ډیوه افغان
‎سوله یوه اړینه اړتیا ده په دې پروسه کې د ټولنې د ټولو وګړو مسوولیت ګ‌‌‌‌‌‌ډ دی او هر څوک باید ځان په دې کې مسوول وګڼي په خاصه توګه سیاسون ، سوله د افغانستان د ټولو د پاره اهمیت لرونکې ده په ټينګښت کې يې د دولت ترڅنګ سیاسون  هم باید ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه وکړي.


پاکستان به کله هم د افغانستان د پاره یو ښه ګاونډی نشي ځکه چې پاکستان تر ننه په درواغجن سیاست سره تل د افغانستان چارواکو او د نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندلي ، او دا هېواد کله هم د  باور وړ نشو بللی ، پاکستاني چارواکو تل په درواغو سره په خپله خاوره کې يې د ترهګرو شتون رد کړی او تل يې د افغان حکومت سره د سولې په برخه کې درواعجني ژمنې کړي او تل یې ویلي چې دوی هېڅکله په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس نه لري او نه به چاته ددې کار اجازه ورکړي ، ولې تل په

داسې ښکاري چې یو شمېرطالبانو سره د افغان دولت د سولې او د جګړې د پای ته رسېدو خبرې چې په وروستیو کې يي نوې بڼه او تمه پیداکړې، شمالټلواله وارخطاکړې او غواړې دا ځل بیا د روغې جوړې او سولې بهیر، په نويیمه لسیزه کې د ډوکټور نجیب الله او ملګرو ملتو د سولې پلان پشان، سبوتاژ کړي


‎لیکنه . ‌‌‌‌‌‌ډیوه افغان 
‎کله چې یوه ټولنه پرمختګ کوي ، لومړنی شرط یې دا دی چې باید هغه ټولنه قانونمنده شي، د ټولنې ټول وګړي قانون په ځان و مني، که هغه عام ولس دی او یا هم دولتي چارواکي، ځکه همدا د قوانینو مراعات کول د ټولنې د پرمختګ سبب کېږي، او حقونه هر وګړي ته په مساوي توګه رسېږي، دې سره دې عامو وګړو او دولتي چارواکو د ژوند امکانات یو څه مساوي کېږي


لیکنه ـ پښتنه کلیواله 
په افغانستان کې د لویو او کوچنیو قومونو تر څنګ اهل هنود د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان په مختلفو سیمو او ولایتونو کې ژوند کړی دی ، چې اکثریت ېي  په سوداګریزو چارو بوخت و. 
دوی هم افغانان دي او د افغانستان تر هغه بیرغ لاندې چې کلیمه يې شریف پرې لیکل شوې ده افغانستان ته خدمت کوي ، د عسکري خدمت څخه نيولې بیا د هېواد تر آبادولو پورې د هر خدمت د پاره چمتو دي ، نوموړی قوم د خلکو سره دومره په مینه


لیکنه ؛ ډیوه افغان 
لکه څنګه چې ټولو ته بهتره څرګنده ده هره ټولنه  قانوني کیدو ته اړتیا لري همدا قوانین دي چې  د ټولنې اساس جوړوي کله چې ټول ولس په یوه غږ د خپل دولت سره په ګډه د قوانینو په تطبیق کې همکار شي ټولنه د پرمختګ ته طرف ته ځي .
ولسمشرغني  د کمپاین په وخت کې له ولس سره ژمنه کړې وه چې د ټولو په ژوند کې به بدلون راولي قانون به په ټولو یو شان تطبیق کېږي یو افغان به له بل څخه بهتر نه وي او داسې نورې اړینې ژمنې يې ولس سره لرلې

ګلرحمن رحماني

کله چی امریکا او نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتونو د اکثریت رایو له تر لاسه کولو وروسته د طالبانو د وحشتونو او ظلمونو د ختمولو په خاطر افغانستان ته راغلل، نو د طالبانو له پاشل کېدو وروسته یې دلته موقت حکومت رامنځته کړ، مګر جګړه لا هم ادامه لري او پایته ونه رسېده

محمد روښان ښاد

د ګڼو داخلي ستونزو، ناامنیو، زورواکیو، جنګونو او د سیمې د ستونزو باوجود افغان حکومت لا هم ښه روان دی، ځکه چې د دغو ټولو ستونزو سره سره حکومت نه یوازې خپل تمرکز له لاسه ورکړی، بلکې د جنګ د مدیریت، د سولې، د اقتصادي، انکشافي، نړیوالو مناسباتو، معارف ، فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې حکومت په نهایت دقت سره ښه مخته روان دی


لیکنه ؛ ډیوه افغان
لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده افغان امنیتي ځواکونو ددې هېواد د عزت او ټولو ملي شتمنیو څخه په ډېره مېړانه ساتنه کړې او کوي يې ، او دوی تل د خپل سر په قیمت له دې هېواده ساتنه کړې ، ټولو ته څرګنده ده چې دوی د هېواد د ساتنې په برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي

محمد بشیر یوسفزوی

له کومې ورځې چې طالب د خپل ولس او نظام پر ضد د پردیو په لمسون وسلې ته لاس کړي او د خپلو خلکو د بدمرغه کولو، د تاسیساتو د ویجاړولو او د افغانستان د بربادۍ لپاره جګړه کوي، نو له همغې ورځې طالب په هېواد کې خپل معنوي، ټولنیز او هر اړخیز ماهیت له لاسه ورکړی دی، ځکه د افغان ولس او نظام پر وړاندې د دوی دغه ناوړه عمل او کړنې په هیڅ ډول نشي توجیه کېدلی

اېمل پیاوړی

زموږ اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېرو سختو شرایطو کې خپله وړتیا او زړورتیا وښوده. داسې مهال چې ګڼو بهرنیو او کورنیو مبصرینو د نظام د سقوط وړاندوینې کولې. بهرني او شمېر کورني له افغانستان څخه په تېښته وو او ټولو داسې ګڼله چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به داسې افت خدای مکړه پر افغانستان را نازل شي، چې ټول به پوپناه کړي.

زیاتې مقالې …