اوربند د طالب ماهیت لا پیکه کړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

له کومې ورځې چې طالب د خپل ولس او نظام پر ضد د پردیو په لمسون وسلې ته لاس کړي او د خپلو خلکو د بدمرغه کولو، د تاسیساتو د ویجاړولو او د افغانستان د بربادۍ لپاره جګړه کوي، نو له همغې ورځې طالب په هېواد کې خپل معنوي، ټولنیز او هر اړخیز ماهیت له لاسه ورکړی دی، ځکه د افغان ولس او نظام پر وړاندې د دوی دغه ناوړه عمل او کړنې په هیڅ ډول نشي توجیه کېدلی

.

طالب په خپله هم په دې ښه پوهېږي چې د دوی جګړه مشروعیت او حقانیت نه لري، بلکې دوی د نورو د لاس الې او د فشار وسیلې دي. ځینې یې ضد نیولي دي او ځینې هم د افغانستان د دښمنانو په منفي تبلیغاتو غولېدلي دي او یو شمېر یوازې د ټوپک له لارې د رزق د ګټلو په فکر کې دي، ځکه بل کمال او هنر په ځان کې نه ويني. دوی ښه پوهېږي چې د دوی کړنې او جګړه په اسلام کې هیڅ مشروعیت نه لري او نه هم توجیه کېدلی شي.

د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان په ځواب کې چې کله طالبانو هم اوربند اعلان کړ او د دغه اوربند په ورځو کې زرګونه افغان وسله  وال طالبان ښارونو ته راغلل، دغه راتګ څو ګټې وکړې. لومړۍ ګټه یې دا وه چې ډېر غولېدلي طالبان په دې پوه شول چې دلته اسلامي نظام او قانون حاکم دی او پر وړاندې یې د دوی جګړه ناروا ده، د دغه حقانیت په درک کولو سره دوی زړه نازړه شول او تر اوربند دمخه چې دوی په کومه انګېزه او روحیه د نظام پر وړاندې جنګېدل اوس یې هغه روحیه له لاسه ورکړې ده.

بله ګټه یې دا وکړه چې ټولو خلکو ته دا په ډاګه شوه، چې عادي طالبان د جنګ غوښتونکي او پلویان نه دي ځکه چې د اوربند په ورځو کې په ښارونو ور شېوه شول. خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ور غاړې وتل، له خپلو هېوادوالو سره یې د اختر خوښۍ په ګډه ونمانځلې. ښارونو ته د دوی راتګ وښوده چې یوازې د دوی مشران او خصوصاً هغه افراد او اشخاص د جنګ د شدت پلویان دي چې مستقیماً د ای ایس ای تر قومندې لاندې دي او د هغوی له لوري تغذیه کېږي.

د ای ایس ای تابع طالب قومندانانو له ډېرې وارخطایئ اعلان شوی اوربند له ټاکلي وخت څو ساعته دمخه پایته ورساوه، ځکه دوی سره دا وېره وه چې ممکن ښارونو ته تللي طالبان هملته پاتې شي او بېرته د جګړې لیکې ته ور ستانه نشي. دوی تر دې مهاله کوښښ کوي چې د طالبانو بایللې روحیه بېرته پرخای کړي، خو کومه عملي ګټه ځکه نه لري چې هغوی اوس واقعیت درک کړی دی. له همدې امله طالب مشرانو ښارونو ته د تللو طالبانو په اړه توندې څرګندونې وکړې او حتی د دوی لپاره یې داسې کلیمې استعمال کړې چې د انساني کرامت له مخې په هیڅ ډول یې د نورو لپاره کارول جواز نه لري.

تر ټولو مهمه دا چې د طالب ماهیت تر پخوا ډېر کمرنګه شو. هم یې ټولنې ته ماهیت معلوم شو، هم خپله طالب جنګیالیو ته د دوی د مشرانو او قومندانانو اصلیت او دا ورپه ډاګه شوه چې دوی په ناحقه د نورو  په  لمسون د خپلو هېوادوالو پر ضد جنګوي. د نړۍ، سیمې او اسلامي هېوادونو په کچه یې ماهیت څرګند شو او ټولو د طالبانو جګړه غندلې او ناروا یې بللې ده.