دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې وروستۍ برخه (۶۹مه)

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ه دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

ونې سترګې لري،ديوالونه غوږونه.(اسپانيا)

کچالوهم سترګې لري.(ناروې)

بدې سترګې له رڼاډډه کوي.(اسپانيا)

سړی دهغوسترګوپه وړاندې مقاومت وکړي، چې سړی يې نه ويني.(دنمارک-لوېديزيوليند)

ښې سترګې پټې نه شي پاتې کېدې.(دنمارک-يوليند)

يوبدسړی خپله يوه سترګه له لاسه ورکوي،ددې له پاره چې ګاونډي يې دواړه سترګې له لاسه ورکړي.

سترګه دسترګې له پاره اوغاښ دغاښ له پاره.(انجيل)

سړی بايدکله په څټ کې سترګې ولري.

هغه(ښځينه) په هره ګوته کې يوه سترګه لري.

ابي سترګې ښکلاده،تورې هرغوايي لري.(المان)

هغه غوږونه لري خودننه يې دخنځير غوښه ورپورې ګنډلې ده.(ايټاليا)

شېطان ضرورت نه لري چې کڼوغوږونوته توصيه وکړي. (سوېډن)

غوږونه يې اوري،سريې تعقيبوي.(بنګله دېش-بنګالي)

«غوږونه يې داسې ښکاري لکه سوۍ»،هغه سړي وويل،چې دخرغوښې خوړلوته اړو.(ايران-کوردي)

تبر

تبرهغه خنګل ته ځي،له کوم نه يې چې لاستی پورکړی دی.

په تبرکې يوچاوپه توتڼي کې مالومېږي.(دامريکا متحدايالتونه-دتورپوټکوژبه)

تبربايددترکاڼ په لاس کې وي.(سکاتليند-ګېلي)

سړی بايد تبر په سيندکې ونه غورځوي.(سوېډن)

يوخراب تبرتراوسه له کلکې کُندې نه، نه دی غلاشوی.(يوګوسلويا-سلوانيايي)

بير(داوربشواوبه)

بيراوډوډۍ اننګي سره کوي.(سوېډن)

بيريې کولی شي،څه چې اوبه يې نه شي.

بيرپخوانۍ شيدې دي.(سوېډن)

ښه بير،خواړه،څښاک اوکالي دي.(انګلستان)

له اورسره بايدبيروڅښل شي.(هوامول)

له بيرواوخواړوپرته اتل هيڅ دی.

۳۴۱

ښه بيراوښه اور،کوربه اودکوربه مهرباني،دامېلمه خوشاله اومهربانوي.

خپل بيرمخکې له ځګ کېناستووڅښه،خپله معشوقه مخکې له بيديدوپه غېږکې ونيسه.(پيدرسيو)

بيرخبرې غټوي.(پيدرلول)

بيروينه ټينګوي اوذهن درنوي.(سوېډن)

کله چې بيردننه ځي،چټيات بهروځي.(پيدرلول)

هغه کافر*-بير تېرکړل،اوهغوهغه تېرکړ.(سوېلي افريقا-افريقايي)*-[دکافرګړنه په سويلي افريقاکې دسپين پوټکوله خواددغه هېوادتورپوټکوته کارېدله.ژ.]

په يوکورکې ،چې سړی شخړه کوي،بيرترخه کېږي.(افريقا-زولو)

چېرته چې سړی خپل بيرڅښي،پاتې شونې هلته تويوي.

چا،چې بيرڅښلي وي،چټلي يې هم بايدواخلي.(پيدرسيو)

وروسته نري بيرراځي.

په سهارکې هغه دبيروبېرل دی،په ماښام کې يوبېرل بيردی.

دپه بيرونېشه،خبرې ژرهېرېږي.

دبيروترټولوډېرښه والی دادی،چې ابدي مسموميت نه دی.

بيردشرابودپاسه،پرېږده چې شراب دبيرودپاسه وي،دازه مشوره درکوم.(المان)

ډېرښه بيرهلته موندل کېږي،چېرته چې کشيشان اوګاډيوانان ځي.(پولينډ)

هيله،غوښتنه،ارزو

څه چې سړی غواړی اسان فکرکوي.

يوغوښتل دي ،بل توانېدل.(يونان)

دزړه غوښتنې نه مړېدونکې دي،دګېډې غوښتنې ژرسرته رسېدلی دي.(لرغونې هندي)

غوښتنه په يولاس کې اوچټلی په بل کې اووګوره ،په کوم لاس کې زيات ترلاسه کوې.(سوېډن)

له غوښتنوهيڅوک نه شتمن کېږي.

ګوربت(عقاب)

دکوتروله هګۍ نه ګوربت نه راوځي.

ګوربت مچان نه نيسي.(لرغونی يوناني)

کله چې ګوربت لوړالوزي،نوبڼکې سوزوي.(پيدرسيو)

دګوربت وزرې دشاتومچۍ له پاره مناسب نه دي.(ايسليند)

ختيزاولوېديز

له ختيزنه رڼا،له لويديز نه قانون.(لاتين)

ختيز،لوېديز،ګوربهتر.(سکاتليند)

 

۳۴۱

 

تمرين

تمرين سړی استادکوي.(لرغونی لاتين)

«داتمرين دی چې کوي يې»،نجلۍ وويل،کله چې هغې شمع په کونه پوف کړه.

سيند

سړی بايداوبوپسې له سيند تېرنه شي.

له سيند نه مړي چاګټلي؟(افغانستان-پښتو-ژ.)

مردار(مردارشوی حيوان)

چېرته چې مرداره وي،هلته عقابان راټولېږي.

چېرته چې يوه مرداروي،هلته کجيران(ټپوسان) هم وي.(مالېزيا)

مارکب(مارماهی)

ورته ګوره ته مارکب په کونه نه نيول کېږي.(پېدرسيو)

دا اسانه نه ده چې مارکب له لکۍونيسئ.(سوېډن)

مارکب مخکې له دي چې په برنډي(شراب)کې ډوب شي نه مري.(سوېډن)

هغه مارکب نېکمرغه دی،پوټکی ترې نه دی ايستل شوی.(سوېډن)

کال

کال ارته خوله اوغټه ګېډه لري.(سوېډن)

کال له زياتوکتابونوډېرزده کوي.(دنمارک-فيون)

له کال سره سړی په عقل خبرې کوي.

کلونه تېرېږي پوهه ورپسې وي.(شوروي اتحاد-تاتاری)

نورکلونه،نورويښتان.(سوېډن)

له کلونوسره اوله شرابوسره اخريې يو ماتېږي.(ناروې)

کلونه موږنه زړوي،ژوندموزړوي.(روسيه)

کلونه ،درانه نه دي،خوغمونه.

کلونه اوګناهونه به له سړی زيات اعتراف وکړي.(ايټاليا)

کلونه راکړه اندېښنې په خپله راځي.(يهودي)

يوکال دبل ورورنه دی.(لاپي)

کال هيڅکله دومره اوږدنه دی،ان دکرسميس شپه له حدنه زياته په زړه پورې ده.

بل کال دبل کرسميس له ماښام وروسته راځي.(سلېسوي)

دومره اوږدلکه خراب کال.

پک،راشبيل

داښه ده چې راشبيل(پک) هغه چا ته ورکړشي چې پک وهل يې زده کړي وي.

۳۴۲

فصل،موسم

هرڅه په سم موسم کې ښه دي.(انګلستان)

پسرلی پېغله،اوړی مور،منی کونډه،ژمی مېره مورده.(روسيه)

پسرلی غوښتنه،اوړي خواړه ورکول،منی محصول ،ژمی خواړه تېرول.

ژمی واوره،پسرلی تودوخه،اوړی واښه ،لواودانې.(سوېډن)

اوړی خواړه ،ژمی شاړه.(پيدرسيو)

څه چې په اوړي ګټې،بايد دژمي مصرف کړی.(دنمارک-فيون)

ژمې تل پوښتنه کوي،اوړي څه روزلي.(پيدرلول)

هغه ورځ راځي ،چې ژمی وپوښتي :«په اوړي دې څه کول؟»( چکوسلواکيا-چکي)

څوک چې نه غواړي په اوړي ابادي وکړي، په ژمي به چغې وهي.(پيدرسيو)

سوړاوړی دکورتلی تودوي.

په ژمي کې هرمايل(واټن) دوه دی.(انګلستان)

ښه نه ده چې اوړی دکرسميس تروخته اوږدشي.

ژمی داوړي خاونددی.

کله چې پسرلی راځي،ژمی هېرېږي.

اوړی په دانګونوراځي،خوژمې ځان بياولی رانږدی کوي.(فنليند)

پاي

۲۲/۱۰/۲۰۱۵