دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې : ۶۴ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

فکرکول،سوچ کول
فکرکول له ځان سره مشغولتيا کول دي.(اسپانيا)
دوه ځله فکروکړه اوبياغلی شه.
هغه ښه فکرنه کوي،چې يوځل بيافکرونه کړي.(انګلستان)
څه چې دې په فکرکې ګرځي هغه ويلی شې،خوڅه چې دې ويلي دي هغه بېرته پټولی نه شې.(دنمارک-فيون)


څوک چې اوږدفکرکوي وړاندې ځي.بلجيم-ويلونسي)
هغه له پزې نه وړاندې فکرنه کوي.(فريزي)
څوک چې هيڅکله فکرکول نه خلاصوي،هيڅکله څه نه کوي.(ايټاليا)
ډېرفکروکړه،لږوګړېږه،ډېرلږوليکه.(فرانسه)
له سل بې سرونه يوانسان چې فکرکوي ښه دی.(روسيه)
هيڅوک ددې له پاره چې فکرکوي نه غرغره کېږي(هنګري)
فکرونه له ګمرک نه ازاددي.(المان)
فکرونه له ګمرک اوغول له ماليې نه معاف دي.(دنمارک-يولېند)
زه ښه فکرشوي اند،ښې ويل شوې خبرې اوښه ترسره شوي کارته ارزښت ورکوم.(لرغونې پارسي)
فکرونه کټ ته وېسه چې سهارله ماښام نه هوښياردی.(روسيه)
فکرله غشي اسان دی،له بادنه اغېزمن دی.(فيليپيني تاګالوګ)
ټول فکرونه رامخ ته شول زياتوپيټی اوشرم ترلاسه کړ.(ناروې)
ښه فکروروسته راځي.
لګښت
سړی بايدپه خواړولګښت وکړي.
څوک چې له اړتيا زيات لګښت کوي پايله يې بېوزلي ده.(سوېډن)
غوبل
تشې ساقې مه غوبل کوه.(فريزي)
ياغوبل وکړه يايې مه کوه.
سپۍ
څوک چې کورکې سپۍ لري نوسپي به يې دروازې ته ولاړوي.(پيدرلول)
۳۱۶
ويلي کېدل،اوبه کېدل
چې په واوره کې ځان پټ کړي په تودوخه کې غواړي رابهرشي. (پيدرلول)
بوشکه
بې بېخه بوشکه سړی نه شي ډکولی.(روسيه)
وچکالي
له وچکالۍ وروسته لمده بل راځي،له غم وروسته خوشالي.
وچول
څه چې دننه وچولی شې،بهريې مه وچوه.
دهغه دغوږونوشا لااوس هم وچه نه ده.(پيدرسيو)
هغه غواړي چې خبره وچه(سپينه) وي.(پيدرسيو)
تنده
تنده له اوبونه شراب جوړوي.(المان)
تنده له څښلوراځي.(ايټاليا)
تږی سړی يې په ارامۍ څښي.(يونان)
څوک چې تږی نه وي له چينې سره کارنه لري.(هاليند)
ته ګورې چې زه يې څښم،خوله نه .(اسپانيا)
لکه يوڅاڅکی چې دتندې له پاسه وڅښې.
ځنډکول
کومه ښځه چې ځنډکوي،له لاسه تللې ده.(انګلستان)
بدمرغه ځنډکوونکی له زمري نه (اوږده) منډه وهي.(دنمارک-يولينډ)
ناپوه،بې عقله
له ناپوهۍ يې پېلووپه تجربه هوښيارېږو.(افريقا-سامي)
هيڅ بې عقله دزوړبې عقله په شان نه دی.(انګلستان)
بې عقلان هرڅه وايي چې پرې پوهېږی.(فنليند)
بې عقله دشتمنۍ ارمان کوي،هوښياردبخت.(ترکيه)
دناپوه له پاره هره ورځ دمېلې ورځ ده.(ترکيه)
ډېراحمقان پېداکېږي چې په ځان دهوښيارانوګومان کوي.(هنګري)
تمباکوله ناشناکس نه اوپخه خبره له بې عقله نه.(ايتوپيا-ګالا)
دهوښياروپوهانوپه وخت کې بې عقلان اوسېږي.(يوګوسلاويا-سرب وکروات)
دبې عقله دوست نه هوښياردوښمن ښه دی.(افغانستان-پښتو-ژ.)
يوهوښيارته بې عقله دسروزروارزښت لري.(افريقا-سيوچوانا)
۳۱۷
احمقانه
له احمقانه خندانه هيڅ شی زيات احمقانه نه شته.(لاتين)
سره زرداحمقانوخنداده.(ايسليند)
دلېونتوب درمل شته خودحماقت هيڅ نه شته.(افريقا-سواحلي)
لړې
لړې له يوبادسره نه شي خپرېدلی.(چاپان)
زغم ،صبر
زغم داميدهنردی.(فرانسه)
صبر يوبوټې دی چې ترخې ځېلې اوخوږه مېوه لري.(ايټاليا)
صبرتريخ دی خومېوه يې خوږه ده.(افغانستان-دري-ژ.)
دصبرمېوه خوږه ده.(افغانستان-پښتو-ژ.)
صبرخوسپي کړی چې هډوکی يې رسېدلی دی.(افغانستان-پښتو-ژ.)
زغم يوبوټی دی،چې په هربڼ کې وده نه کوي.
صبردخدای اوبيړه دشېطان کاردی.(عربي)
صبريې له هرڅه نه ګټي.(پيدرلول)
زغم له الماسونه قوي دی.(سوېډن)
زغم دغريبانوشتمني ده.(ګويانا-فرانسوي)
له ډېرصبرنه سړی لېونی کېږي.(سوېډن)
دصبرله ښوونځي هيڅوک نه فارغېږي.(سوېډن)
دصبردروازه تنګه نه وي.(عربي)
ښځې خپله صبرنه لري،خونوروته يې ښه زده کولی شي.
څوک چې صبرلري،هرڅه لري.(افريقا-نوپ)
صبرتاله جال نه باسي.(افريقا-ني انيا)
په صبردشاتوت پاڼې هم اطلس کېږي.(ترکيه)
دصبرپه بېخ کې اسمان دی.(افريقا-کانوري)
خداې له صبرکوونکوسره دی.(قران)
دنيا دصبرناکوپه لاس کې ده.(ايټاليا)
صبراوانتظارله بيړې نه ښه دی.(ايسليند)
کوم صبرچې وده کوي بيا هم ګټونکی دی.(دنمارک-فارو)
په نړۍ کې په زغم اوصبرژوندوکړه،هغوۍ چې له تاکرکه لري ،ترهغو ډېرکم دي چې مينه درسره لري.(افريقا-هوسا)
څوک چې صبرنه لري لوګی به يې په برخه وي،هيڅ سکاره په لاس نه ورځي.(افريقا-فولب)
يواونس صبرله يوپوندحس نه زيات ارزښت لري.(هالينډ)
۳۱۸
زغم ولره،ګډيې کړه اووريې کړه.(اسپانيا)
زغم غرلېږدوي.
ورګې صبرولره،شپه اوږده ده.(سويلي امريکا-اسپانوي)
خپلواکي
خپلواک هغوخلکوته ويل کېږي،چې په خپلې بټوې تکيه لري .
لګښت
داواړه لګښتونه دي،چې بټوه تشوي.
نااټکل شوی
له نه اټکلېدوپرته هيڅ شی خوندي نه وي.(انګلستان)
کونګ،ټاغي
دلته دزرکوهومره زيات ټاغيان دي.(پيدرسيو)
کونګ فکرکوي چې بچيان يې ترټولوښکلي دي.(پيدرلول)
څوک ځان ددې له پارنه مېخ کوي،چې کونګ دغنمووږي شکوي.
چې چوغکه نه لري،سړي کونګ کاروي.(سوېډن)
څه چې له کونګ زېږدلی وي،دکونګ اواز زده کوي.(دنمارک-يوليند)
په پلندۍ کې کونګان دي.
سړی بايداتن ته کونګان رانه وړي.(لرغونی يونان)
وړۍ
دوړيوله پاره پسه مه حلالوه.(روسيه)
کله چې دوړينوټوکرانودپلورنځي څښتن دوړيوپه باب خبرې کوي مقصديې لباس دی.(بلغاريا)
ډېربهرته په وړيوپسې ځي اوسکولدل شوي بېرته راځي.(سوېډن)
هغوۍ راغلل چې وړۍ وېسي اوبېرته لکه سکولدل شوي پسونه لاړل.(اسپانيا)
څوک چې وړۍ قېچي کوي بايدپرېږدي چې پسه خپل پوټکی وساتي.(پيدرلول)
لونډدبانګي په څېر،ښځينه ملګرې دزمرۍ،اوواقعي مېړه دخرپه څېر(اسپانيا)
ګړۍ،ساعت
يوه ګړۍ، له دې چې ناسمه وچلېږي ولاړه ښه ده.
واښه،ګياه
هيڅ ګياه دمرګ په وړاندې مرسته نه کوي.(پيدرسيو)
بده ګېاه ډېره وده کوي.(پيدرلول)
بدبوټي له ښونه چټکه وده کوي،که څه هم سړي نه وي کرلي.
بد(هرزه)واښه ژرغټېږي.(انګلستان)
۳۱۹
بده ګياه دهرسړي په بڼګي کې زرغونېږي.
په ښه خاوره کې زياته هرزه ګياه شنه کېږي.(ترکيه)
دبدې ګياه مخه په اسانه نه نيول کېږي.
بده ګياه نه مري.(ګرونليند)
بده ګياه تل دپاسه وي.(المان)
ستونزمن تګ
له هغې چې پښې دې تل ته رسېږي وړاندې بايدلاړنه شي.
انتخاب
په تورتم کې سړی هيڅ انتخاب نه لري.(انګلستان)
په خوسا مڼوکې انتخاب ډېرسخت دی.(اسپانيا)
که زه بايدغرغره شم،،زه غواړم ددارلرګی انتخاب کړم.(انګلستان)
اوبه
اوبه اوډوډۍ قحطي ودروي.(سوېډن)
اوبه اوبه دي،شراب شراب دي.(ايټاليا)
اوپه په ګيلاس کې ژبه بندوي،شراب په ګيلاس ژبه چالانوي.(ايټاليا)
دغم له شرابونه دخوښۍ اوبه څښل ښه دي.(روسيه)
اوبه وڅښه خپل هوش وساته.(دنمارک-يولينډ)
اوبه له خپل داوبوساتونکي لوښي نه وڅښه اوروانې اوبه له کوهي نه وڅښه.(انجيل)
موږداوبو په بيه نه پوهېږو،ځکه چې کوهي وچ دی.(انګلستان)
يوازې دچينواوبه دکريستال په څېررڼې وي.(ايټاليا)
پاکې اوبه کبان نه لري اووږسترګی سړی پوهه نه لري.(چين)
په روانواوبوکې کبان ښه نيول کېږي.(هالينډ)
په کومواوبوچې دې ګومان نه راځي په هماغوکې کبان ژرنيول کېږي.(پيدرسيو)
پاک سړی په لږواوبوهم دوه ځله ځان پرېمينځلی شي.(پيدرلول)
ترڅوچې پاکې اوبه نه وي راغلي ناولې به نه ايله کوې.(پيدرلول)
دډېران له ډنډنه سړی پاکې اوبه نه شي ترلاسه کولې.(پيدرسيو)
ناولې اوبه هم اوروژني.(کريتا-يونان)
له ولاړواوبونه نورې خرابې اوبه نه شته.(فرانسه)
په ولاړواوبوکې ډېرخطرناک ماران وي.(پيدرلول)
ولاړې اوبه ژورتل لري.
ژورې اوبه خټين تل لري.(لاپيسي[ژبه ])
۳۲۰