عبدالملک پرهیز
لا پسرلي مې دی د ژوند چې خزان راغی
لا آزاد یم خو احساس د زندان راغی
دلته دوست د دوست په زړه وهي نیشونه
دلته هر څوک د چل ول په ګومان راغی
په ظاهر یې تندی ورین،شونډې خندانې
خو په خوی لکه لېوه او حیوان راغی
دلته لاس بې له غرضه نه اوږدېږي
پوخ دښمن دی په جامه د خپلوان راغی
نور مې واچول د زړه ور ته قفلونه
چې مکار په شان د ښکلي جانان راغی
چې یې فکر ډک له بدو او تیارو وي
بوله غم دی چې بې سته آرزان راغی
څو به سوزم لکه شمعه ویلې کېږم
یا پتنګ غوندې وزرې سوزان راغی
لکه باز په لوړ آسمان آلوتی نه شم
مات وزر یم د پرواز بیا ارمان راغی
لا تر څو به لالهاند په کنډوالو یم
دې ذلت کې مې لا شک په ایمان راغی
بې باوري
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode