‎د سولې په ټينګټ کې د سیاسونو ون‌‌‌‌‌‌ډه!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ډیوه افغان
‎سوله یوه اړینه اړتیا ده په دې پروسه کې د ټولنې د ټولو وګړو مسوولیت ګ‌‌‌‌‌‌ډ دی او هر څوک باید ځان په دې کې مسوول وګڼي په خاصه توګه سیاسون ، سوله د افغانستان د ټولو د پاره اهمیت لرونکې ده په ټينګښت کې يې د دولت ترڅنګ سیاسون  هم باید ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه وکړي.


‎بدیختانه په افغانستان کې ځيني سیاسون د سولې پروسې ته  سیاسي رنګ ورکوي، سره له دې چې سوله یوه ملي پروسه ده او ټولو پورې اړه لري.
‎دا ځيني سیاسي کړۍ چې د سیمې استخباراتو له طرفه په افغانستان کې د ولسونو او دولت د تخریب په خاطر ګمارل شوي، دوی هڅه کوي چې ولس  بې اتفاقه کړي او د دولت پر کړنو یې بې باوره کړي، دوی ته باید وویل شي چې سوله د ټولو د پاره ده هر هغه څوک چې د سولې ملي پروسه سیاسي کوي د افغانستان دښمنان دي.
 د افغانستان د سولې له ملي پروسې نړیوالو هم ملاتړ کړی دی 
‎په کابل کې د بریټانیا سفیر د افغانستان له ټولو سیاسي اړخونو غواړي چې د سولې سره سیاسي چلند ونکړي.
‎ښاغلي نیکولاس د انګلستان دوهمې ملکې، الیزابت د دوه نویمې کلیزې د مراسمو په لمانځنه کې په افغانستان کې له ټولو سیاسي اړخونو او مدني ټولنو او همدرانګه د سیمې او نړۍ هیوادونو غوښته وکړه چې په دغه هیواد کې د سوله غوښتونکو خوځښتونو او فکرونو ملاتړ وکړي.
‎هغه ویلي هغه خوځښت چې اوسمهال د سولې لپار روان شوی نباید ودریږي.
‎کله چې نور نړیوال سیاستوال او چارواکي د افغانستان د سولې د پاره دومره خوشبینه او لیواله دي زموږ سیاسونو ته هم اړتیا ده چې د دولت سره یو ځای د سولې په ټينګښت کې پوره ون‌‌‌‌‌‌ډه ولري تر څو ددې سیاسونو په شمول ټول افغانان نور له دې پردۍ تپل شوې جګړې خلاصون پيدا کړي او ټوله په یوه آرامه فضا کې ژوند وکړي.
‎بدبختانه زموږ سره څنګ نېږدې دوه ‌‌‌‌‌‌ډېر ظالم ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونه هم پوله دي چې کله هم د افغانستان سوله نه غواړي کله هم د افغانانو یووالی نه غواړي تر هغې چې موږ ټول ددې ظالمو ګاون‌‌‌‌‌‌ډيو په وړاندې یو نشو دا هېوادونه کله هم زموږ د هېواد له چارو لاس نه اخلي او تل به مو تهدیدوي. 
‎د افغانستان د سولې پروسه د هر افغان مسوولیت دی ، چاته چې دا خاوره ارزښت ولري، چاته چې ملي ګټې ارزښت ولري، چاته چې ددې هېواد عزت مهم وي نو د سولې ملاتړ له کوي
موږ د خپلو مشرانو تر څنګ یو او له ټولو ملي پروسو يې ملاتړ کوو..