په ملي امنیتي ځواکونو د خلکو باور زیات شوی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

زموږ اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېرو سختو شرایطو کې خپله وړتیا او زړورتیا وښوده. داسې مهال چې ګڼو بهرنیو او کورنیو مبصرینو د نظام د سقوط وړاندوینې کولې. بهرني او شمېر کورني له افغانستان څخه په تېښته وو او ټولو داسې ګڼله چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به داسې افت خدای مکړه پر افغانستان را نازل شي، چې ټول به پوپناه کړي.

بل لورته  د بهرنیو په لمسون ترهګرو او تروریستي ډلو په افغانستان کې جګړې ته شدت ورکړ، ګڼ افغانان له همدې وېرې د هېواد پرېښودو ته اړ شول، مګر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د برحقه مبارزې سنګرونو ته مخه کړه. دوی ملاوې وتړلې، له خپلو اولادونو او کورنیو یې مخه ښه واخیسته، خو بهر ته د تګ نه، بلکې د هېواد او خپلو خلکو د دفاع د برحقه مبارزې سنګرونو ته ورغلل. دوی نه عصرې وسلې او نه هم پرمختللي جنګي وسایل لرل، مګر دوی له هېواد سره مینه لرله، دوی ټینګه اراده لرله، دوی هوډ او عزم درلود او په همدې خاطر یې د هیچا او د هیڅ خطر پروا ونه لرله.

له نن څخه کابو څلور کاله وړاندې زموږ مېړنیو ځواکونو په نشته امکاناتو د دښمن د بریدونو پر وړاندې ځانونه سپر کړل او د هغوی هغه پلانونه، خیالونه او خوبونه یې له خاورو سره خاوړې کړل چې فکر یې کاوه افغانستان به په  دوه جغرافیو ووېشي او ډېرې سیمې به تر خپلې ولکې لاندې راولي، مګر دوی تر دې مهاله په دې نه دي توانېدلي چې زموږ له مېړنیو ځواکونو سره د جنګ کولو جرئت ولري.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلو مبارزو او سرښندنو سره ټولې فرضیې غلطې ثابتې کړې او دا کار یې د خپلو مټو په  قوت وکړ. دا همت یې له هېواد سره د مینې په خاطر وکړ. په مېړانه یې د خپل ولس او هېواد دفاع وکړه او له  همدې امله نن تر بل هر وخت ولسونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو زیات ملاتړي دي او د خپل امنیت د تامین لپاره یوازې او یوازې په امنیتي او دفاعي ځواکونو باور کوي.

له بل لوري امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلو اتلولیو پرمټ د نړیوالو پام د خپل ځان لورته ور اړولی او د هغوی مرستې یې جلب کړې دي، ځکه چې له یوې خوا زموږ مېړني ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات په خاطر د تروریستي ډلو او ګروپونو پر ضد په لومړۍ کرښه کې قرار لري او له بل لوري دوی خپله وړتیا نړیوالو ته وښودله او نړیوال هم دې نتیجې ته رسېدلي دي چې که افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ښه توګه سنبال او پر وسلو مجهز شي، نو دوی د دښمن پر وړاندې د جنګ ښه ظرفیت لري.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو چې په دې وروستیو کې د دښمن، داعش او ترهګرو ډلو پر ضد د جګړې ترڅنګ د داخلي زورواکو په نیولو لاس پورې کړی، نو پر دوی د ولس باور څو چنده زیات شوی دی او د دوی د دغو اقداماتو ټینګ ملاتړ کوي. ولس اوس دا درک کوي چې که خدای کول د دغو مېړنیو ځواکونو له برکته به نور د زورواکانو له ظلمونو او وحشتونو خوندي وي.