د افغانستان دولت له طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ. دولت غواړي خپله اخلاقي برتري وښیي. طالبانو پرلپسې اخلاقي او سیاسي ماتې خوړلي. د کابل پروسې په سږنۍ ناسته کې د فبروري میاشت کې طالبانو سره د مذاکرې بلنه او هغوی ته د مشروعیت ورکولو طالبان سیاسي انزوا ته یووړل. تقریباً د نړۍ ټولو هېوادونو د دې بلنې ملاتړ وکړ. د سیمې قدرتونه چې د ناټو مخالف دي هغوی هم د دې بلنې سخت هرکلی وکړ. حتی پاکستان چې پوځ یې د طالبانو ملاتړی دی ونشو کولای چې

اېمل پیاوړی

ولسمشر غني تېره اونۍ (پنجشنبه) د ویډیویي پیغام له لارې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ او د ولسمشر دغه اعلان ډېر ژر رنګ راوړ، ځکه په ځواب کې یې وسله والو طالبانو هم د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ

حکومت، طالب او ولس ته د اوربند ګټې

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولس او حکومت دښمنانو په ټول هېواد کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی؛ ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د موقت اوربند اعلان وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړ. دا اوربند یوازې طالبانو ته اعلان شوی دی، داعش او القاعده پکې نه شاملېږي. ولسمشر وايي، افغان امنیتي ځواکونه به د داعش او القاعده پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي

محمد بشیر یوسفزوی

 په دې کې شک نشته چې ګاونډیان (پاکستان او ایران) د افغانستان په جنګ کې مستقیم لاس لري، دوی د فشار په توګه غواړي افغان دولت دېته مجبوره کړي، چې تر افغانستان لومړی د پاکستان او ایران ګټو ته لومړیتوب ورکړي او په خپله د خپلې ارادې خاوند نه وي او چې هر ګام او اقدام کوي، نو باید د ایران او پاکستان په خوښه وي

محمد بشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې افغانان لا له پخوا او لومړي سره د سولې غوښتونکي و او لا هم په همغه جدیت د سولې غوښتونکي دي، خو دلته ستونزه داده چې پردی جنګ زموږ پر هېواد او خلکو تحمیل شوی دی او دغه جنګ له موږ څخه د سولې انتخاب دومره لیرې کړی دی چې موږ په هغه برخه کې بېخي بې وسه او ناتوانه یوو

وروسته له هغې چې تېره پنجشنبې ولسمشر غني د روژې له ۲۷ څخه د کمکي اختر تر پنځمې پورې طالبانو ته د اوربند اعلان وکړ او ورپسې طالبانو هم یوازې د اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ؛ اوس پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعيف وايې چې د اوربند موده دې وځول شي. دغه پخوانی طالب چارواکی چې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري، له افغانانو غواړي چې د اوربند پر مهال وسله والو طالبانو او حکومت ته ورشي او ترې د اوربند د غځولو غوښتنه وکړي. مُلا ضعیف ټینګار کوي چې د اوربند د مودې د غځولو لپاره امکان لري جګړې کې شاملې خواوې د ولس غوښتنې پرځاي کړي


مینه منګل

‎سره له دې چې جګړه نه د افغانانو ده او نه د افغان حکومت په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او پر موږ په زوره تپل شوې، او قرباني یې هم موږ یو ، خو بیا هم افغان ولسمشر ټولو اسلامي انساني او او نړیوالو اصولو ته په کتو د روژې د مبارکې میاشتې له اوه ویشتمې د اختر تر پنځمې پورې له وسله والو مخالفینو سره اور بند اعلان کړ، دا ددې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت جګړه نه غواړي افغان حکومت انسان وژنه نه غواړي افغان حکومت سوله غواړي او د انسانانو خوندي ژوند غواړي

نویسنده :ایرالد کوالسی )Kolasi Erald .)
منبع وتاریخ نشر : ما نتلی ریبیو» 10-10-8102 .»
برگردان : پوهند وی دوکتور سید حسا م »مل« .
 ----------------------------------------------------
تعریف فزیک : فزیک شاخه علم مربوط به طبیعت وخواص ماده وانرژی است .
موضوع فزیک : متمایز از شیمی وزیست شنا سی، شا مل مکا نیک ، گرما ، نور ،
ودیگر ، تا بش ، صد ا ، برق ، مقنا طیس وساختا ر ا تم ا ست .
 مردم تما یل نشا ن میدهند که به ارتباط سرما یه داری از لحا ظ اقتصا دی فکر


‎اوس هغه وخت رسېدلی چې ټول افغانان د سولې له فرصتونو څخه ګټه واخلو ، او د پرديپالو په وړاندې یو موټی شو.
‎لومړی فرصت په افغانستان کې ټول دیني علما د جګړې او افغان وژنې ضد فتواورکوي باید ددې علماو ملاتړ وکړو، او ددوی په ساتنه کې له دولت سره جدي همکاري وکړو.
‎دوهم فرصت د ټاکنو پروسه ده کله چې موږ په ټاکنو کې په پراخه


‎موږ د سولې ارمانجن ملت یوه موخه لرو هغه هم سوله ‌افغان دولت او افغانانو کله هم سوله د وینو په بهیدلو نده غوښتې دوی تل د خبرو د لارې د ټولو ستونزو هواری او وسله والو سره سوله غوښتې.
‎ولسمشر له وسله والو سره اوربند اعلان دا ددې په معنی نه وه چې زموږ دولت د ناتوانه شوی وي او یاد زموږ امنیتي ځواکونه ضعیف وي. 
‎جګړه په هر حالت کې کېدله خو دواړو غاړو ته وینې تویېدلې

ولسمشر غني د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په اتلسمه غونډه کې ويلي افغانستان کې له سیاسي لارې د جګړې درېدل غواړو. ولسمشر ويلي، افغان حکومت چمتو دی چې د جګړې د ختمېدو لپاره له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي. غني ټينګار کړی چې دی چمتو دی چې له سیاسي حل لارې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د موقت اوربند څخه وروسته، له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو او د

زیاتې مقالې …