فرانسوي)
له غاښوله راتلومخکې هيڅوک چيچل نه کوي.(دنمارک-يوليند)
هغه ټول چې غاښونه ښيي چيچل نه کوي.
دغاښونوښودل هروخت موسکېدل نه دي.( انګلستان)
که چيچل نه شې کولی غاښونه مه ښايه.(فرانسه)
سړی دخلکووړاندې غاښونه نه شي ليدلی.
ټول خلک سپين غاښونه لري،خونه پوهېږي چې دغاښونو شاته څه شی دي.(شوروي اتحاد-ليتوانيايي)
داپېښېږي چې غاښونه ژبه وچيچي.(مالېزيا)
سړی بايدژبه په غاښونوونيسي.(پيدرسيو)
سړی بايدژبه په غاښونوونيسي ،خولې ته يې ماشي نه ورننوزي.(اسپانيا)
چاچې غاښونه راکړي ډوډۍ به راکوي.(يهودي)
دغاښونو په قدرهغه وخت پوهېږې،چې کله يې له لاسه ورکړې.(بنګله دېش-بنګالي)
بې غاښونوخوله لکه بې ډبروماشين(ډبرې ماتوونکی ماشين).
يوغاښ ټول غاښونه بدبويه کوي.(افريقا-دووالا)
دهغه اس غاښونه چې درته ډالۍ شوی وي مه ګوره.(لاتين)

۳۱۵