عبدالملک پرهیز
د افغانستان د نن او سبا د برخه لیک پر سر لوحه همدغه دوه کلمې په زیاتې زبرتیا او پنډوالي رامخ ته کېږي. دا ساده او عادي کلمې نه دي دا له ژورې منځ پانګې او مفهومه ډکې کلمې دي چې د وطن نن او سبا د همدغه کلمو پر بنسټ ټاکل کېږي . کله چې د سولې خبره کېږي ، دا تر هر څه لومړی د امنیت ، ثبات زېری ورکوي، سوله د وینې توييدلو ، قتلونو د بندېدلو، د ښارونو او کلیو د نه ورانېدو ، عدالت او قانون واکۍ ته د رسیدو پيغام ورکوي. سوله د ماشومانو د نه یتميدو، د ښځو د نه