اېمل پیاوړی
د اوربند له برکته د تېر نېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ څو چنده زیاتې شوې او عامو خلکو دغه خوښۍ د جشنونو په بڼه ونمانځلې، ځکه کله چې دوی افغان وسله وال طالب او امنیتي ځواکونه ولیدل چې ګډ ګرځي، یو بل ته ور ترغاړې وتلي، سره خاندې او خواله کوي، نو عامو خلکو د څلورو لسیزو اوږده جګړه له ذهنه وتوږله او داسې یې وانګېرله لکه چې نور له دغې جګړې څخه ژغورل شوي وي