حکومت خپل استقلالیت ثابت کړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د کوچني اختر په څلورمه ورځ ولسمشر غني د ارګ له کلا څخه راووت او د حضوري چمن سیمې ته له هلمند څخه کابل ته د سولې له پیغام سره راغلي کاروان او ځوانانو هرکلي ته ورغی، ځکه د دغه کاروان د غړو شرط ولسمشر ته همدا وو چې په ارګ کې درسره نه ګورو، له ارګه به راوځې او د عمومي واټ پر غاړه به راسره کېنې

.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ماسپښین تاوده لمر ته د عمومي واټ پر غاړه لومړی د سولې د کاروان استازي یو په یو په غېږ کې ونیول، له هر یوه یې مننه وکړه او د دوی د دغه مدني اقدام قدرداني یې وکړه، بیا د همدوی په منځ کې کېناست او د دوی وړاندیزونه یې واورېدل.

د یاد کاروان مشر اقبال خیبر څلور وړاندیزونه ولسمشر غني او طالبانو ته وکړل، مګر له ولسمشر غني یې وغوښتل که ته رښتیا هم مستقل او خپلواک یې، نو نه به چاته زنګ وهې، نه به له چا سره مشوره کوې او نه به په کې ځنډ کوې، بلکې همدلته ځای پرځای به هم اوربند اعلانوې، هم به د سولې لپاره ځای ټاکې، هم به د ګډ حکومت لپاره چمتووالی ښیې او هم به د بهرنیانو د اېستلو لپاره له طالبانو سره بحث کوې او د دوی د اېستلو مهالوېش به برابروې.

ولسمشر غني د دوی په ځواب کې هملته ځای پرځای اعلان وکړ چې که طالبان یوې میاشتې اوربند ته تیار وي زه هم تیار یم، که درې میاشتو ته او که ان یو کال اوربند کوي نو موږ یې سر له اوسه اعلانوو. د سولې د خبرو لپاره یې د دوی د وړاندیز په ځواب کې وویل، د افغانستان په هره سیمه کې چې ملا هیبت الله خبرو ته چمتو وي، نو موږ ته دې ووایي موږ به هملته ورشو او خبرې به ورسره وکړو.

محمد اشرف غني د ګډ حکومت د جوړولو لپاره وویل، همدا یې ښه فرصت دی د ولسي جرګې او ولسمشریزې ټاکنې را روانې دي طالبان دې مهرباني وکړي په ټاکنو کې دې ګډون وکړي او له دې لارې دې حکومت ته لاره پیدا کړي، ځکه د ولس اراده مهمه او شرط دی او د ولس د ارادې یوازینۍ لاره انتخابات دي.

همدارنګه نوموړي د بهرنیانو د وتلو شرط ته په اشارې وویل، زه لا ولسمشر نه وم یو سل او شل زره بهرنیان مې له افغانستان څخه د یو منظم پلان او مهالوېش له مخې په عزت سره ووېستل، نو د دې لس زره بهرنیانو اېستل څه ستونزه ده؟

جمهور رئیس غني د سولې د کاروان له غړو څخه وغوښتل د طالبانو له مشرتابه دې وغواړي چې د بې قید او شرطه خبرو او مذاکراتو لپاره حاضر شي، خپل پلاوی دې معرفي کړي تر څو هر هغه څه چې دوی غواړي ورباندې بحث وکړي هغه لېست کړي او بیا د ګډ تفاهم له لارې ورباندې توافق وکړي.

حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني خپل استقلالیت او خپلواکي وښوده، ځکه د سولې د کاروان د استازو ټولې غوښتنې یې له کوم ځند او چا سره له مشورې پرته هملته ځای پرځای ومنلې، اوس نو طالبانو ته ښایي چې دوی هم خپل استقلالیت ثابت کړي او د سولې د کاروان غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، تر څو په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره شي.