دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې :۶۷ مه برخه

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
څوک چې ډېرپوهېږي،هغه کم ګړېږي.(ايسليند)
هغه چې ترټولوډېرپوهېږي،ترټولوکم ګړېږي.(ايټاليا)
څه چې سړی نه پوهېږي،ډېره ښه ده چې غلی اوسي.(فريزي)
ټول غواړي پوه شي،خوهيڅوک نه غواړي بيه يې ورکړي.(لاتين)


څوک چې غواړي زيات پوه شي،بايدکم ويده شي.(روسيه)
هغه هرڅه نه پوهېږي.خوهغه هرڅه ښه پوهېږي.(سوېډن)
په ښې پوهې اويوې ښې چاړې سره سړی وړاندې تلی شي.(فريزي)
زياته پوهه،زيات غم.(انګلستان)
چې زيات پوهېږي،زيات ځورېږي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
ننداره،سندره
هغه،چې غواړي سندرې ووايي،ننداره په اسانه له لاسه نه ورکوي.(شليسويګ)
ښکلې ننداره هيڅکله اوږده نه وي.(سوېډن)
لنډه ننداره ژرچمتوکېږي.(سوېډن)
اوږده ننداره هم يو پاي لري.(المان)
يوه ښه سندره زيات وخت ويل کېږي.(پيدرسيو)
سړی چې تل يوه سندره اوري ستړی کېږي.(پيدرسيو)
سړی بايددنيم بيهي په سندره هم پوه شي. (شليسويګ)
دسوارکارۍ زياتې سندرې دپليوخلکوله خوا ويل شوي دي.(روسيه)
باروړنکی ګاډی
نوي باروړونکي ګاډي دمخه تردې چې ښه غوړکړل شي کړسيږې اوچغېږي،همدارنګه پاتې.(پيدرسيو)
تش بارګاډی ډېراوازباسي.
کله چې بارګاډی کږېږي ،ټول زورورکوي.
کوږبارګاډی مه ټېلوهئ.(فريزي)
څه چې دبارګاډې له شانه داسونومنځ کې غورځېدلي وی،له لاسه نه دي تللي.(سوېډن)
وده
هغه د رانجوغوندې کښته وده کوي.
چې ملامې وده کوي ،هيله مې وده کوي.(سوېډن)
۳۳۱

زما دمحصولاتووده،زمادزړورتياوده ده.(پيدرلول)
خشونت،تېری
خشونت غواړي هروخت خپله اراده ولري.(پيدرلول)
څوک چې سره زرلري،دخشونت کارولوته اړه نه لري.(عربي)
کله چې تېري واقعيت دی بايد تسليم شي اوخوندترې واخلي.(چين)
خدای،خاوند،بادار
خاوندزيات ماشومان لري،هغه زياتې وريجې هم لري.(ناروې)
کله چې يې باداريې درکوي،سړی بايدبوجۍ ترې لاندې ونيسي.(سوېډن)
کله چې سړي خپله هڅه کوي،خدای هم ورسره مرسته کوي.(فنليند)
خدی له اب وهواسره برابرې جامې جوړوي.(دنمارک-فيون)
خداي دنېک کارپه بدل کې سړي ته ښه مېرمن ورکوي.(دنمارک-لوليند)
کله چې خدای يوه دروازه وتړي،بله پرانيزي.
خدای دټولوخلکوپه بېوزلۍ ملامت نه دی.(دنمارک-لوېديزيوليند)
موږټول دخدای مړه ګنهکاران ياستو.(پيدرلول)
پرېږده خداي چاره وکړي،دهغه چاره اوږده وي.
کله ځيرکېدل اوکله ستومانې ايستل ،داټول ښه دی ،خدای هست کړي دي.(دنمارک-لوليند)
داښه ده چې خدای دسپيوعبادت اودپيشوګانودوعانه اوري.(دنمارک-شيليند)
خدای هيليوته پښې ورکړي خوحرکت بايدپه خپله ورکړي.(بلجيم-فلامان)
خدای وايي:«ته حرکت وکړه زه به برکت ورکړم».(افغانستان-پښتو-ژ.)
غوسه
زه ژمنه کوم،زه مالګه زغمم ،خوهيڅ شی له غوسې نه دروند نه دی.(لرغونې ارامي[ارامي ژبه دسامي ژبوله ډلې نه ده چې له درې زروکلونوزياته مخينه لري.ژ.])
غوسه لنډلېونتوب دی.(لاتين)
غوسه زړه ورتيا تېزوي.(انګلستان)
له ځواک پرته غوسه بې عقلي ده.(المان)
غوسه اوشراب لامل کېږی چې دزړه خبرې وکړئ.(ايسليند)
غوسه پېښه ده.(افريقا-کيکويو)
غوسه لکه لنګه سپۍ ړانده کوکري تغذيه کوي.(جاپان)
غوسه ناک سړی اړپېچ رامنځ ته کوي ،دروندسړی يې اراموي.(انجيل)
سړی دومره غوسه په سر کې نه لري،چې خپله خولۍ په شا ويسي.(افريقا-يوروبا)
په غوسه کې هيڅ مه کوه!ولې بايدموږپه توپاني لحظه کې،دسمندر په نارامه مسيرلاړشو.(هند-هندي)
۳۳۲
يوغوسه سړي خپله خوله پرانيزي اوسترګې پټوي.(دامريکا متحدايالتونه)
غوسه کېدل دوه سردرد ۍ لري،ړومبی غوسه کېدل اوبيابېرته ښه کېدل.(چيلي-اسپانوي)
غوسه ،ړومبی په سرکې وي.(فريزي)
خپله غوسه ،کله چې کوچنۍ وي ووژنه.(چکوسلواکيا-سلواکي)
سړی بايداجازه ورنه کړي چې غوسه يې ترلمرپريوتوورسېږي.(انجيل)
تردې چې شپه په پښېمانۍ تېره کړئ ښه ده چې په غوسه يې تېره کړئ.(طوارق[دافريقا شمال کې يوقوم دی.ژ.])
څوک چې ژرغوسه کېږي،بېرته ژرښه کېږي.(دنمارک-يوليند)
له روژه سړي نه دغوسه سړي ليدل غوره دي.
هغه غوسه بې ځايه ده چې دهيچاپام ورته نه وي.
زانګو
زانګوله محراب نه سپېڅلې ده.(دنمارک-يوليند)
کوم لاس چې زانګوښوروي،نړۍ اداره کوي.
مورپه يولاس زانګوزنګوي،په بل نړۍ.(افغانستان-پښتو-ژ.)
هيڅوک مخکې دماشوم له زېږېدو،زانګونه لټوي.
په زانګوکې يې کتلی شئ چې ماشوم کله غواړي متيازې وکړي.
شرط
په هرشرط کې يواحمق اويوغل دی.(بلجيم-والوني)
دېوال
دېوال غوږلري.
دېوال موږک لري، موږک غوږونه لري.(افغانستان- پښتو-ژ.)
شتون
شتون،ګومان کول نه دی(لاتين)
څه چې شتون لري، بايدڅه ته ورته وي.(دنمارک-لوېديزيوليند)
دکاراوزار(سامان)
دکارښه اوزارنيم کاردی.
کوربه اوکوربنه
دفلک کوربه توب ميلمه خوشالوي.(پيدرسيو)
چېرته چې کوربنه ښکلې وي،شراب ښه وي.(روسيه)
کوربه هغه وخت خوشالېږي،کله چې مېلمه تللی وي.(چين)
وسله
وسله اوپېسې وړ(ماهر)لاس غواړي.(اسپانيا)
۳۳۳
يوه وسله دهغې دلېږدونکي دوښمن هم ده.(ترکيه)
څوک چې وسله لېږدوي،هغه پوه (تحصيل کړی)نه دی،څوک چې پوه دی،هغه وسله نه لېږدوي.(تلمود)
څوک چې په طلايي وسله جنګېږی،خپل حق پياوړی کوي.(انګلستان)
وسله سوله راوړي.(ايټاليا)
تعصب،شدت
تعصب يوبل اغېزمن کوي.(فرانسه)
يوګي
يوګی په خپل کورکې دفريبکار غوندی په نظرکې ښکاري،خويوبېګانه يوګي لکه سپېڅلی وي.(هند-هندي)
تزار(دروسيې امپراتور)
دتزاردوياړنږدېوالی،دتزاردمرګ نږدېوالی.(روسيه)
تزارلېرې دی ،خدای لوړ.(روسيه)
له تزارپرته هېوادکونډه ده.(پخوانۍ روسي)
کله چې تزاروالګی لري،ټوله روسيه ټوخېږي.(روسيه)
زيبرا
زيبرا دخپلوليکوله پاره نه شي بيدېدلی.(افريقا-ماسايي)
مڼه
کله چې مڼه پخه شي راغورځي.(پيدرسيو)
مڼه له تنې وړاندې نه ولېږي.
مڼه به چېرته وغورځي،چې دونې لاندې نه وي.(يوګوسلاويا-سرب وکرواتي)
مڼه دسپيدارلاندې مه لټوه.(چکوسلواکيا-سلواکي)
خپله مڼه ترهغوتاووه چې دځېلۍ خوند،ونه لري.
مڼه دونې خوندکوي.(بلجيم-فلامان)
ښايسته مڼه ترټولومخکې چينجي خوري.(دنمارک-فيون)
سړی مڼې اوناک ورکوي،خونه سره زراوشنه ځنګلونه.(پيدرسيو)
په ورځ کې يوه مڼه ډاکتر لرې ساتي.(انګلستان)
څوک چې هره ورځ مڼې خوري،دداکټر له خولې ډوډۍ راباسي.(چکوسلواکيا-چکي)
ددېوال دبلې خوامڼې ترټولوخوږې دي.(انګلستان)
تروه مڼه غاښونه دردوي.
ادم مڼه وخوړه اوموږتراوسه غاښ دردياستو.(هنګري)
خوړل
خوړل ياخوړل کېدل دځنګل قانون دی.
۳۳۴
شرمخ پسه ته وويل:«که زه تا ونه خورم،ته ما خورې».(ايتوپيا-امهاري)
سړی بايدخواړه وخوري چې ژوندی وی،اودخواړوله پاره ژوندونه کړي .(لرغونی يونان)
څوک چې خوراک کوي ،بايدڅښاک وکړي.(پيدرلول)
خراب وخوره ښه بيده شه.( سوېډن- سکونی [ددغه هېوادپه سوېل کې يوه سيمه ده.])
څوک چې ښه خواړه خوري،هغه ښه څښاک کوي،څوک چې ښه څښاک کوي ،هغه ښه بيده کېږي،اوڅوک چې ښه بيده کېږي هغه ګناه نه کوي.(دنمارک شيليند)
ښه خواړه خوړل،ښه غول کول.(دنمارک-لوليند-فاستر)
پرېږده چې وخورواووڅښو،سبابايدمړه شوو.(انجيل)
وخوره،وڅښه اوخوښ اوسه،له مړينې وروسته هيڅ لذت نه شته.(لاتين)
له دوست سره يې وخوره اووڅښه،خوهيڅ معامله ورسره مه کوه.(ترکيه)
وخوره ،ټوکه مه کوه.(عربي)
څوک چې کمه خوري،ډېروخت يې خوري.(سوېډن)
لږخوره تل خوره،ډېرخوره ګنډېرخوره.(افغانستان-پښتو-ژ.)
زيات خوړل قوت نه دی.(ايتوپيا-ګالا)
له هغونه چې له لوږې مړه شوي دي،هغه ډېردي چې له ډېرخوړلومړه شوي دي.(انجيل)
هيڅوک دخوړلوله امله نه مري.(شوروي اتحاد-تاتاري)
يوازې هغه څه چې تا خوړلي ستادي.(افريقا-شونا)
انسان چې څه خوري همغسې وي.(المان)
وروخواړه وخوره،معده دې هيڅ دردنه کوي.(برما-شان)
څوک چې کم خواړه خوري لس ځله يې خوري،څوک چې زياته خوري يوواريې خوري.(چين)
دکوچنيومړيوپه ډېرخوراک هم څوک مړکېدی شي.(تيبت)
هغه چې ترچاودېدويې خوري ژوندی نه پاتې کېږي.(ګرونليند)
دهغوخواړوله امله چې سړي پرون خوړلي وي ،نن موړنه وي.(يهودي)
څاروي اوسپي مړېږي انسانان يې هروخت خوري.(ګرونليند)
هغه بايدخواړه ونه خوري،چې نه غواړي خوله شي.
له چاسره چې غواړې ويې خورې،بايد ورسره لواوغوبل وکړې.(المان)
ته هغه څه خورې،چې دهغې له پاره دې ځان په زحمت کړی وي.(شوروي اتحاد-موردويني)
هغه چې خوري يې ،خوله کېږي،اوچې کارکوي ،دهغه ساړه کېږي.(سوېډن)
هغه څوک چې دبل له لاسه يې خوري،ډېر کم وخت مړېږي.
پاچا خواړه خوري،خلک يې خوري،څاروي،خوارک مومي.(لوليند-فالستر)
غمی
که څه هم غمی په پلندۍ کې وغورځېږي ،خپله ځلانه ورکوي.(مالېزيا)
۳۳۵