دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۶۶: مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
سړی دهرسړي دوست کېدی نه شي.
دهرسړي دوست دهرسړي احمق دی.(سوېډن)
دهرسړي ياردهيچايار.(سوېلي افريقا- افريقايي)
ترټولوخوږدوست دډېروښوشرابوغوندې دی،کم وخت ساتل کېږي.(المان)
هغه دوست چې دشراب خوړلوميله کې پېداکړې،هغه يوورځ بېرته ورکېږي.(ايټاليا)


غرضي دوست دډوډۍ له پاره صفت کوي.
ډېردوستان دي اوکم دباوروړدي.(پيدرلول)
دوستي دوستي ده اوسوداګري بل شی دی.(دامريکامتحدايالتونه)
ژرندګړي وويل:زمادوښمن کېدی شې خوژرندې ته مې ښه راغلاست.
زردوستان کم دي اويودوښمن ډېرزيات دی.(ترکيه)
هغوۍ ټول چې موسکېږي دوستان نه دي.
له پوخلادوښمن نه ځان ساته.(اسپانيا)
له ټګ دوست نه بې دوسته ښه يې.
يوښکاره دوښمن له لسوټګودوستانونه ښه دی.(دنمارک-يوليند)
ددوست دوست لکه پوړۍ چې په پوړۍ ودروې.(افريقا-هاوسا)
ددوښمانو له فکراوددوستانوله پسې شافکرنه وډارېږه.(اندونيزيا-سوندانېزي)
له هوښياردوښمن نه مه ډارېږه،له بې عقله دوست نه وډارشه.(روسيه)
که له خپل دوست نه يې نه اورې،ښايي له دوښمن نه يې واورې.
دوست ته هغه خبره مه کوه چې ستادوښمن يې بايدوانه اوري.(دنمارک-ويندسوسيل)
دوست ته حال وايه،دوښمن ته لاپې کوه.(افغانستان-پښتو-ژ.)
هغه څه چې غواړې له دوښمن نه يې پټ وساتې،دوست ته يې مه وايه.(عربي)
څوک چې په خپل دوښمن باورلري،هغه دځان دوښمن دی.(پيدرسيو)
هيڅ انسان بې دوښمنه نه دی.(عربي)
خپل واړه دوښمنان مه هېروه مارهم له کوچنيوحشرونه مړکېدی شي.(هند-هندي)
که دوښمن دې دمېږی هومره وي په هاتي(فيل) يې حسابوه.(برما)
له پسه سره دوښمني مه کوه له ګيدړسره يې وکړه.
ښه ده چې په جنت اودوزخ دواړوکې ځينې دوستان ولرې.(انګلستان)
۳۲۶
څوک چې وفاداردوست لټوي هغه مړستون (هديرې)ته ځې. (روسيه)
مړه خلک دمړودوستان دي.(پيدرلول)
دوستي(مينه)
دوستي له خپلولۍ مخکې روانه وي.(سوېډن)
دوستي بې غوري ده،مينه خسيسوالی.(فرانسه)
دوستي يوبوټی دی چې پرله پسې اوبه کول غواړي.(المان)
دوستي يوګام دی.(افريقا-کيکوو)
څومره چې سړی کم دوستان لری،هومره ددوستۍ په ارزښت پوهېږي (فرانسه)
له رازشريکۍ پرته دوستي نه شته.(يونان)
ترڅوچې ديګ خوټکېږي،دوستي ګلان کوي.(انګلستان)
پوخلاشوې دوستي بده اتحاديه ده.(ايټاليا)
اخيستل شوی دوستي دپېسوله پاره خرڅېدی هم شي.
هغه دوستي چې سړی يې بايدپه پېسوواخلي زيات ارزښت نه لري.(دنمارک-شيليند)
دوستي يوشې دی،پېسې بل شی.(روسيه)
انتظارکول
څوک چې دښه شي له پاره انتظارکاږي،انتظاريې اوږدنه وي.
هرڅه هغوۍ ته ورځي چې ورته منتظروي.(انګلستان)
هغه څوک چې انتظارکولی شي،هغه ځاي ته چېرته بايدورسېږي رسېدلی شي.(فرانسه)
څوک چې انتظارايستلی شي،دسوېډن ټولواک(ټولواکمنه) کېدی شي.
څوک چې دچنګاښ دسترګک ليدلو ته منتظردي،بايدزيات وخت دسمندپه غاړه پاتې شي.(افريقا-يورويا)
نړۍ
نړۍ ګرده ده لکه داس سر،نه لکه پراټه.(فرېزي)
نړۍ يوه پوړۍ ده چې ځينې پرې پورته خېږي اوځينې کښته کېږي.(انګلستان)
نړۍ غټه ده،اسمان ابي دي،څه چې يوخجالتوي پربل اغېزلري.(امريکامتحدايالتونه-الماني)
نړۍ يوهنداره ده څنګه چې په کې ځان ښکاره کوې،هماغه رازدې درته بېرته انځوردرغورځوي.(لرغونی مصر)
نړۍ لکه دبخارحمام دی،سړی چې څومره جګ کېني،هومره زيات خوله کېږي.(پوليند)
نړۍ په بدلون کې ده،يوه ورځ شات بله ورځ پياز.(عربي)
نړۍ له دردونوډکه ده هرکس خپل درداحساسوي.(سليسوی)
نړۍ هغسې ده چې سړی څنګه ورته ګوري.(دنمارک-يوليند)
پرېږده چې نړۍ په لوړواوژورو راونه وي.(سوېډن)
نړۍ لکه دچړې غوندې تېرَه ده.(امريکايي بوميان)
نړۍ هره ورځ پرموږقضاوت کوي.(افريقا-سواحلي)
۳۲۷

نړۍچاته وعده نه ده ورکړې.(عربي)
داښه ده چې نړۍ وپېژنو،تردې چې قضاوت پرې وکړو.(سکاتليند-ګېلي[بومي سکاتليندي ژبه-ژ.])
څوک چې غواړي نوې نړۍ ولري،بايدړومبی زړه وپېري.(هاليند)
نړۍ به پاي ته ورسېږي،خوموسيقي اومينه به شتون ولري.(کانادا-ګېلي)
نړۍ دوکه(فرېب) ده.(لاتين)
ايه(ايات)
کله چې مفکوره ماته شي،يوايات چمتووي.
واسکټ
يوښکلی واسکټ خيرن کميس پوښلی شي.(دنمارک-فيون)
ملاچرګک(يوډول مرغۍ ده)
ملاچرګک (هُدهُد)ټوله کرونده ساتلی شي،خپله ځاله نه شي.(پيدرلول)
که ملاچرګک دډينګ هومره غټه هګۍ واچوي،کونه يې شلېږي.
اراده،تصميم،نيت
اراده دکارروح دی.(المان)
تصميم دبري ړومبی شرط دی.(افغانستان-پښتو-ژ.)
ښه اراده پېټې ترمنزله رسوي.(سوېډن)
تصميم نيم پېټې وړي.(ايسليند)
ښه نيت نيم عمل دی.(ايسليند)
ښه اراده لارلنډوي.(برازيل-پورتګال)
چېرته چې اراده وي،هلته لاروي.(دامريکامتحدايالتونه)
کله چې اراده غښتلې وي،پښې سپکې وي.(ايټاليا)
که څه هم توان اړين دی،خواراده دستاينې وړده.(لاتين)
اراده دځمکې حق نه دی.(پيدرلول)
اراده اوعادت لکه هماغه قانون.(ايسليند)
دسړي اراده دسړي معراج دی.
دښځې اراده شر دی.
ان(حتا) مېږی هم خپله اراده لري.
کله چې ماشوم خپله اراده ترسره کړي،نه ژاړي.
خپله اراده زياته ښه نه ده.(دامريکا بوميان)
ستا اراده دپيشوپه لکۍ کې ده.(فريزي)
ستااراده دهندارې شاته ده.(فريزي)
۳۲۸
ستااراده دمورپه جېب کې ده.
خپله نيت په دوزخ کې دسون ړومبني موادوي.(سوېډن)
واين(دشرابويوډول)
په کليساکې يوبوشکه واين څوسپېڅلي کسان حېرانولی شي.(ايټاليا)
شراب بوډاهم نڅوي.(يوګوسلاويا-سرب وکرواتي)
ستړي ته قوي څښاک ورکړه اوناامېده ته واين.(انجيل)
له سوپ نه وروسته يوګيلاس شراب وڅښه اوله داکترنه يوروبل غلاکړه.(روسيه)
واين(شراب( دزاړه سړي شيدی دي.(انګلستان)
په شرابو کې رښتيا ده.(لرغونی يونان)
شراب اوغوسه ستادزړه خبره ښکاره کوي.(ايسليند)
شراب رازونه برسېره کوي.(چين)
په شرابوکې مشوره اخيستل،په اوبوکې پرېکړه .
شراب اودوستان کله چې زاړه شي ډېرښه دي.(سوېډن)
اچول شوي شراب بايد وڅښل شي.(فرانسه)
ځان شرابو ته وساته ،اوپرېږده چې ژرنده په اوبووچلېږي.(ايټاليا)
شراب اوشات دماشومانوله پاره ښه نه دي ،خودزړوله پاره ګټوردي.(عبري)
له شرابواوډوډۍ پرته عشق درداوتنګلاسي ده.(لاتين)
شراب لږ خواړه غواړي،خواړه زيات شراب غواړي.(چين)
شراب ملامت نه دي،يوازې شرابي ملامت دی.(فرانسه)
کله چې شراب دننه لاړشي،بهروځي.(المان)
شراب،ښځه اوجواري(قمار) له هوښيارسړي احمق جوړوي.(رومانيا)
ښه شراب،خراب سر.(يونان)
ښه شراب دسردرداوږده کيسه لري.(انګلستان)
له خوږوشرابوسړی ترخه سرکه ترلاسه کوي.(ايټاليا)
شراب چې څومره ښه وي،هومره زيات ترخه وي.
ماشي چينډخ ته وويل:تردې چې په اوبوکې ژوندوکړم ،ښه ده چې په شرابوکې مړشم.(اسپانيا)
وزر
سړی چې وزرونه يې نه لري، بايدلوړوانه لوزي.(دنمارک-شيليند)
هغه چې مخکې له وزرموندلوالوزي په غوشايانوکې غورځيږي.(پيدرسيو)
کله چې وزرې خولې شي سړی زيات هسک نه الوزي.(دنمارک-فيون)
تاکستان
تاکستان بېل ته اړه لري،نه لوبيا.(بلغاريا)
۳۲۹
عقل،هوښياراوپوهه
پوهه دهوښيارانوله پاره سرګرمې ده.
عقل همېشه په يوناني اولاتين نه ګړېږي.(انګلستان)
عقل يوازې په يو کورکې نه اوسېږي.(سوېلي افريقا-سيسوتو)
عقل دهوښياردسترګوپه وړاندې وي،اواحمق دنړۍ اخرته ګوري.
عقل دنوروله بېعقلۍ زده کړه.(انګلستان)
له هوښيارنه يې وپوښتل چې:«عقل دې له چازده کړ؟ويل يې:« له بې عقلانو».(افغانستان-پښتو-ژ.)
بې عمله پوهه لکه بې شاتومچۍ ده.
پټ عقل اوپټه خزانه،دواړه څه ګټه لري؟(انجيل)
دعقل لارې زياتې دي.(پيدرسيو)
څه ښه به وی چې ټولې نړۍ عقل درلودی،چې چا بدنه شوای کولی.(دنمارک-برنهولم)
عقل دځواک په وړاندې جرات نه کوي.(چکوسلواکيا-چکي)
هوښيارسړی دخپل عقل په باب نه ګړېږي .(افريقا-نيوپي)
هوښيارسړی له غټ تنه ورنه غټ دی.
هوښيارکولی شي له ځواکمن سړي نه ډېره شتمني ټوله کړي.(تيبت)
هوښياريې اخرکوي،څه چې احمق يې ړومبی کوي.(لاتين)
هوښيارسړی پوهه له هغه چاترلاسه کوي،چې هيڅ يې نه لري.(سکاتليند)
يوهوښيارسړی کولی شي داحمق له خبروڅه زده کړي.(چين)
بې له دې چې پوښتنوکولوته اړه ولرې،غوږنيول،کتل،چوپتيا اوزغم درته ټول زده کوي.(بلجيم-فلامان[هاليندي ژبه ده اوددغه هېوداله دوه رسمي ژبونه يوه ژبه ده.ژ.])
هوښيارپوهېږي چې هيڅ نه پوهېږي،احمق ګومان کوي چې په هرڅه پوهېږي.(اسپانيا)
له هوښيارسره معاشرت دې هوښياروي،احمق دوست دناروغۍ پلاردی.(انجيل)
هوښيارغواړي چې پوه شي،کم عقل غواړي چې خبرې وکړي.(قران)
نهه هوښياران ديواحمق خوله نه شي بندولي.(فنليند-اورالي سامي ژبه)
هيڅ شی دهوښيارسړي له نظراواحساس نه پټ نه شي پاتې کېدی.(فلپاين-تګالوګ)
دډېرې لوړې طبقې هوښياراوډېرې ټيټې طبقې کم عقل ، نه شي کولې بدل شي.(لرغونی چين)
يووړانسان ترهغه وخته هوښياردی چې دپوهې په لټون کې وي،که ګومان وکړي چې پوهه لري،احمق دی.(پخوانۍ پارسي)
څوک،چې فکرکوي په هرڅه پوهېږي،په هيڅ نه پوهېږي.(ايټاليا)
يوهوښيار،نه پوهېده چې هوښيار دی،مخکې تردې چې بل څوک پوه شي چې هوښياردی.(انګلستان)

۳۳۰