د حل لاره جګړه نه، جرګه ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

کله چی د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی له طالبانو سره د روژې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ نېټې پورې اوربند اعلان کړ ، نو د حکومت تر څنګ طالبانو هم د کوچني اختر لمړۍ ، دویمه او دریمه ورځ اوربند اعلان کړ. دواړه خواوو اوربند په سمه توګه مراعت کړ او په یوه سیمه کی یی هم یو پر بل د وسلو خولی ور وانه ړولې ، دواړه غاړو (حکومت او طالبانو) ثابته کړه چی سوله غواړي او جنګ ته خاتمه ورکوي

.

کله چې د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند پایته ورسېد، نو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته د وټس اپ له لاری په لېږل شوي یوه پیغام کې لیکلي (اوربند نن شپه پای ته رسېږي او زموږ عملیات به انشاءالله ادامه پیدا کړي . موږ د اوربند د تمدید لپاره هیڅ اراده (نیت) نه لرو) ، خو افغان ولسمشر محمداشرف غنی د شنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره لمړنی اعلان شوی اوربند وغځاوه او هم یې له خپل لوري د ښه نیت ښودلو په هدف د طالبانو ټپیانو ته د روغتیایي مرستو رسولو د وړاندیز تر څنګ د ۴۶ طالب بندیانو د خوشې کېدو اعلان هم وکړ .

په افغان حکومت باندې د دولت وسله والو مخالفینو (طالبانو) او د ځینو افغانانو دا انتقاد وي چې افغان حکومت بېواکه دی هر کار د امریکا او نړیوالو ځواکونو په خوښه کوي کله چې د امریکا خوښه نه وي افغان حکومت هیڅ کار نه شي کولی ، خو ولسمشر محمد اشرف غني له ارګ نه په ویډیویي وینا کې د اوربند د غځولو تر څنګ وویل چې حکومت یې هر اړخیزې سولې او د سولې خبرو ته تیار دی او هم دېته حاضر دی چې په دې هیواد کې د نړیوالو ځواکونو د راتلونکي حضور په ګډون هر هغه څه چی طالبان یې غواړي خبرې پرې وکړي. هر ځل طالبان له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې مونږ به هغه وخت له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړو کله چې له افغانستان نه نړیوال ځواکونه ووځي .

کله چې کابل ته له هلمندڅخه د سولې ولسي حرکت ډله پي راورسېده او له افغان ولسمشر محمداشرف غنی سره یی ولیدل، نو د سولې ولسي حرکت له افغان ولسمشر محمداشرف غني نه غوښتنې وکړې او ولسمشر ته یې په خطاب کې وویل چې تاسو باید چا ته زنګ ونه وهئ تاسو باید اوس تصمیم ونیسئ چې ځینې غوښتنې یې پر دې ډول وی ، له طالبانو سره اوربند کول ، په افغانستان کې د سولې یو مرکز اعلانول .

 افغان ولسمشر د دوی غوښتنو پر اساس وویل چی افغان حکومت له طالبانو سره یو میاشتینی اوربند اعلانوي او د دې تر څنګ په کوم ځای کې چې د طالبانو مشر غواړي په هغه ځای کې زه اماده یم چې د سولې خبرو لپاره ورسره کېنم ، کله چې افغان ولسمشر دا خبره وکړه نو ټولو افغانانو ته دا روښانه شوه چې افغان حکومت یو بې طرفه حکومت ده او هر څه په خپل واک او قدرت باندې کوي .

سولی ته رسېدل ډیره قربانی غواړی خو د افغان حکومت او طالبانو دا وروستی اوربند دا روښانه کړه چی طالبان او حکومت له جګړو ستړی شوی او نه غواړی چی جګړه پر مخ بوځی خو په دواړه (طالبانو او افغان حکومت) ډلو کی ځینی کړۍ دي چی د خپلو ګټو په خاطر نه غواړی چی سوله وکړي ځکه که سوله وشوه نو د دوی ګټې له خطر سره مخ دی .

اختریز اوربند د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره یو طلایی فرصت رامنځ ته کړ ، ځکه د طالبانو هغه شرط چی تل یی پری ټینګار کړی چی امریکا دی ورسره مخامخ خبری وکړی ، په پوره کیدو ښکاری ، یا هم لږ تر لږه د پوره کیدو لپاره یی واټن ډیر کم پاتی دی .

طالبان هر ځل له افغان حکومت نه غوښتنه کوی چی موږ به له طالبانو سره هغه وخت سوله کوه کله چی نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ووځی او یا هم د وتلو دقیق وخت او مهال ویش یی معلوم شی ځکه زموږ هیواد تر اشغال لاندی ده ، خو افغان ولسمشر محمداشرف غنی په دا وروستیو څرګندونو کی وویل چی د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر سر زه له طالبانو سره اماده یم چی خبری وکړم.