دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې - ۶۵ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
اوبه تل غواړي ساحل ته راشي.(پيدرلول)
ټولې اوبه دساحل اوټولې اوبه دشتمن سړي.
ټولې اوبه دسمندرپه لور.
اوبه خپله لارپېداکوي.
اوبه هيڅکله نه ورکېږي.(افريقا-کوېلي)
ټولې وړې اوبه دغټوپه لورروانې وي.(روسيه)
دچت په سراوبه په ناوه راوځي.(مالېزيا)


داوبولار په کلونوبدله شوه اوراتلونکی کال به هم بدله شي.(مصر)
اوبه پورته بيايه که نه تلې،کښته خوپه خپله ځي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
اوبه به لاړې شي،خوګټې به په په خپل ځاي پاتې وي.
په کومې ويالې چې اوبه تللې وي بيابه په پرې راشي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
خدای به په وچوويالواوبه راولي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
کومې اوبه چې بې لارې روانې وي ژرنده نه شي ګرځولی.(ايټاليا)
ډېرې اوبه ژرندګړی ډوبوي.(انګلستان)
څه چې داوبوبندراوړي،برېښنايې بېرته وړي.(فنليند)
اوبه چې وچې شي مېږی کب خوري،اوبه چې ډېرې شي کب مېږي خوري.(ويتنام)
اوبه هم بېړۍ وړلی شي،هم يې چپه کولی.(چين)
خدای دې ماله ولاړواوبووساتي،په توپاني اوبوزه خپله قدم نه ږدم.(اسپانيا)
دبېړۍ دواړوخواوته اوبه يوډول دي.(فنليند)
اوبه په تبروهلی شې،خوبېلولی يې نه شې.(مالېزيا)
اوبه په ډانګ نه بېلېږي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
ډک ستل نه غړپېږي،نيم ستل غړپېږي.(مالېزيا)
په ډوبه وياله کې اوبه ورو،وروروانې وي.(انګلستان)
له اوبويې زده کړه چې سيندګی لوړاوازکوي،خوسمندرغلی وي.(هند-هندي)
په شيدوبه داوبوفکرکوواوڅښوبه يې.(دنمارک-شيليند)
عادت
انسان عادت لرونکی حېوان دی.(المان)
۳۲۱
عادت هغه کميس دی چې ترمرګه مواغوستی وي.
اموخته(عادت )بلاپه بسم الله نه اوړي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
عادت نيم طبعيت دی،غېرعادت بل نيم.(لرغونی يونان)
عادت يوبل طبعيت.(فرانسه)
عادت نيم ژونددی اوښه شراب بل نيم.(دنمارک-شيليند)
عادتونه موږله هرڅه سره پوخلاکوي.(انکلستان)
عادت پېټی سپکوي.(سوېډن)
دعادت واک غټ دی.(لاتين)
عادت مهارت ورکوي.(ايسليند)
څوک چې خپل عادتونه پرېږدي خپلې روغتيا ته زيان رسوي.
دعادت پرېښودل دناروغۍ لامل دی.(افغانستان-دري-ژ.)
يوخراب عادت دوخت په تېرېدوسره زيات خرابېږي.(ايسلينډ)
بدعادت اوږدې ريښې لري.(دنمارک-فيون)
بدعادت له بداحمق نه زيات بددی.(المان-شلسويګ)
بدعادتونه دروح اغزي دي.(پيدرلول)
«سړی کولی شي له هرڅه نه ګټه واخلي »،کشتيوان هغه وخت وويل ؛کله چې کشيش هغه ته ددورخ دګرمۍ ويل.
لېونتوب
څلوېښت ډوله لېونتوب وجودلري،خويوازې يوډول حس.(افريقا-سواحلي)
توداوسوړ
سړی داش ددې له پاره تودوي چې دويم ځلي يې ګرم کړي.(سوېډن)
سوزونکی توخه په ټولوده،ساړه په لباس پورې اړه لري.(چين)
دسپي پزه اودپېغلې زنګون هروخت سوړوي.(انګلستان)
دنړۍ يخ شيان:دپښ سندان،دسپي پزه اودښځې کوناټی .(کاناډا-ګالي)
توکي،شيان
توکي ليدل وړيا دي.
ښه توکي خپله ځان خرڅوي،خراب توکي خپله ځان ارزانوي.(زنزيبار-سواحلي)
خراب توکي په خبروخرڅېږي.
پرېمينځل
سړی بايدخپله ناولې ټوټه په کورکې پرېمينځي.
داسې خلک شته چې باورلرې دبل چاد کارېدلواوبو په لښتي کې ځان پرېمينځلی شي.(سوېډن)
«له دې نه وروسته ځان مينځل ښه دي»،کروندګرهغه وخت وويل؛چې مېرمن يې تورپوټکی ماشوم وزېږوه.(سوېډن)
۳۲۲
لار
ټولې لارې روم ته ځي.
ټولې لارې پېکنګ ته ځي.(چين)
ټولې لارې په دوطرفه منډې وهي.(روسيه)
ټولې لارې کورته نه ځي.(يوګوسلاويا-سرب وکروات)
مخ اوشاته اوږده لارده.(پيدرسيو)
پورته اوکښته لاريوه ده.(لرغونی يونان)
بهرلارې نااوارې دي.
دکورلارخوی ده.(ويتنام)
سيده لارراتلونکې ده خوهرکله ښه نه وي.
خوندي لارغوره کړه که څه هم اوږده وي.(عربي)
لارتعقيب کړه نومېخانې ته به ورشې.(پرتګال)
څوک چې لارپېژنی اس چارنعل ځغلولی شي.(ايټاليا)
دااوږده لارده،خوګږلېچ نه لري.(انګلستان)
څومره زيات چې پوښته کوې چې لارڅومره پاتې ده ،هومره درته اوږده ښکاي.(نوی زيلاند-پوليني)
چېرته چې څوک له لارې نه لېرې کېږی،هلته څوک مخکې نه شي تللی.(سوېډن)
دکونج لارې هروخت حېرانونکې وي.
په هغولاروهيڅوک نه نيول کېږي چې پرې نه ځي.
زړه لاراوزوړياربايدسړی کم ونه ګڼي.
ديودوست کورته لاراوږده نه ده.(هالينډ)
داښه ده چې په سختولارولاړشې.(پيدرسيو)
داپه لار لکه چرګه ړومبی (شاته)ځي.(ناروې)
وزن اوتله
سړی هرڅه په کاسوکې نه شي تللی.(پيدرلول)
خپله خبره په طلايي تله کې وتله.(انجيل)
سړی بايدوتلی(وارزوی)رايګانې ونه شمارې.
دتلې برابرې پلې اوبشپړه موخه هيڅ تاوان نه کوي.
هوااوشمال،باران اوتوپان
هوااوشمال بايدخپله لارولري.(دنمارک-يوليند)
په مخته ورځوکې مختلفه هواده ،خوپه يوه مياشت کې څوډوله ده .(دنمارک-شيليند)
ځان قات کړه پرېږده چې تېره شي هواخپل انتخاب لري.(پيدرسيو)
بادهلته لګېږی چېرته چې غواړي.(انجيل)
۳۲۳
بادهمېشه له يولوري نه لګېږي.
سړی بايدپوه شي،چې بادله کوم لوري لګېږي.(انګلستان)
ښه اوبده هوادواړه په يوکټ کې پراته وي.
يوبام اودوه هوا.(افغانستان-دري-ژ.)
داسې بادنه شته چې هيڅوک ترې ګټه وانخلي.(سويلي افريقا-افريقايي)
بادهرپاڼه رپوي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
هغه بادچې شنې ونې راغورځوي ،وچې له پامه نه غورځوي.
بادغلې نه بادوي دغلو(دانو)پوټکي بادوي.(افريقا-تمي)
وروبادهم په سمندرکې بېړۍ لېږدوي.(سوېډن)
ديوې ساده بېړۍ له پاره ټول بادونه مخالف بادونه وي.(انګلستان)
هيڅوک په ژمي کې دسل ورځوښې هوازاري نه کوي.(چين)
په بادکې ټول نښه سمه نه ولي.(المان)
ددوه نۍ(دوشنبې)هوا ترنيمې ورځې،داوونۍ هواترجمعې پورې.
دجمعې هواديکشنبې هواده.
نېکي،ښه کول
که له چاسره دې نېکی کړي وي پټه يې وساته،که چادرسره کړي وي خپره يې کړه.(عربي)
که يوسړی له بل سره ښه کوي نوهغه خپله نېکی له لاسه نه ورکوي.(افريقا-کنوري)
ښه وکړه به درياب کې يې واچوه،درياب يې نه وړي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
ښېګڼه
ښېګڼه په کورکې پېل کېږي،خوخلاصېږي نه.
څوک چې په ښېګڼه ژوندکوي دغرمې ډوډۍ يې سړه اودماښام نه لري.(انګلستان)
ښګېڼه په زياتوګناهونوکې ملامته وي.
دوستي،ښه
دوستي له هرچاسره اوباورپه هيچا.(پيدرسيو)
هغه داسې دوستي ده لکه دشيشکې.(افريقا-ايلا)
ترهغوچې دې له چامرسته نه وي غوښتي ټول درسره ښه وي .(چين)
له ټولوسره ښه اوسه له کموسره دوست.(سوېډن)
له نوروسره ښه وکړه نوربه هم درسره وکړي.(تايليند-سيامي)
ښه کوه بدمه کوه.(افغانستان-پښتو-ژ.)
دوستي له قانون نه غټه وي.(چين)
ښې خبرې يومارهم له سوړې راباسي.(ترکيه)
ښه خبره سړی درې ژمی تودساتي.(ترکيه)
۳۲۴
دوستان اودوښمنان
يورښتينی دوست لکه بل زه.(لاتين)
رښتين دوست کم پيدامرغۍ ده.(لاتين)
وفاداردوست دسروزرارزښت لري.(ايټاليا)
خپل دوست بايددسړي دوست وي.(هومول)
داړتيا دوخت دوستان ترمرګه دوستان.
بې ملګري ژوند،بې شاهده مرګ دی.(اسپانيا)
سړی بې دوستانوژوند نه شي کولی.(پرتګال)
چې خان يې په يارانويې.(افغانستان-پښتو-ژ.)
نوی کورپېداکړه خوزاړه دوستان وساته.(اسپانيا)
دوستان په خپله خوښوې،ګاونډيان راځي.
ترڅنګ ملګری له وړاندې ورورنه ښه دی.(پيدرلول)
دوستان په خپله خوښوې،ورونه خدای درکوي.(افغانستان- پښتو-ژ.)
دوست له ورونوپه وفادارۍ کې مخکې کېدی شي.(انجيل)
ملګری هغسې وي لکه څنګه چې درسره مينه لري،خپلوان هغسې وي لکه څنګه چې يې پېژنې.(پيدرلول)
سړی له ملګروپرته داسې دی لکه کيڼ لاس له ښي پرته.(اسپانوي)
درې وفادارملګري:زړه ښځه،زوړسپی اونغدې پېسې.(دامريکا متحدايالتونه)
دوست درته ګران ولره خوتېروتنوته يې سترګې پرانيستې لره.(ايټاليا)
ملګری هغه وي چې نيمګړتياوې دې وګوري.(دنمارک -فيرو)
دوست به دې وژړوي،دوښمن به دې وخندوي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
ددوښمن له چکچکوددوست نيوکه ښه ده.(دنمارک- يوليند)
ددوست له لاسه هرڅه ښه دي.(افغانستان- پښتو-ژ.)
ددوست له ګوزارنه ددوښمن مچې(ښکلول) زياتې دي.
ملګري دويليون دتارپه څېردي،خوډېربه يې نه کش کوې.(سکاتليند)
که څه هم ملګری دی شات وي ټول به يې نه خورې.(عربي)
که دوښمن دي ګيدړهم وي تابيا ورته دزمری کوه.(افغانستان-پښتو-ژ.)
دملګري په خواکې کښېنه،په غېږ کې يې نه.(پيدرلول)
که غواړې دوستان دې وساتې ډېرکم کورته ورځه.(اسپانيا)
يوملګری په يوکال نه شې خوشالولی،خوپه يوساعت کې يې خپه کولی شې.(چين)
ډېرپه نامه دوستان دي،کم ګټور.(پيدرسيو)
واده شوي دوستان نيم دوستان دي.
احمق دوست له هوښياردوښمن نه زيات مزاحم وي.(ترکيه)
۳۲۵