حکومت ښه روان دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د ګڼو داخلي ستونزو، ناامنیو، زورواکیو، جنګونو او د سیمې د ستونزو باوجود افغان حکومت لا هم ښه روان دی، ځکه چې د دغو ټولو ستونزو سره سره حکومت نه یوازې خپل تمرکز له لاسه ورکړی، بلکې د جنګ د مدیریت، د سولې، د اقتصادي، انکشافي، نړیوالو مناسباتو، معارف ، فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې حکومت په نهایت دقت سره ښه مخته روان دی

.

موږ ولیدل چې سږکال په افغانستان کې د جنګ یوه بده څپه راغله او دغه څپه په داسې وخت کې راغله چې حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د چمتووالي ترڅنګ د نوم لیکنې پروسه هم عملاً اعلان کړه او په ټو ل هېواد کې پیل شوه، مګر د دغې پروسې له پیل سره پلازمېنه کابل او د هېواد نور ولایتونه د ډېرو بدو چاودنو، تروریستي فعالیتونو او د وسله واله مخالفینو له لوري د بریدونو او جنګونو شاهد و.

اکثریت خلک په دې باور وو چې حکومت به وضعیت کنټرول نه کړای شي او د ټاکنو د پروسي بریالي ترسره کېدل دوی ته خوب ښکارېده، مګر له نېکه مرغه، د هېواد د مشرتابه د ښې رهبرۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانو او اتلولیو له برکته وضعیت ډېر ژر تر کنټرول لاندې راغی، ځکه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر او مرکزونو باندې د بریدونو مخه ونیول شوه او په ټول هېواد کې خلکو په ډېره ارامۍ او امن فضا کې راتلونکو ټاکنو کې د ګډون او رای ورکولو لپاره خپل نومونه او ځانونه ثبت کړل.

د دې ترڅنګ د حکومت بله ډېره لویه او مهمه لاسته راوړنه چې خلکو ته یې واقعاً ډېر لوی امید ورکړ، د حکومت د اوربند اقدام و او دغه اقدام د روژې مبارکه میاشت کې د هېواد د متفقې فتوا له صادرو وروسته واخیستل شو.

د ولسمشر غني له لوري د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې د لس ورځني اوربند له اعلان وروسته خلک خوشاله شو، خو هیله مند او باورمن نه و، ځکه دوی ګڼله چې طالبان به دغه اوربند ته مثبت ځواب ونه وایي، مګر د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې درې ورځني اوربند د ولس هیلې راوتوکولې او له ډېرو خوشالیو د ولس یو اختر څو اختره شول او دغه اختر یې ځکه په ډېره خوشالۍ ونمانځه چې زرګونه طالب وسله وال ښارونو ته راغلل او ولس او امنیتي ځواکونه ته یې د خوښۍ، مبارکۍ او ورورۍ غېږې ورکړې.

په دې وروستیو کې چې حکومت د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د زورواکانو په نیولو لاس پورې کړی دی نو له دې سره بیا ولس ته امیدواري پیدا شوې او دوی داسې ګڼي چې که خدای کول افغانستان به ډېر ژر له شته بدمرغیو او بدبختیو څخه خوندي شي.

لنډه دا چې افغان حکومت سږکال د ګڼو ستونزو باوجود خپل منزل هغه لور او مسیر ته برابر کړی دی چې د هر ګام او اقدام په اخیستو سره د ولس خوښي، باور او هیله مندي ورسره زیاتېږي او له همدې امله دوی خپل راتلونکي ته تر بل هر وخت زیات هیله من دي. ولسونه په ټول قوت او حمایت د حکومت تر شا ولاړ دي او د شته کارونو، پرمختګونو لاسته راوړنو قدرداني یې کوي.