محمد روښان ښاد

د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان یو کال وروسته په پام کې ده واشګنټن د دې ستراتیژۍ په اړه یو ځل بیا غور وکړي. له اوسنۍ ستراتیژۍ سره درې زره امریکایي سرتېري افغانستان ته واستول شي او هوایي بریدونه زیات کړي.

امریکایي مقاماتورویټرز اژانس ته ویلي چې ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د پرمختګونو له پڅوالي او هغې ستراتیژۍ چې تېر کال یې اعلان کړه، ناخوښه دی. د ټرمپ ادارې په افغانستان کې د نظامي سلاکارانو، روزونکو او کمانډویانو شمېر او د افغان هوایي ځواکونو ملاتړ زیات کړ

محمدبشیر یوسفزوی

لکه څنګه چې د خدای په وحدانیت کې شک نشته، نو هیڅوک په دې کې هم شک نه لري چې طالب له پاکستانه لمسول کېږي، له هغه ځایه پړسول کېږي او له همغه ځایه روزل کېږي. د افغان وژنې لپاره، د افغان د بدبخته کولو او د افغانستان د ورانۍ، ویجاړۍ او دربدرۍ لپاره

ژباړه: اېمل پیاوړی

نن په بروکسل کې د ناټو د مشرانو ناسته جوړېږي. په دې ناسسته کې به پر هغو کوښښونو هم بحث وشي چې موخه یې د افغانستان جنګ ته د سیاسي حل لارو موندل دي.

د ناټو مشران باید دا په یاد ولري چې پر طالبانو او د دوی پر ملاتړو له فشار راوړلو پرته د سیاسي حل لارې موندل ممکن نه دي. د پنټاګون په وروستي راپور کې په صراحت راغلي دي چې د طالبانو ډله له پاکستانه مرسته اخلي. د امریکا متحدو

ګلرحمن رحماني

ولسمشر محمداشرف غنی د چنګاښ په لسمه ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له ولسونو سره په یوې پراخه غونډه کې وویل: (سوله راتلونکې ده ، ملي ، سیمه ییزه او په نړیواله کچه موږ اجماع جوړه کړې اتیا سلنه کارونه مخکې تللي ، اوس خبره اقدام ته پاتې ده ، غوښتنه مې دا ده چې په وړو مسایلو کې دا ملت مه مصروفوئ لویو مسایلو ته راشئ)


‎لیکنه؛؛ ‌‌‌‌‌‌ډیوه افغان 
‎ټولو ته څرګنده ده چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان خلک له خپلو حقونو بې برخه پاتې شوي ، د جګړو پر مهال د افغانستان خلک بېچاره شول، ک‌‌‌‌‌‌ډوال شول، شهیدان شول، معلوله شول، کورونه یې د لاسه ورکړل، ځکه د جګړو پر مهال زورواکو هر څه ترې غصب کړل ، ولس کوم زړه سوانده مشر نه لرلو چې د خپلو حقونو غوښتنه ترې وکړي، نړیوالو هم افغانستان ته شا اړولې وه

نویسنده : تونی مک کینا)McKenna Tony .)
منبع وتاریخ نشر : کونترپانچ »40-40-8402 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.
 ------------------------------------------------------------
 اخرین رسوایی »ترومپ« که به اخبار ختم میشود ویا که در ارتباطات جمعی به
نشر میرسد همانا قراردادن کودکان در قفس ویا جدا سازی اجباری کودک نو پا) نوتولد«
از والدین او است .

ادامه در ضمیمه

وروسته له هغې چې يو شمېر احزابو او سياسي جریانونو د رايه ورکوونکو د نومليکنې د پروسې د باطلېدو غوښتنه وکړه؛ نن ورځ ولسمشر غني دوی ته داسې ځواب ورکړ چې پوره منطقي او پر واقعيتونو ولاړ و. تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني، د حراست او ثبات د رهبري شورا غړي یونس قانوني، د جنبش اسلامي ګوند په استازیتوب باتور دوستم، د وحدت اسلامي مشر محمد محقق، د محاذ ملي مشر سید حامد ګیلاني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استازیتوب ضرار احمد مقبل يوه ګډه غونډه وکړه او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د نومليکنې بهير دې ژر تر ژره باطل اعلان کړي

نویسنده :دوکتور جمیس ام دورسی )Dorsey. M James.Dr )
منبع وتاریخ نشر : گلوبال ریسرچ »70-70-8702 »
برگردان : پوهند وی دوکتور سید حسا م »مل« .
 -------------------------------------------------------------
 افزایش وابستگی پا کستان به چین بمنظوردریافت کمک چین درجلوگیری استفاده
از صندوق بین المللی پول )IMF )بغرض جلوگیری ازبحران ما لی واقتصا دی برای
پاکستان تا حدی از اهمیت ویژه ای برخوردارا ست

 

بقیه درضمیمه

نوشته از ع. بصیر دهزاد

تحولات و روند های سایسی، اجتماعی و امنیتی افغانستان در یکی دو سال اخیر هوشدار ها  و تشویش های  جدید را به وجود آورده است و سوالات زیاد را در ذهن تداعی مینمایند.

یک مسآله روشن و غیر قابل انکار است که جامعه ما در عمق بحرانهای سیاسی، اجتماعی، امنیتی و اتنیکی و عدم اعتماد نسبت به آینده  قرار گرفته است.

این بحرانها نه تنها که  روز تا روز عمیقتر  شده میروند، بلکه وطن را در آستانه شعله ور شدن خصومت ها وبرخورد های عقده مندانه میان قومها قرار داده است

 

اېمل پیاوړی

د ناټو د غړو هېوادونو کنفرانس هر کال ترسره کېږي، سږکال د جولایی په ۱۱ نېټه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې ترسره شو چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ورغلی و. دغه کنفرانس د افغانستان د خلکو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره یوه مهمه بریا او لاسته راوړنه وه. په دې دلیل چې په هغه کې ډېر تمرکز پر افغانستان و او هر څه په کې مثبت وارزول شول.

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ترمپ څخه واخله تر وروستي ویناوال پورې ټولو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ وستایلې. د دوی تحرک او مسلکي وړتیا یې تائید کړه او دا یې ومنله چې دغه مېړني ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین په موخه د ترهګرو پر وړاندې جنګېږي او مبارزه کوي.

 د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو له همدې امله د ۲۰۲۴ کال تر پای پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، تجهیز ، روزنې او تمویل په موخه خپلې ژمنې تازه کړې. د ناټو د ژمنو ارزښت په دې کې دی چې دا سازمان د خپلونظامي مرستو پر مټ زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زیات تمیولي او هغوی ته مسلکي زده کړه ورکوي.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو همدارنګه په ملکي برخه کې د افغان حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني د برنامو ستاینه وکړه، خصوصاً له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د حکومت د اصلاحاتو هرکلی وکړ او دا یې ښه او مثبت ګام وباله. د اصلاحاتو بهیر د چټکتیا او دوام غوښتنه یې وکړه.

د بروکسل په غونډه کې افغانستان مثبت وارزول شو او د نړیوالو پام لا ډېر شو او هغوی په دې باوري شول چې د ولسمشر غني حکومت او اداره هغه څه په ډېره کمه موده کې ترسره کړل چې مخکېني حکومت په څوارلسو کالو کې د ټولو امکاناتو باوجود ونشو کړای. د دغه کنفرانس د ټولو ویناوالو په ویناو کې د افغانستان په اړه مثبت لیدلوری موجود و . هغوی د جمهور رئیس غني د اوربند د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې بشپړ ملاتړ وکړ.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د افغانستان د خلکو او دولت پهاستازیتوب یې په دغه کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه، د ناټو مشرانو ته د افغانستان د اوسنی امنیتي وضعیت، تهدیدونو او فرصتونو په اړه دقیق او هر اړخیز معلومات ورکړل. او همدارنګه یې د غونډې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې هم لرلې.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو تعهد وکړ چې پس له دې به په افغانستان کې زیات تمرکز په اولویتونو او نیمګړتیاوو کوي. یانې دوی به د افغان حکومت له ملي برنامو او د افغانستان د خلکو له لومړیتوبونو او مهمو اړتیاو سره ځانونه عیاروي، تر څو د دې مرستو موثریت زیات شي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره بهتره نتایج ولري.

د ناټو سازمان د سیمې په هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت نقش ولوبوي او د افغانستان حکومت سره د سولې په کامیابولو کې همکاري وکړي.

 

 

 

 

 

 

 

مطیع الله سحر

ډیورند کرښه هغه ناسور ټپ دی چې درملنه یې یوازې او یوازې له افغان ولس سره دی، مګر تور پنجاب دغه ټپ رغېدلو ته نه پرېږدي. د تاریخي اسنادو له مخې دغه ناسور ټپ په ۱۸۹۳ز. کال دنومبرپه۱۲نېټه برتانوي هند پر امیرعبدالرحمن خان پر زور تحمیل او لاسلیک کړه. ډیورنډ یې ځکه بولي چې هنري مورټېمرډيورنډ دبرتانوي هند دبهرنيوچارو مرستیال و او په دې برخه کې د هغه هڅې زیاتې محسوسې وې

زیاتې مقالې …