محمد روښان ښاد

سبا او بل سبا په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ علما د افغانستان د سولې او ثبات په مناسبت جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د امنیت او ثبات او همدارنګه په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو کنفرانس پر افغانستان، له افغانستان سره په همکاریو، پرمختګونو، مرستو، اصلاحاتو، د نظام پر پیاوړتیا او نورو اړوندو مسایلو بحث کوي

ژباړه او لنډیز: اېمل پیاوړی

مشهوره مقوله ده چې وایي: حب الوطن من الایمان. له وطن سره مینه یوازې د ولسمشر دنده نه ده. وطنپالنه یوازې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت نه دی. یوازې ښوونکی، د دین عالم، ډاکټر، انجنیر، ژورنالیست، هنرمند، معمار، دواکاندار او کارګر، بزګر او...  نه، بلکې موږ هر یو باید له وطن سره چې مور دی مینه ولرو او موږ هر یو که په هر موقف او مقام کې یوو باید خپل مسوولیتونه د وطن پر وړاندې په ښه توګه ادا کړو


مینه منګل

‎دا یو حقیقت دی او ټول یې باید ومني چې د افغانستان جګړه پردۍ ده او پر افغانانو تپل شوې ده نېږدې څلور لسیزې وشوې چې د سیمې  استخباراتو او د افغانستان ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېواد پاکستان په افغانستان کې یې یو ناڅرګند اور بل کړی چې افغانان پکې د سون توکو په شان سوځي او ایرې یې پاتې کېږي، دې بدبختې جګړه د افغانستان ټولې شتمنۍ یې له خاور سره یو کړې او د ملیونونه افغانانو ککرۍ او هیلې یې له خاور سره خاورې کړې .
‎د سیمې ظالم استحباراتو هڅه وکړه چې په افغانستان کې جګړه د خپلو کرا شویو نوکرانو په لاس یې تر ننه پر مخ وړې

د حکومت لخوا په فاریاب کې د یو محلي ملیشه يي قومندان نظام الدین قیصاری نېول کېدا چې په بېلا بېلو جنايی جرمونو او مرکزي حکومت ته په ښکنځا، وسلوال ګواښ او عملي پوځي برید تورن او مسوول دی، د شمالټلوالې لپاره چې سر کې يي عطا نور، رشید دوستم، محقق، صلاح الدین رباني او ضیا مسعود لوبیږي، د خپلو سمتي او تنظیمي ګټو لپاره لنګه غوا ګرځېدلی


مینه منګل

‎نړیوال اوس پوهېږي چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ملاتړ او د هرې بدبختۍ لامل پاکستان دی ، همدا پاکستان دی چې دا څلوېښت کاله یې په افغانستان کې د جګړې اور تازه ساتلی ، همدا پاکستان دی چې د سیمې او نړۍ د پاره  ګواښ ګرځېدلی

محمد روښان ښاد

سعودي عربستان اوږده کلونه د افغانستان د جنګ او وضعیت په اړه خاموش و. په ښکاره یې نه د دې جنګ غندنه کوله او نه هم ملاتړ، مګر په پټه داسې شکونه او ګونګوسې موجودې وې چې سعودي له طالبانو او پاکستان سره خواخوږي لري او په غیر مستقیم ډول ورسره مالي مرستې هم کوي

اېمل پیاوړی

پرون په ننګرهار کې خلکو د تروریستي برید په پایله کې د وژل شویو جنازې او د پېښې ټپیان داسې حال کې پورته کړل چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو جید علما، خطیبان او دیني سکالران د افغان جګړې د غندلو او د سولې او ثبات د تامین په موخه سره راټول شوي دي

اېمل پیاوړی

افغان حکومت چې جګړه یې  مجبوریت او اوبه یې ضرورت دی، په یو وخت کې د دواړو مدیریت ته ور غاړې وتلی دی. حکومت کوښښ کوي چې لومړی پر هېواد تحمیل شوې جګړه مهار کړي. مګر دغه بدمرغه او استخباراتي جګړه ورځ تر بلې پراخې چې د هېواد او ولس لپاره پراخ او ویجاړونکي زیانونه لري، خو لکه څنګه چې جګړه پردۍ ده، نو همداسې یې مهارول هم یوازې د افغان حکومت په وس پوره نه ده

ګلرحمن رحماني

په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو دوه ورځنۍ ناسته د ۳۳ هیوادونو ۱۵۰ عالمان او مفتیان ګډون لري چې د بحث اصلي موضوع یې د افغانستان د جګړې پایته رسېدل او د سولې تامین دی. په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د تروریزم او سختدریځۍ پر ضد د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو دریځ هم روښانه شي .

 محمد بشیر یوسفزوی

ولسمشر غني چې له لومړي سره چندان له زورواکانوسره جوړ نه و، په تېرو څلورو کالو کې یې جنګسالاران او زورواکان چې د ولسمشر حامد کرزي په وخت کې یې هم په حکومت او هم په عایداتي سرچینو او هم په دولتي شتمنیو او د خلکو په شخصي جایدادونو خپلې بدرنګې منګولې خښې کړې وې او د ولس وینه یې زبېښله څنډې ته پورې وهل

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

په وروستیو وختونو کې د امریکایې جنرالانو له خولې اورو چې د افغانستان جګړه باید د سولې د لارې حل شي، د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل غونډه (۱۱ جولای ۲۰۱۸) کې وویل چې د افغان جګړې حل د سولې د لارې غواړي.

په سعودې کې د علماوو د غونډې (۱۰ جولای ۲۰۱۸) اړوند د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس د سعودي له پاچا، ولیعد او د کعبې له امام څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې اړوند غونډې ته یې د مکې مکرمې او جدې ښار کې زمینه برابره کړه

زیاتې مقالې …