د ولسمشر ټولې پرېکړې د ولس له هیلو سره تړلې دي ؛

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


لیکنه ؛ ډیوه افغان 
لکه څنګه چې ټولو ته بهتره څرګنده ده هره ټولنه  قانوني کیدو ته اړتیا لري همدا قوانین دي چې  د ټولنې اساس جوړوي کله چې ټول ولس په یوه غږ د خپل دولت سره په ګډه د قوانینو په تطبیق کې همکار شي ټولنه د پرمختګ ته طرف ته ځي .
ولسمشرغني  د کمپاین په وخت کې له ولس سره ژمنه کړې وه چې د ټولو په ژوند کې به بدلون راولي قانون به په ټولو یو شان تطبیق کېږي یو افغان به له بل څخه بهتر نه وي او داسې نورې اړینې ژمنې يې ولس سره لرلې

.
کله چې په یوه هېواد کې څو لسیزې جګړې تېرې شوې وي او د هېواد اکثره برخې د زورواکو په واک کې وي غیر مسووله وسله والې ډلې فعالیت ولري ، کلونه د ولس حقونه ضایع شوي وي ، کلونه ددې هېواد له ټولو وګړو سره نارواوې شوې وي قومونه یو د بل څخه لرې شوې وي، په هغه هېواد کې چې د ولس په منځ کې د پردیو هېوادنو جاسوسان فعالیت ولري ، ستونزمنه ده چې ټولو ستونزو ته د زر  رسېدنه وشي . 
دا چې په تېره څه موده کې ولسمشر د پخوانیو ژمنو عملي کولو ته  ګام په ګام  نور هم وړاندی شوی ډېره د خوښي خبره ده .
په افغانستان کې غير مسوولې وسله والې ډلې د افغانستان د ناامنیو اصلي دلیل دي ، همدا غیر مسوولې وسله والې ډلې دي چې د جګړې د دوام لامل شوي دي ، دا چې زموږ نظام د پیاوړېدو په حال کې دی نو اړتیا نشته چې دا بې معنی ډلې فعالیت ولري دوی سره باید د افغانستان د بدبختیو حساب وشي ، دوی سره د عام قتل حساب وشي ، دوی سره باید د ولس د شتمنیو د لوټ کولو حساب وشي .
ولسمشر تل په خپلو خبرو کې وايي چې د غیر 
 مسوولو وسله والو ډلو په مقابل کې هېڅ ډول تحمل موجود نه دی، هغوی باید په بشپړ اطاعت او د قانون په حاکميت کې واوسي؛ له هغې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخامخ شي.، د قانون له چوکاټ څخه بهر هېڅ عمل د منلو وړ نه دی.  
د ولسمشر دا خبرې د ولس لپاره هیله بښونکې دي ځکه چې ولس له همدې غیر مسوولو وسله والو ډلو د لاسه تر پوزې راغلی ، ځکه چې دا ډلې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې په ولس سم قیامت راوستی .
اوس په نېږدې ورځو کې ولسمشر له ولس سره بیا تازه ژمنه وکړه چې په افغانستان کې غیر مسوولې وسله والې ډلې له منځه وړي افغانستان به نور د زورواکو ځای نه وي دلته هغه  څوک اوسېدلی نشي چې له قانون څخه ځان لوړ ګڼي 
د ولسمشر دا ژمنه په حقیقت سره د ولس د زړنو او آرمانونو سره تړلې ده غیر مسووله وسله والې ډلې چې د هر قوم وي باید له منځه لاړې شي ، دوی باید قانون ته وسپارل شي ، ولس باید ددې ډلو ملاتړ ونکړي ، ځکه چې همدا ډلې د هېواد امنیت او ملي ګټو ته ضرر رسوونکي دي .
  ولس د هم د خپل دولت تر څنګ ودرېږي تر څو موږ يو پیاوړی او قانون منده نظام ولرو کله چې قانون په ټولنه کې طبیق شي د ولس  ټول حقونه بېرته ولس ته رسېږي .
دنړۍ د ټولو هېوادونو د پرمختګ سبب همدا د ولس همکاري ده چې دولت سره يې کړې ده او ځانونه يې د ستونزو باسلي دي .