دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۶۸ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
که کاڼی نه وي سولول شوی،له هغه غمی نه شي جوړېدی.(لرغونی چين)
ابي اوسره ياقوت دمعشوقواوشهزادګيوله پاره دي.(سوېډن)
له يوټکي سره غمی له يوبې داغه سيندني کاڼي ښه دی.(چين)
په هره ډبره کې غمی نه شته.(پيدرلول)
هګۍ
دسباله چرګوړي نه نن يوه هګۍ ښه ده.(عراق-عربي)


نن يوهګۍ دسبا له چرګې نه ښه ده.(البانيا)
خپله هګۍ دګاونډي له چرګې نه زيات ارزښت لري.(يوګوسلاويا-سرب وکروات)
هغه چې هګۍ غواړي،بايدکوړت کوړت(دچرګانو) ومني.(لاتين)
له مکمل پوښ نه نيمه هګۍ ښه ده.(هالينډ)
هګۍ مخکې له هغې چې چرګونه وي اچولي مه خوټکوه.(شوروي اتحاد-ايستونيايي)
چې سړي دهګۍ اچولوله پاره چرګه پيداکړه ،دهغې له پاره مالګه پيداکوي.
خوټېدلې هګې ډېره ښه ده،سړی کولې شي له چټلې مېرمن يې ترلاسه کړي.
له خوټېدلې هګۍ نه هيڅ چرګوړی نه جوړېږي.
په نه اچول شوې هګۍ هيڅ خپګان نه دي په کار.(سوېډن)
سړی کولی شي چرګې ته چې هګۍ يې نه وي اچولې ډېر انتظاروکړي.(المان)
دکارغانوله هګيوکوترې نه راوځي.(ايسليند)
پرېږده چې هره مرغۍ خپلې هګۍ وشاربي (بچي کړي).(انګلستان- مانکس)
ځينې وختونه چرګه دهيلۍ هګۍ شاربي.(اندونېزيا-داياک)
که څه هم هګۍ کوچنۍ وي مرغۍ ترې راوځي.(سکاتليند-ګېلي)
داوښ مارغه يوه هګۍ دکيکر له دېرشوهګيو نه زيات ارزښت لري.(افريقا-فولب)
ګنده هګۍ اوچټل کوچ يوبل سره ښه بدلېږي.
يوه ګنده هګۍ ټول کيک خرابوي.
له هغې سره لکه ديوې ګنده هګۍ چلندوشي.
له هګۍ نه دراوتلومخکی ققړې مه وهه.
هګۍ چرګې ته دچرګوړي ايستلوهنردرس ورکوي.)افريقا-بانتو)
هګۍ چرګې ته هګۍ اچول زده کوي.(سوېډن)
۳۳۶
چېرته چې ډبرې ناڅي هګۍ څه وکړي؟ (انتيل- فرانسوي[انتيل ټاپوګان دکارايب سمندرکې دي] ژ. )
هګۍ له ډبرې سره جګړه نه شي کولی.(افريقا-بورا)
که ډبره هګۍ ولي اوکه هګۍ ډبره ولي،په هرصورت هګۍ ماتېږی.(هند-هندي)
هوښيارسړی ټولې خپلې هګۍ په يوه ټوکرۍ کې نه ږدي.(اسپانيا)
سړی دهګۍ له ماتولوپرته امليت نه شي جوړولی.(انګلستان)
ګرده هګۍ هم څلورکونجه پرېکېدلی شي.(هاواې-جاپاني)
دشېطان له کوچنيوهګيو دشېطان غټې چرګې جوړېږي.(سوېډن)
«يوه هګۍ يوه هګۍ ده»،منشي وويل اوغټه هګۍ ي واخيسته.(المان)
واده(ازدواج)
واده دکبانوجال غوندې دی،څوک چې بهردي،غواړي دننه شي ،اوهغه چې دننه دي،غواړي بهرشي.
واده لکه دمرګ غوندې دی،يوازې ډېرکم ورته ښه تياري لري.(سوېډن)
واده په بستره کې له څلورولوڅوپښونه زيات دی.(انګلستان)
واده جنت دی يادوزخ سړی ورسره ځان عادتوي.(دنمارک-شيليند)
واده په توپان کې يوبندردی،خوزياتره يوتوپان دی په بندرکې.
واده يوه لاتري ده،په کوم چې نارينه په خپلوازاديواوښځې په خپلوبختونوشرط تړي.(فرانسه)
دواده تړون به جنت اودشراکت تړون په دوزخ کي تړل کېږي.
واده دځغاستې منډه نه ده چې په ټاکلی وخت ورسېږي.( روسيه)
واده دخنداشی نه دی.(سوډان-نيکا)
واده ته واده ګوټی مه وايه.(افغانستان-پښتو-ژ.)
واده غاښونه لري.(انتيل-فرانسوي)
واده له سېزونکو(بوټو)سره يوه کرونده ده.(فنليند)
واده ښه ښکاري خوبدخوندلري.(پورتګال)
واده مينه درملوي.(المان)
واده معکوسه تبه ده،په تودوخې پېل کېږي اوسړه پاي ته رسېږي.(المان)
واده دمينې له پاره يوروغتون دی.(المان)
ديوغوايي لوبي(ګاوباز)زړورتيابايدولري چې واده وکړي.(اسپانيا)
په هرواده کې لږترلږه يواحمق وي.(سوېډن)
دلذت له پاره واده،له دويم فکروروسته طلاق دی.(سومري)
داواده نه دی چې بدمرغه کېږي،خوانسانان.(انګلستان)
چاچې واده نه وي کړی،څه ښه به يې ووايي؟(پيدرلول)
واده شوی(تاهل) حالت
واده شوی رښتينې سکالو.(المان)
۳۳۷
وياړ،پت
وياړپه ځنګل کې ترټولومشهوره ونه ده.(دنمارک-فيون)
پت ترژوندزيات.(پيدرلول)
وياړهغه دی چې پرې بايدووياړي.
سپين ويښتان وياړدی.(انجيل)
پت دوياړله لاسوندونوښه دی.(بلجيم-فلامي)
وياړته ډاډمنه لارچوپړکول دي.(سوېډن)
له عايدپرته وياړګېډه نه مړوي.
همدايوه ژبه کولی شي خاوندته وياړ ياشرم وبښي. (هند-هندي)
موږپه هغه څه وياړوچې موږته راځي.(دنمارک-لوېديزيوليند)
هغه،چې په کوچنيونه وياړي،دغټوارزښت نه لري.(هاليند)
څوک چې په وياړراغورځېږی،ژربېرته جګېږي.(دنمارک-شيليند)
کله چې پت له لاسه لاړ،هرڅه تللي.
هرسړی دخپل پت ساتونکی دی.(هند-هندي)
بې پېسوښه دی،نه بې پته.(ايسليند)
وياړاوګټه په يوه بوجۍ کې پراته نه دي.(انګلستان)
سړي چې خپله مېرمن ښکل کړه وويل :«زه دوياړله پاره مننه کوم».
مشراسقف
له يودله نه ښه اسقف نه جوړېږي.(پيدرلول)
صداقت
صداقت ډېردوام لري.
صداقت ډېردوام لري،کله چې سړی لږلږترې کاروي.(پيدرسيو)
رښتينوالی ترټوښه سياست دی.(انګلستان)
په صداقت کې ترټولوښه برياده.(فرانسه)
صداقت سړی شتمن کوي خوپه ورو ورو.(سوېډن)
صداقت په خپله خوښه بېوزلي ده.
هغه داسې رښتين دی لکه ورځ چې اوږده ده.(انګلستان)
درښتين سړي خبره دومره ښه ده لکه ليکل شوې.
نخود
له نخودووروسته باد(دکولموباد)راځي.(دنمارک-شيليند)

۳۳۸
خر
خرپه غوږونواسان پېژندل کېږي.(ايسليند)
خرپه غوږونواحمق په خبروپېژندل کېږي.(روسيه)
خرته څېړندوی نه شووېلی،که څه هم يوپنډکتابونه په شالېږدوي.(ايران-پارسي)
دخردرملنه بايدله دوه اړخووشي،په ګازرواولښته.
خراوچوغکه په يوغږسندره نه وايي.(سوېډن)
دخرې په ژبه کې «نه» نه موندل کېږي،هغه هروخت «يا-يا» نارې وهي.
که خرمکې ته هم بوزې،بېرته خراراځي.(ترکيه)
دمکې په عظمت کې خوشک نه شته –ولې خربه حاجي نه شي په طواف.(افغانستان-پښتو-ژ.)
دټولواک خرلاتراوسه هم يوازې يوخردی.(ترکيه)
خرکه په سروزروهم سينګارکړې هم خرپاتې کېږي.(يونان)
خرکه سفرهم وکړي بېرته کورته هيڅکله اس نه راځي.
خرپه وهلونه اس کېږي.(ايران-پارسي)
خروربشې راوړي اس يې خوري.(هالينډ)
خرشراب راوړي،خواوبه څښي.(انګلستان)
خرخپل پېټی وړي،له خپل پېټي زيات نه.(اسپانيا)
هغه به خروي چې،له هغې نه چې وړی يې شي زيات واخلي.(پيدرسيو)
خرته وربشې ورکړه،هغه په شترخار(ځوز)پسې ځغلي.
دخرخيال پلودشترخارپه باب وي.(المان)
خرله سروزرونه بوس غوره ګڼي.(لرغونی يونان)
ته خرته سره زر ورکوې،هغه بوس غواړي.(ايسليند)
يوخرخپله اجاره خوري.(سومري)
يوخربل سولوي.(لاتين)
يوخردبل په اوږدوغوږونوسپکاوی کوي.(المان)
که يوخردرته وپرشېده،ته بېرته ورته مه پرشېږه.(تايليند-سيامي)
کله چې خرموړشولغته يې ووهله.(عربي)
خروموښه(مالش کړه) هغه ستامحبت په پام کې نه نيسي ستاخلاف راګرځي اوپه لغته دې وهي.(لرغونی هندي)
دځغاستې دسيالۍ له ناپېژندل شوي اس نه خپل خرښه دی.(يونان)
ټول خره په څلوروپښونه ګرځي.(اسپانيا)
بازارته له يوخرنه زيات ځي.(ايټاليا)
يوخرپه عين ډبره دوه ځله نه راغورځېږي.(هالينډ)
څوک چې وايي ناباري خربې تېروتنې پېداکړي،ښه ده چې په پښولاړشي.(اسپانيا)
۳۳۹
لکه يوخرددوه بوساړومنځ کې.
ټاپو
له سمندرلاندې ټول ټاپوګان سره ګوري.(هند-هندي)
زيات
سړی له دوه ستړوسره زيات وړاندې نه شي تللی.(پيدرسيو)
لحظه
لحظه وروسته کېدی شي هغه څه پېښ شي چې په سلوکلونوکې يوځل پېښېږي.(ايټاليا)
سترګې اوغوږونه
غوږدزړه لارده.(فرانسه)
ته په سترګوکې دننه ليدلی شې،خوپه زړه کې نه.(يهودي)
غوږونه دړوندوسترګې دي.(يونان)
سترګې هرڅه ويني خوپه خپله يې نه وايي.(لرغونی نورس[دوايکينګانودوخت سکاندنياوي ژبه-ژ.])
غوږغواړي په ننداره کې ځنډوکړي.(انجيل)
پرېږده چې سترګې دې مخامخ وګوري،اونظردې مستقيم.(انجيل)
پرېږده هغه څه چې خوله دې وايي،غوږونه دې واوري.(يهودي)
سترګه له غوږنه هوښيارقاضي دی.(روسيه)
سترګې له يوې سترګې ډېرګوري.(ايسليند)
څلورسترګې له دوونه ډېرګوري.
له سترګوبهر،له ذهن بهر.(لاتين)
له سترګولرې،له زړه لرې.(انګلستان)
څه چې سترګې نه ګوري،له هغې زړه نه دردېږي.
څه چې سترګې يې نه ګوري،سړی يې نه غواړي.(فرانسه)
له سترګووړاندې،له زړه وړاندې.(يوګوسلاويا-سرب وکروات)
څه چې غوږيې نه اوري،زړه يې نه لمسوي.
سترګې ړومبۍ دي،چې سړی پرې ړندېږي.
دزړه له مړينې نه دسترګو مړينه ښه ده.(افريقا- سواحلي)
مخکې له دې چې غوږونه ولوېږي،سړی يې بايدډېرواوري.(سوېډن)
دوه غوږونه اويوه ژبه،ځکه دوچنده دهغه څه چې ته وايي واوره.(انګلستان)
يوجوړه غوږونه سل ژبې راجذبوي.(انګلستان)
سترګې ډېرخوري،خوګېډه نه ډکوي.(سويس-الماني)
هغه ټول چې سترګوته ښه ښکاري،په ګېډه کې ښه نه دي.(دنمارک-يوليند)
۳۴۰