عبدالملک پرهیز
ما خو د ستورو او سپوږمۍ د شپې دعا کړې وه
د شپې تیارو کې مې بس هیله د رڼا کړې وه
خو اوس بې ستورو او سپوږمې شپې بې رڼا پاتې شوې
کله ما ځان ته د ړندو سترګو ښيرا کړې وه
***
ما د پسرلي تمه لرله په بیابان واوښتم
په وچو پاڼو، لوڅو څانګو د خزان واوښتم
زرغون موسم کې وچې دښتې او صحرا پاتې شوې
د خپلو هیلو په پسرلي کې په خزان واوښتم
****
ما د خندا له میو ډک یو څو جامونه غوښتل
ما د تیارو له سیوري وتي څو لمرونه غوښتل
ماتې پیالې شوې، د رڼا جامونه تش پاتې شول
ما خو جامو کې ډک د مینې څو دردونه غوښتل
****
دلته د پوهې نغمه زړونو ته هیڅ لار نه لري
لکه رباب د هر یو زړه نغمې ته تار نه لري
زه مسافر، ستړي مزلو ته په بیدیا پاتې شوم
اوس قافله زما د لارې ورین سالار نه لري
*****
ما یې د زلفو ډک وريښمین ښه بالښتونه غوښتل
د سپوږمۍ شپه کې د سیند غاړې دیدنونه غوښتل
د خیال دنیا په تیاره شپه کې یو تنها پاتې شوم
ما په شیبو، په مړوندو د یار خوبونه غوښتل
****
د چا د زلفو او پیکي سیوری پر ما و نه شو
د چا د شونډو د شربت باران پر ما و نه شو
د خیال اسمانه، ولې سترګې بې رڼا پاتې شوې
د سترګو جنګ کې مې په زړه ګوزار رسا و نه شو
****
ما ویل چې سترګې به یوازې ښکلاګانې ویني
په هره څانګه د غوټیو موسکاګانې ویني
اوښکې جاري په اننګو د هر ګلاب پاتې شوې
د اغزو لار کې بې پروا تګ سزاګانې ویني
****
د ګل پر شونډو بیا د غم سپینې تڼاکې راغلې
د بورا سترګونه ته بیا اوښکې څو کاواکې راغلې
شونډې شوې وچې او د میو له خمار پاتې شوې
د عشق ګل بڼ ته چې ملخې ډېر بې باکې راغلې
****
د عشق اسمان کې بې شیمې ستوري لویدل له غمه
لکه خالونه د لیلا له مخ لویدل له چمه
د شیدو لار کې نه د ستورو سپین پاولې پاتې شوې
د هسک سینه کې ستورو زړونه چاودیدل له غمه
****
نه خیال د مرستې نه ملاتړ په دغه لار کېدی شي
نه پاڅیدو ته مو کوم اند د کومې چار کېدی شي
پر دې پیچومو قافلې په نیمه لار پاتې شوې
نه پر مخ تګ شته نه شاتګ ته د چا لار پاتې شي
*****
زما له لارو د هغې لاره جدا شوه ولاړه
د هوسونو بار پر سر په بله لاره شوه ولاړه
هغه خوږې سترګې بدلې، اوس ترخې پاتې شوې
زما پر زړه یې غوغا پريښوده رسوا شوه ولاړه
****
زړه ډوبېده د عشق دریاب کې ما ساحل لټوه
د ماتو هیلو سمندر کې ما منزل لټوه
هیلې شوې ماتې بس د هیلو دوه ټوټې پاتې شوې
چې مې اسمان ته د توفان شور کې ختل لټوه
***
هیلې لا هم زړه کې ژوندۍ دي تیندکونه وهي
په تورو شپو کې د رڼا پسې مزلونه وهي
په مایوسۍ کې لا د هیلو ولولې پاتې شوې
ستورو سپوږمې پسې د شپو لوی کمرونه وهي
ناکامه هیلې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode